1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستفنلنډ

فنلند وايي له روسيې سره خپله وروستۍ سرحدي دروازه هم تړي

۱۴۰۲ آذر ۸, چهارشنبه

فنلند وايي له روسيې سره په سرحد کې خپله وروستۍ دروازه هم تړي. فنلند د دغه اقدام دلیل د روسيې له لارې په وروستیو کې غیرقانوني مهاجرتونه بولي چې په وینا ېې روسيه دغه مهاجر په لوی لاس د دوی د سرحدونو پر لور سوقوي.

https://p.dw.com/p/4ZZ2S
فنلند د سه شنبې په ورځ د نومبر ۲۸مه اعلان وکړ چې له روسيې سره په سرحد کې خپله وروستۍ دروازه هم تړي چې دلیل ېې غیرقانوني مهاجرتونه بولي
فنلند د سه شنبې په ورځ د نومبر ۲۸مه اعلان وکړ چې له روسيې سره په سرحد کې خپله وروستۍ دروازه هم تړي چې دلیل ېې غیرقانوني مهاجرتونه بوليانځور: Miska Puumala/Lehtikuva/dpa/picture alliance

فنلند پر مسکو تور لګوي چې له مهاجرو د «هايبريدي جګړې» د ېوې برخې په توګه کار اخلي او په دې سره هڅه کوي تر څو د ناټو په سازمانکې تر ورګډيدو وورسته د شمالي اروپا دغه هېواد بې ثباته کړي.

فنلند روانه میاشت له روسيې سره د خپل ۱۳۴۰ کيلومتره سرحد په اوږدو کې د خپلو اتو چيک پاينټونو له ډلې اوه ېې وتړل. فنلند دغه بندرونه له منځني ختيځ او افریقا څخه دغه هېواد ته د مهاجرو د یوې څپې تر رسېدو وروسته وتړل.

هيلنسګي تور لګوي چې مسکو په لوی لاس مهاجر له جنوب نه نېولې تر شمال پورې د پرتو ګڼو ځنګلونو له لارې د فنلند سرحدونو پر لور سوق کوي.

فنلندي چارواکي وايي چې له اګست میاشتې راهيسې په سرحد کې د عادي کنټرول پر مهال، شاوخوا ۱۰۰۰ مهاجر پرتله له ويزې او د اعتبار وړ اسنادو دغه هېواد ته رسيدلي دي
فنلندي چارواکي وايي چې له اګست میاشتې راهيسې په سرحد کې د عادي کنټرول پر مهال، شاوخوا ۱۰۰۰ مهاجر پرتله له ويزې او د اعتبار وړ اسنادو دغه هېواد ته رسيدلي ديانځور: Emmi Korhonen/AP/picture alliance

د فنلند صدراعظم، پتري اورپو، په دې هکله خبريالانو ته وويل: «حکومت تصمیم نیولی دی چې په ختيځ سرحد کې خپلې ټولې سرحدي دروازې وتړي.» اورپو زیاته کړه چې فنلند له یو داسې «استثنايي» وضعیت سره مخ شوی دی چې حکومت ېې د ایجاد پړه پر مسکو وراچوي.

فنلندي چارواکي وايي چې له اګست میاشتې راهيسې په سرحد کې د عادي کنټرول پر مهال، شاوخوا ۱۰۰۰ مهاجر پرتله له ويزې او د اعتبار وړ اسنادو دغه هېواد ته رسيدلي دي.

د فنلند صدراعظم ټينګار وکړ چې «فنلند د دغې ادعا له پاره چې دغه ټول [مهاجر] د بهرنیو چارو وزارت له خوا تنظیميږي، ژور دليل لري. دا د روسیې د نفوذ له عملیاتو سره معامله ده او موږ به ېې ونه منو.» اورپو زیاته کړه: «موږ داسې هېڅ هڅه چې زموږ ملي امنيت تضعيف کړي، نه منو. دغه وضعیت روسیې جوړ کړی او هغه ېې درولی هم شي.»

د فنلند صدراعظم، پتري اورپو
د فنلند صدراعظم، پتري اورپوانځور: Jussi Nukari/Lehtikuva/REUTERS

د فنلند حکومت له روسيې سره د ټولو سرحدي دروازو تړل د سه شنبې په ورځ د نومبر ۲۸مه اعلان کړ. حکومت ويلي دي چې په پام کې لري دغه بندېدل لږ تر لږه دوه اوونۍ دوام وکړي او تر هغه وروسته کېدای شي یوه دروازه بېرته خلاص شي.

رامنځ ته شوی وضعیت په دې معنی دی چې له روسيې څخه رسېدلي مهاجر به وروسته له دې یوازې وشي کړی چې د فنلند په هوايي ډګرونو یا بندرونو کې د پناه غوښتنې وکړي. دا په داسې حال کې ده چې په حاضر وخت کې د روسیې او فنلند تر منځ د هوا یا د کښتيو له لارې سفرونه نه کيږي، نو په دې دلیل د مهاجرو له پاره دغه فرصت هم نشته.

کریملين د هيلسنکي ادعاوې رد کړي دي چې مهاجر فلند لور ته هڅوي او ويلي دي چې دوی د فنلند له لوري د سرحدونو په تړلو خپه دي.د روسیې د بهرنيو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخوروف تېره اوونۍ له هيلنسيګي وغوښتل چې د دې پر ځای دې «پر ېوې دوه اړخېزې حل لارې او یا هم د وضاحت پر ترلاسه کولو کار وکړي.»

(AP)mks/nz

مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل