1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

محکمې ټاکنو کې د عمران خان پر ګوند محدودیت ولگاوه

۱۴۰۲ دی ۲۴, یکشنبه

په داسې حال کې چې په پاکستان کې پارلماني ټاکنو ته یوازې څو اونۍ وخت پاتې دی، د دغه هیواد سترې محکمې د اپوزیسیون پر مهم ګوند PTI یا «پاکستان تحریک انصاف» محدودیت وضع کړی دی.

https://p.dw.com/p/4bDbb
Pakistan Ex-PM Imran Khan
د پاکستان پخوانی لومړي وزیر عمران خانانځور: Akhtar Soomro/REUTERS

د شنبې (د جنورۍ ۱۳ نیټه) په ورځ د پاکستان سترې محکمې اعلان وکړ چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان چې اوس بندي دی  PTI یا «پاکستان تحریک انصاف» ګوند نه شي کولی چې په راتلونکو انتخاباتو کې د رای ورکونې په پاڼو کې د خپل ګوند له نشان یا سمبول څخه استفاده وکړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په سلګونو سیاستوال باید د خپلواکه نوماندانو په توګه په ټاکنیزو سیالیو کې رقابت وکړي.

دا به د سویل آسیا په دغه ګڼ میشته هیواد کې تر ۱۰۰ میلیونه ډیر د رای ورکونې شرایطو درلونکو له پاره ستونزمن وي چې د فیبرورۍ د اتمې نیټې په ټاکنو کې د خپلې خوښې کاندید پيدا او یا په بله اصطلاح د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي. د نوموړي ګوند غړو دغه پریکړه غندلې ده.

د پخواني لومړي وزیر عمران خان یوه باوري کس خو اوس حتی په اټومي قدرت لرونکي دغه هیواد کې د «جعلي انتخاباتو» خبره کړې ده. پاکستانۍ کارپوهې مدیحه افضل په ایکس (پخواني ټویټر) ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي: «تاسې پوهیږۍ چې په پاکستان کې انتخاباتي نشان څومره مهم دی او هغه ننګونه چې له دې امله پي ټي آی ورسره مخامخ کیږي، نشي اټکل کیدلی. د ګوند له پاره یو بل دروند ګزار.» اغلې افضل زیاته کړه: «یوه بله بیلګه، چې قضا د شټبلشمنټ یا پوځي واکمنۍ په خدمت کې ده.»

د پاکستان د اپوزیسیون دغه ګوند د کرکیټ د مشهور پخواني لوبغاړي عمران خان تر محاکمه کیدو او نیول کیدو وروسته ډیر کمزوری شوی دی. فعالان د څو اونیو راهیسې د غیر عادلانه ټاکنو خبرداری ورکوي.

په ۱۹۴۷ م کال کې د پاکستان له تاسیس کیدو راهیسې د سویل آسیا دغه هیواد چې د افغانستان او هند ترمنځ موقعیت لري، په پرله پسې ډول د ناکراریو او بې ثباتۍ سره مخامخ کیږي. تر نیمایي ډیر وخت پوځ پر دغه هیواد حکومت کړی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

په کومو اروپایي هیوادونو کې پر بشپړ نقاب بندیز دی؟

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب