1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

م.م.: په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله ۹۵ سلنه کمه شوې

۱۴۰۲ آبان ۱۴, یکشنبه

ملګرو ملتونو په خپل يو تازه رپوټ کې ويلي د کوکنارو پر کرکېله د طالبانو د بندیز لګولو راهېسې په افغانستان کې د دغه بوټي کرکېله ۹۵ سلنه کمه شوې ده. دغه رپوټ نن ېکشنبه د اکتوبر ۵مه خپور شوی چې طالبانو هم »تر يو حده« منلی.

https://p.dw.com/p/4YQ5O
د آرشیف انځور - دافغانستان د کندهار ولایت په ژيړۍ ولسوالۍ کې یو شمیر بزګران د کوکنارو په کرکېله کې د کوکنارو له غوزو څخه د اپيمو د راټولو پر مهال
د آرشیف انځور - دافغانستان د کندهار ولایت په ژيړۍ ولسوالۍ کې یو شمیر بزګران د کوکنارو په کرکېله کې د کوکنارو له غوزو څخه د اپيمو د راټولو پر مهالانځور: JAVED TANVEER/AFP/Getty Images

په ۲۰۲۱م کال کې کله چې طالبانبیا پر افغانستان واکمن شول، ژمنه ېې وکړه چې په هېواد کې به د غیرقانوني مخدره موادو تولید ته د پای ټکی ږدي، چې په ادامه ېې د ۲۰۲۲م کال په اپرېل کې د کوکنارو پر کرکېله بندېز اعلان کړ. کوکنار هغه نبات دی چې له حاصل څخه ېې اپین يا افيون (تریاک) او هېروئین په لاس راځي.

اوس د ملګرو ملتونو سازمان د جرمونو او مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې ادارې UNODC)) په خپل تازه رپوټ کې ويلي چې د ۲۰۲۲م کال له پایه تر ۲۰۲۳م پورې په افغانستان کې د کوکنارو په کرکېله کې کابو ۹۵ سلنه کمښت راغلی دی. دغه اداره وايي د ۲۰۲۲م کال په پای کې د افغانستان په ۲۳۳زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو چې په ۲۰۲۳ کې ۱۰زره او ۸۰۰ هکتاره ځمکې ته رالوېدلی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲م کال په اپرېل کې د کوکنارو پر کرکېله بندېز اعلان کړ
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲م کال په اپرېل کې د کوکنارو پر کرکېله بندېز اعلان کړ انځور: Oriane Zerah/picture alliance/abaca

زیاته شوې چې د کوکنارو د کرکېلې له کمښت سره جوخت د اپینو په تولیداتو کې هم ډېر کموالی راغلی دی. په ۲۰۲۲م کال کې د اپینو تولید ۶۲۰۰ ټنه وو چې په ۲۰۲۳م کال کې ۳۳۳ ټنو ته راښکته شوی دی.

سږکال کابو ۲۴ تر ۳۸ ټنه پورې هېروئین صادر شوي چې تېر کال دغه مقدار د ۳۵۰ تر ۳۸۰ ټنه پورې وو.

د ملګرو ملتونو سازمان یادې ادارې د افغانستان د کوکنارو په اقتصاد کې د ناڅاپي انقباض په دليل په «اکثرو زیان منونکو کلیواليو سیمو کې له بالقوې انساني عواقبو» خبرداری ورکړی، ځکه چې په دا ډول سيمو کې اوس کروندګر اړ اېستل شوي چې د کوکنارو د لوړ عاید لرونکې کرکېلې پر ځای بديلو کرکيلو ته چې لږ عاید لرونکي دي، مخه کړي.

د فرانسې خبري آژانس د ملګرو ملتونو د رپوټ پر اساس وايي چې په ۲۰۲۲م کال کې د کروندګرو عوايد کابو ۱ اعشاریه ۳۶ ملیارډه ډالر وو چې سږکال دغه عواید د ۹۲ سلنې په کمېدو ۱۱۰ميلیونه ډالرو ته راغورځېدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لا دمخه هم له سخت اقتصادي وضعیت سره مبارزه کوي.

د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي چې د کوکنارو له بندیز سره د افغانستان خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي چې د کوکنارو له بندیز سره د افغانستان خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لريانځور: Mohammad Ebrahim Mukalaf

د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې ادارې اجرائیه مشرې، غاده ولي، په ېوه اعلاميه کې ويلي دي: «د افغانستان خلک نن ورځ د ټکان ورکوونکو عوايدو له لاسه ورکولو او د ژوند ژغورنې له پاره عاجلو مرستو ته اړتیا لري.»

هغې د افغان کرونګرو په هکله زیاته کړې: «هغوی د پنبې، غنمو او ټولو نورو کرهڼيزو تولیداتو له پاره لا ډېرو اوبو ته اړتیا لري.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې څانګې ويلي دي چې دوی هم تر «یو حده پورې» د ملګرو ملتونو له دغه رپوټ سره موافق دي.

(AFP)mks/mns

پر ورته موضوع له آرشیف (18.03.2014) څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل