1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ليتوانيا: بلاروس يخ سوځلي افغان مهاجر پر پوله قاچاق کړي دي

۱۴۰۱ آذر ۲۶, شنبه

د ليتوانيا سرحد ساتونکو په وينا بلاروس يا سپيني روسيې داسي مهاجر د دغه اروپايي هيواد پولو ته قاچاق کړي چي پښې يې يخ سوځلي وې.

https://p.dw.com/p/4L6Qp
Litauens Grenze zu Belarus
انځور: Alexander Welscher/dpa/picture alliance

د ليتوانيا سرحد ساتونکو د جمعې په ورځ وويل چي د بلاروس (سپيني روسيې) امنيتي چارواکو د ليتوانيا سرحد ته مهاجر قاچاق کړي دي.

د آلمان خبري آژانس د راپور له مخي ليتوانيايي چارواکو ويلي دي چي د سپيني روسيې چارواکو احتمالا د دواړو هيوادونو تر منځ د درول شوي سرحدې کټارې يوه برخه زيانمنه کړېده، د دې لپاره چي مهاجر له بلاروس څخه د ليتوانيا پر لور واستوي. د راپور له مخي څلور داسي مهاجر له سپيني روسيې څخه و ليتوانيا ته د داخلېدو لپاره رهنمايي شوي دي، چي پښې يې يخ سوځلي وي.

ليتوانيا په ۲۰۲۱ کال د مهاجرت د بحران په ترڅ کي د سپيني روسيې سره پر سرحد جګه کټاره جوړه کړه. ليتوانيايي چارواکو چي د سپيني روسيې پر امنيتي چارواکو کوم تورونه لګولي دي، په وينا يې د ثابت کولو لپاره ويډيو هم خپره کړل شوې ده.

ويل شوي چي ويډيو د لاووريسکس پر سرحدي پاټک باندي ثبت شوې ده. زياته شوې چي په ويډيو کي ښودل کيږي چي درې ماسکونه لرونکي کسان د کټارې تارونه پرې کوي، چي د ليتوانيايي چارواکو په وينا احتمالا د سپيني روسيې چارواکي دي. د ليتوانيايي چارواکو په وينا د سرحدي کټارې اغزي لرونکی تار په ځانګړو وسايلو پرې کړل شوی دی.

پر لیتوانیا د بخښني نړیوال سازمان سخت تورونه

هغوی زياته کړې چي په ويډيو کي ليدل کيدلای شي چي ماسک لرونکو کسانو د سرحدي کټارې د تار پرې کولو وروسته په ځنګل کي انتظار کوونکي مهاجر د ليتوانيا و سرحد ته واستول. دغه مهاجر وروسته په ليتوانيا کي ونيول شول. کله چي د دغو مهاجرو کنټرول وشو نو معلومه شوه چي هغوی د افغانستان ول. له دغو مهاجرو څخه درو يې له روغتيايي ستونزو شکايت کاوه چي وروسته روغتون ته يووړل شول. له هغوی څخه د دوو په هکله شک وو چي پښې به يې يخ سوځلي وي.

د ليتوانيايي چارواکو په وينا هغه افغان مهاجر چي دوی يې کنټرول وکړ، هغوی د سپيني روسيې يا بلاروس له چارواکو د تاوتريخوالي شکايت کړی دی. ليتوانيا د سرحد د ناقانونه ماتولو په تور تحقيقي پروسه پېل کړې ده. ليتوانيا د سپيني روسيې سره تقريبا ۶۸۰ کيلومتره اوږد سرحد لري. دغه سرحد د اروپايي اتحاديې باندنی سرحد هم دی.

بالتيک هېوادونو په ناټو کې د اوکراين غړيتوب څخه ملاتړ وکړ

اروپايي اتحادیې تر مخه د سپيني روسيې پر ولسمشر الېکساندر لوکاشېنکو تور لګولی وو چي د دغې اتحاديې له خوا د ورباندي لګول شوو بنديزونو په غچ کي ورته له ټولې نړۍ راغلي مهاجر د اروپايي اتحاديې د سرحد پر لور لارښوونه کوي. خو لوکااشېنکو دغه تورونه رد کړي.

ليتوانيا د مهاجرو په ياد بحران کي د سپيني روسيې سره پر خپل سرحد کټاره قوي کړه او د ۲۰۲۱ کال له اګست راهيسي د مهاجرو پر مخه دغه لاره بنده ده. خو پخپله پر ليتوانيا د مهاجرو د نه منلو او بېرته پر شا لېږلو له کبله سختې نيوکي شوي وې. د بې سرحده ډاکټرانو سازمان هم يو له تنقيد کوونکو څخه دی چي وايي ليتوانيا په ډېر زيات يخ کي بيا هم مهاجر داخلېدو ته نه پرېږدي او هغوی پر شا شړي.

آ./ا.ا./ن.ص.