1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

د اسرائیل پوځ: ایران پر اسرائیلو شاوخوا ۱۸۰ توغندي ویشتلي دي

۱۴۰۳ مهر ۱۰, سه‌شنبه

په داسې حال کې چې د اسرائیل په مختلفو سیمو کې د خطر زنګونو غږونه اوریدل کېدل، د اسرائیلو پوځ وویل چې ایران پر دغې هېواد د توغندیو بریدونه کړي دي. د اسرائیلو پوځ ویلي چې ایران شاوخوا ۱۸۰ توغندي توغولي دي.

https://p.dw.com/p/4lJFv
اسرائیل، په تل ابیب بریدونه
اسرائیل، په تل ابیب بریدونهانځور: Ilia Yefimovich/dpa/picture alliance

د سه شنبې پر ورځ (د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر ۱) د اسرائیلو پوځ خبر ورکړ چې ایران پر اسرائیل باندې د توغندیو پراخ بریدونه کړي دي. د اسرائیلو د پوځ په خبره، ایران د اسرائیل پر مختلفو سیمو باندې شاوخوا ۱۸۰ توغندي توغولي دي.

د اسرائیلو پوځ د فرانسې خبرې آژانس ته ویلي: «د اسرايلو پوځ (آي. ډي. اف) [دفاعي] سیستم شاوخوا ۱۸۰ داسې توغندي تشخیص کړي چې د ایران له خاورې د اسرائیلو پر لوري توغول شوي دي.»

په عین وخت کې د اسرائیلو د پوځ یوه بل امنيتي چارواکي هم د توغندیو دغه شمیر تائید کړی دی.

چاپې او نښتې
چاپې او نښتېانځور: Jafaar Ashitiyeh/AFP

اسرائیل به د برید ځواب ورکړي

د اسرائیلو د پوځ ویاند ډانیل هاګاري ویلي چې د ایران له لوري توغول شوي توغندي د اسرائیلو په یو شمیر مرکزي سیمو کې لګیدلي دي. د اسرائیل د عاجلو خدماتو ادارې بیا ویلي چې د برید په پایله کې دوه کسان سطحي ټپیان شوي دي.

اړوند: حزب الله د خپل رهبر وژنه تائيد کړه؛ اردوغان: اسرائيل په لبنان کې «نسل وژنه« کوي

د اسرائیلو د پوځ ویاند ډانیل هاګاري همدا راز ویلي چې اسرائیل به د ایران دغه برید ته ځواب ووايي. هغه زیاته کړه: «موږ د ځواب ویلو وړتیا لرو او موږ د چمتو والي په لوړه درجه کې یو. موږ به په خپله خوښه او مناسب وخت کې ځواب ورکړو.»

برید پای ته رسیدلی دی

په عین وخت کې د اسرائیلو پوځ څو شیبې وړاندې خبر ورکړی چې پر اسرائیلو باندې د ایران برید د لومړیو توغندیو تر ویشتل کیدو یو ساعت وروسته پای ته رسیدلی دی. د اسرائیلو پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي: «د وضعیت تر څارنې وروسته، دا پریکړه شوې چې په ټول هیواد کې اوس [خلک] کولی شي خوندي ځایونه بیرته ترک کړي.»

د اسرائیلو د هوايي چلند ادارې هم ویلي چې د اسرائیلو هوايي حریم کې د الوتکو کوزېدو او پورته کیدو ته اجازه ورکړل شوې ده.

ولې د ایران اتومي پروګرام بیا د توجه وړ ګرځیدلی؟