1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لبنان: د اسرائيل پوځ بيا پر بیروت بريد کړی

۱۴۰۳ مهر ۱۲, پنجشنبه

د لبنان په حواله د اسرائیل پوځ د پنجشنبې په ورځ د بیروت پر مرکز هوايي بریدونه وکړل چي د لبنان د روغتیا وزارت په حواله په نتیجه کي يې ۶ کسان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/4lMeS
Libanon | Rauch steigt vom Ort eines israelischen Luftangriffs auf ein Viertel im südlichen Vorort von Beirut auf
انځور: Fadel Itani/AFP

د لبنان د روغتیا وزارت خبر ورکوي چي د دغه هيواد پر پایتخت بیروت باندي د اسرائیل د هوايي بریدونو په نتیجه کي دوه کسان ځای پر ځای وژل سوي او څلورو نورو تر سخت ټپي کیدو وروسته ساه ورکړې ده. په بیروت کي د فرانسې خبري آژانس خبریالانو د سختو چاودنو ږغونه اورېدلي دي.

د حزب الله له کړۍ څخه ویل کیږي، چي اسرائیل د چهارشنبې په ماښام د لبنان د پایتخت پر جنوبي برخه بریدونه وکړل. دا په تیرو ۲۴ ساعتونو کي د ایران په ملاتړ د دغو ملیشو پر مرکز د اسرائیل دریم برید دی.

د اسرائیل پوځ د شپې له خوا له خلکو وغوښتل چي د بیروت له جنوب څخه ځانونه وباسي. د پوځ ویاند اویچای ادرایی، څرگنده کړه: «هغوی داسي تاسیساتو ته نیژدې اوسیږي چي له حزب الله سره تړاو لري. هغه ملیشې چي په وړاندي به یې د اسرائیل پوځ په نیژدې راتلونکي کي اقدام وکړي.» نوموړي په خپلو څرگندونو کي د حارت حریک، برج البراجنه او حدث غرب د سیمو یادونه وکړه.

اسرائیل اوس په لبنان کي د ایران په ملاتړ حزب الله ملیشو پر وړاندي پراخ هوايي بریدونه کوي. حزب الله د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اومه پر اسرائیل باندي د حماس تر برید وروسته له لبنان څخه د پرله پسې راکټي بریدونو په کولو سره د اسرائیل پر وړاندي سمدستي دوهمه جبهه پرانیسته.

په تیرو ورځو کي د حزب الله  بریدونه لاپسې زیات سول، په ځانگړي ډول تیره اونۍ د جمعې په ورځ  د دغې ملیشې د مشر حسن نصرالله تر وژنې وروسته.

د اسرائیل پوځ څرگنده کړه چي د لبنان په جنوب کي د حزب الله ملېشو پر وړاندي جگړه کي د چهارشنبې په ورځ اته سرتیري وژل سوي دي. پوځ لومړی وویل چي په دغه گاونډي هیواد کي د نښتو له پیل راهیسي یو سرتیری وژل سوی، خو وروسته یې وویل چي «نور اوه سرتیري هم ووژل سول.»

په دې ترڅ کي د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې خبر ورکړی دی چي د نصرالله زوم حسن جعفر ال کسیر، په دمشق کي داسرائیل د هوايي برید په نتیجه کي وژل سوی دی. د سوریې په پایتخت دمشق کي د چهارشنبې د برید په نتیجه کي په مجموعي ډول څلور کسان وژل سوي دي.

د حزب الله له کړیو څخه ویل کیږي، چي حسن جعفر ال کسیر، د جعفر ال کسیر هغه ورور وو چي لبنان ته یې له ایران څخه د وسلو د انتقال مسئولیت پر غاړه درلود او داسرائیل په حواله د سې شنبې په ورځ د بیروت په جنوب کي د یوه هوايي برید په نتیجه کي ووژل سو.

     GP/NZ/AG