1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليپاکستان

ملاله یوسفزۍ: پاکستان دې افغان کډوال افغانستان ته نه اخراجوي

۱۴۰۳ تیر ۲۳, شنبه

د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له پاکستانه وغوښتل چې د بې اسنادو افغان کډوالو اخراج دې نه عملي کوي. یوسفزۍ زیاته کړې چې هغه په ​​ځانګړې توګه افغانستان ته په اخراج سره د کډوالو د «تیاره راتلونکې» له پاره اندیښمنه ده.

https://p.dw.com/p/4iFsf
د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ ویلي چې هغه افغانستان ته د افغان نجونو او ښځو د اخراج په صورت کې د دوی تیاره راتلونکې ته اندیښمنه ده.
د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له پاکستانه وغوښتل چې دغه هیواد دې د بې اسنادو افغان کډوالو اخراج نه عملي کوي.انځور: Miguel Schincariol/AFP/Getty Images

د نوبل د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزې پر پاکستان ږغ کړی چې افغانستان ته دې بې اسناده افغان کډوال نه اخراجوي. یوسفزۍ د فرانسې خبري آژانس سره په یوه مرکه کې ویلي: «دا د ډیرې اندیښنې وړ موضوع ده چې پاکستان دې په دغه هیواد کې میشت افغان کډوال په جبري ډول بیرته افغانستان ته اخراج کړي.» ملالې یوسفزۍ ویلي چې هغه په ځانګړې توګه افغانستان ته د اخرج کیدونکو افغان ښځو او نجونو راتلونکې ته اندیښمنه ده.

پاکستان په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې د میشت ثبت شویو افغان کډوالو د پاتیدو موده یو کال وغځوله خو اسلام آباد وايي چې دوی هوډ لري له دې هیواده ناقانونه افغان کډوال بیرته افغانستان ته اخراج کړي. د شمیرو له مخې، د تیر میلادي کال راهیسې هغه مهال چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو اعلان وکړ، له ۶۰۰ زرو څخه ډیرو افغان کډوالو دغه هیواد ترک کړی دی.

په ورته وخت کې د بشري حقونو د څار سازمانونو اندیښنه څرګنده کړې  چې افغانستان ته په استول کیدونکو افغان کډوالو کې ځینې ښايي د طالبانو له لوري ونیول او وځورول شي. ملالې یوسفزې د مرکې په یوه برخه کې همدا راز زیاته کړې «هیله لرم چې پاکستان له خپل دغه سیاست څخه تیر شي او دا چې دوی [پاکستان] دې دغه نجونې او ښځې په افغانستان کې له تیاره راتلونکي څخه وژغوري.»

م.م پاکستان ته: د افغان کډوالو د اخراج لړۍ بنده کړئ

د یادونې وړ ده چې پاکستان غیر قانوني مهاجرو ته د تیر کال د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې له دغه هیواد څخه د وتلو مهلت ورکړی وو. د مهلت له پای ته رسیدو وروسته د غیر قانوني مهاجرو چې اکثریت یي افغانان ول، د اخراجولو لړۍ پيل شوې وه.

له تیرو څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د مختلفو شخړو او جنګونو له کبله په لسګونو زره افغانان پاکستان ته مهاجر شوي دي. د ۲۰۲۱م کال په اګست کې په افغانستان کې یو وار بیا د طالبانو له واکمنیدو وروسته نږدې ۶۰۰ زره افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شول.

آژانسونه / خ. ح / ش.ن