1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ليبيا کې سيلابونه؛ ۲۱زره کسان مړه او لادرکه دي

۱۴۰۲ شهریور ۲۵, شنبه

د ليبیا په سيلابونو کې تر اوسه له ۱۱زرو ډېر کسان مړه او له ۱۰زرو ډېر نور لادرکه دي. لويې څارنوالۍ د اوبو دوو بندونو د نړېدو په هکله تحقیقات پيل کړي او ناغيړي کونکو چارواکو ته ېې د درنې سزا ورکولو خبرداری ورکړی.

https://p.dw.com/p/4WQ31
Libyen | Überschwemmung und Hochwasser Katastrophe in Darna
انځور: Yousef Mur/AP/picture alliance

لیبياي چارواکو د شنبې په ورځ د اوبو دوو نړېدلو بندونو په هکله چې په نتېجه کې ېې له ۱۱زرو ډېر کسان مړه شوي، تحقیقات پیل کړي دي.

د ليبیا سور صلیب ادارې تر اوسه په دغو سيلابونو کې د ۱۱۳۰۰ کسانو مړينه تائيد کړې او د ژغورنې ټيمونه نن شنبه (د سپتمبر ۱۶مه) چې د سيلابونو شپږمه ورځ ده، په خټو او ويجاړو شوو سیمو کې د احتمالي بند پاتې شوو ژوندي کسانو او مړو د موندنې عملیات پر مخ وړي.

د لیبیا په شرق کې دغه سیلابونه د تېرې اوونۍ په پای کې د دانيل په نوم مدیترانه طوفان په نتیجه کې د درنو وروښتونو وروسته راووتل. دغو سيلابونو د اوبو دوه بندونه ونړول او د درنه (Derna) ښار مرکز پر لور ېې د څو مترو په ارتفاع اوبه برابرې کړې چې په نتیجه کې ېې ټولې ګاونډې سېمې وېجاړې او انسانان ېې سمندر ته وښکل.

په انځور کې سيلاب ځپلو سره مرستې ښودل کيږي چې د لیبیا په شرق کې یوه خصوصی ښوونځي له خوا راوړل شوي دي
په انځور کې سيلاب ځپلو سره مرستې ښودل کيږي چې د لیبیا په شرق کې یوه خصوصی ښوونځي له خوا راوړل شوي ديانځور: Esam Omran Al-Fetori/REUTERS

د بې پولې داکترانو د عاجلې څانګې مشرې، کلایر نیکوليت (Claire Nicolet) اسوشتيد پریس ته وويل چې ژغورونکو د جمعې په ورځ «زښته ډېر مړي» وموندل او د نورو مړو د موندلو له پاره لټون لا هم ادامه لري. هغې زیاته کړه: «دا یو لوړ شمېر دی... له بده مرغه سمندر لا هم جسدونه مخته راوباسي.»

میرمن نيکولت زياته کړه چې لا ډېرو هڅو اړتیا ده، له هغې جملې د هغو افرادو له پاره د یو فوري رواني ملاتړ ضرورت دی کومو چې خپلې کورنۍ ېې له لاسه ورکړي دي. نوموړې وويل چې د لټون او ژغورني په برخه کې د ترسره شوو ټولو اقداماتو باوجود، د مړو د خښولو موضوع لا هم یوه د پام وړ ستونزه ده.

بل خوا چارواکو او مرستندويه ډلو له اوبو څخه د رامنځ ته کېدونکو ناروغيو له خپرېدو څخه اندېښنې ښودلي دي. دوی د شنبې په ورځ پر تلویزیون وویل چې په درنه کې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان د ناپاکه اوبو د څښلو له کبله د اسهال په ناروغۍ اخته شوي دي. خلکو ته سپارښتنه شوې چې يوازې د بوتلونو اوبو څخه چې د مرستو په بهیر کې سیمې ته رسول شوي، استفاده وکړي.

سيلابونو درانه مالي زیانونه هم اړولي دي
سيلابونو درانه مالي زیانونه هم اړولي ديانځور: Hamza Al Ahmar/AA/picture alliance

د لیبیا لوی څارنوال، الصدیق الصور، وويل چې څارنوالان به د دوو نړيدلو بندونو په هکله چې په ۱۹۷۰ کال کې رغول شوي، تحقیقات پيل کړي. په تحقیقاتو کې به د بندونو د رغولو څرنګوالي او د هغو حفاظتي ضمانتونه په نظر کې نيول کيږي.

 الصور وویل چې دغه څېړنې به په ښار کې له چارواکو او همدارنګه د دغو بندونو په جوړېدو کې د تېرو حکومتونو له چارواکو ترسره شي. هغه د جمعې په ورځ ناوخته په درنه ښار کې یوه خبري کنفرانس ته وويل: «زه ولس ته د دې ډاډ ورکوم چې هر چا په دې برخه کې ناغيړي کړې او یا د تېروتنې مرتکب شوی دی، څارنوالان به ېې طبعاً پر وړاندې جدی اقدامات کوي، په وړاندې به ېې جرمي دوسیه خلاصيږي او محکمې ته به معرفي کيږي.»

 (AP)mks/mns

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب