1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له افغانستانه د ځواکونو وتل په شرایطو پورې تړلي»

۱۳۹۹ مهر ۲۲, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت یوه جګپوړي جنرال ویلي دي چې له افغانستانه د نورو ځواکونو وتل د تاوتریخوالي کمیدو او په فبرورۍ میاشت کې له طالبانو سره د شوو نورو توافقونو پورې تړلي دي.

https://p.dw.com/p/3jpiG
Afghanistan US-Soldaten
انځور: picture-alliance/DoD/Newscom/US Army Photo

څو ورځې دمخه د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ویلي ول چې غواړي تر کرسمسه ټول ځواکونه له افغانستانه راوباسي. اوس د متحد ایالاتو د دفاع وزارت یوه جګپوړي چارواکي جنرال مارک میلي، د ان پي آر راډیو سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې د باقي پاتو ۴۵۰۰ امریکایي عسکرو راایستل د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمیدو او د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو په پرمختګ پورې تړلي دي.

میلي د ان پي آر راډیو سره په مرکه کې زیاته کړې ده: «ټول تړون او د ځواکونو د راایستلو پلان په شرایطو پورې اړه لري.»

مېلې په خپلو څرګندونو کې دې ته اشاره کړې ده چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر په فبرورۍ میاشت کې تر تړون وروسته له ۱۲۰۰۰ څخه راکم کړل شوی دی او د نورو ځواکونو راکمیدلو له پاره د طالبانو او کابل ترمنځ خبرو او د تاوتریخوالي راکمیدو ته اړتیا ده.

د جنرال میلي په خبره پر دې باندې تل توافق وو او «د شرایطو له مخې د ځواکونو راایستل د ولسمشر [دونالد ترمپ] تصمیم هم وو.»

پېنتاګون د نومبر تر میاشتې پورې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر تر ۴۵۰۰ اټکل کړی دی او تر دې وروسته دې ته کتل کیږي چې په دوحه کې خبرې اترې څه ډول پرمخ ځي. خو د واشنګټن له لوري اشارو وضعیت یو څه مبهم کړی دی.

تیره اوونۍ د ترمپ د ملي امنیتي سلاکار روبرت اوبراین، وویل چې د راتلونکي میلادي کال تر اوایلو پورې به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر تر ۲۵۰۰ راټیټ شي.

خو د تیرې چهارشنبې په ورځ ټرمپ د ټویټ په یوه پیغام کې ولیکل چې غواړي تر کرسمسه خپل ټول ځواکونه له افغانستانه راوباسي.

د ترمپ دغو څرګندونو ته د نومبر میاشتې د دریمې نېټې د ولسمشریزو ټاکنو سره هم ربط ورکول کیږي. له بل اړخه په دومره لنډه موده کې په بشپړه توګه له افغانستانه د ټولو ځواکونو راایستل له لوژیستکي لحاظه عملي نه بریښي او ښایي دغه ګام د سولې په مذاکراتو کې د افغانستان دریځ کمزوری کړي.

د امریکا او طالبانو په تړون کې یو شرط پر ښارونو باندې د طالبانو د بریدونو درول وو.

خو د یکشنبې په ورځ لښکرګاه ښار ته څیرمه هم سخته جګړه وشوه او امریکایي هوایي ځواکونو پر طالبانو بریدونه وکړل.

میلې په مشخص ډول د ځواکونو د راکمیدو په هکله څه ونه ویل او زیاته یې کړه چې په راتلونکي کې د ځواکونو د کمولو پریکړه به ولسمشر کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل