1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: له طالبانو سره ملاقات د نظرونو رغوونکې تبادله وه

۱۴۰۳ تیر ۱۲, سه‌شنبه

په دوحه کې له طالبانو سره د ملګرو ملتونو سازمان لومړنۍ رسمي ناسته د دوشنبې په ورځ پای ته ورسیده.

https://p.dw.com/p/4hmOj
UN - Rosemary DiCarlo
آرشیف انځور: د سولې او په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزماري دي کارلو انځور: Jens Krick/Flashpic/picture alliance

د قطر په پلازمېنې دوحه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو دوه ورځنۍ ناسته، چې په هغې کې د ډیر شمیر هیوادونو او سازمانونو د استازو ترڅنګ، د لومړي ځل له پاره د طالبانو استازو هم ګډون کړی وو، د دوشنبې (د جولای میاشتې لومړۍ نیټه) په مادزیګر پای ته ورسید.

د سولې او په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزماري دي کارلو، هیله څرګنده کړه چې دغه دوه ورځني مذاکرات به د افغانستان د خلکو د وضعیت په ښه کولو کې مرسته وکړي: «مذاکرات صادقانه او زما له نظره ګټور وو. هیله لرم چې دغه خبرې اترې به موږ د ستونزو [چې د افغانستان پر خلکو ناورین زیږونکي او دوامداره اغیزې لري] حل ته نږدې کړي.»

روزماري دي کارلو، یادونه وکړه چې د دوحې ناسته نه باید په هیڅ دلیل د اړیکو د عادي کولو او د طالبانو د واکمنۍ په رسمیت پيژندلو په معنی وانګیرل شي.

په ۲۰۲۱م کال کې د کله راهیسې نه چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه په بیړه له افغانستانه ووتل او طالبان یو وار بیا واک ته رسیدلي دي، تر اوسه پورې د نړۍ هیڅ هیواد د دغې تندلارې ډلې رژیم د حکومت په توګه په رسمیت نه دی پيژندلی.

د طالبانو د محدودونکو سیاستونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو په برخه کې، اکثرو هیوادونو تر اوسه پورې د کابل له واکمنانو سره له دیپلوماتیکې همکارۍ څخه ډډه کړې ده.

Katar | Taliban-Delegation in Doha
په قطر کې د افغانستان په اړه دریمه غونډه کې ذبیح الله مجاهد د طالبانو د پلاوي مشري کولهانځور: Zabihullah Mujahid

د بشري حقونو ملاتړ کوونکو او فعالانو لادمخه پر دې غونډې شدیدې نیوکې کړي دي او له ملګرو ملتونو یې غوښتي وو چې د مدني ټولنو استازو ته دې په دې غونډه کې د ګډون کولو اجازه ورکړي. خو طالبانو د مدني ټولنو او ښځو د استازو د ګډون شدید مخالفت کړی وو.

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو وضعیت «داخلي مسایل» وبلل چې نباید په مذاکراتو کې نقش ولري.

خو سره له دې هم روزماري دي کارلو، ټينګار وکړ چې د بشري حقونو مراعتول د نړیوالې همکارۍ په برخه کې د مهم ګام په توګه باقي پاتيږي.

د ملګرو ملتونو دغه لوړپوري استازې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د محدویت په هکله وویل: «کله چې افغانستان د خپلې ټولنې د نیمایي برخې له مرستې او توانایۍ څخه محروم وي، نشي کولی پر نړیوالې ټولنې ور ګډ شي او یا له ټولنیز او اقتصادي پلوه په بشپړ ډول پراختیا ومومي.»

طالبانو د روان کال په فیبرورۍ کې دې ته ورته د ملګرو ملتونو سازمان په یوه غونډه کېد افغانستان د مدني ټولنو د استازو د موجودیت له کبله له ګډون کولو څخه انکار کړې وو.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د ښځو د سختو اعتراضونو سربیره د دوحې دریمه غونډه پیل شوه

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل