1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له عسکرۍ تښتېدونکو روسانو مخ ته د اروپایی هیوادو تړلي دروازې

۱۴۰۱ مهر ۱۴, پنجشنبه

په زرو روسي نارینه له خپل ټاټوبي څخه تښتي. هغوی غواړي د عسکرۍ له مکلفیت او د اوکراین په جگړه کي له گډون څخه سرغړونه وکړي. خو ډیری اروپایي هیوادونه هغوی ته پناه نه ورکوي.

https://p.dw.com/p/4HqT9
Finnland Grenze Vaalimaa zu Russland | Einreise Menschen aus Russland
یو روسی تبعه له سره پاسپورټ سره د فنلنډ دسرحد مخي ته ولاړ دی انځور: Lehtikuva via REUTERS

د ګرجستان، فنلنډ او قزاقستان سرحد ته نیژدې د موټرونو اوږده کتارونه لیدل کیږي. سربستان، دوبۍ او حتی سپیني روسیې ته د الوتکي ټکټونه نور خلاص سوي دي. روسي نارینه وو په تیرو ورځو کي په بیړه سره خپل هیواد پرې ایښی تر څو له پوځي خدمت څخه وتښتي. د روسیې مشرتابه څو ورځي مخکی اعلان وکړ چی ځوانان دي عسکرۍ ته ولاړ سي تر څو د اوکراین په وړاندي تر فشار لاندي عسکر تقویه سي. خو په اروپا کي ډیری هیوادونه د دغه کار څخه د سرغړونکو په وړاندي خپلي دروازې تړي. فنلند په دې ترڅ کي خپل سرحدونه وتړل، نورو هیوادونو روسي مهاجرو ته د ویزې له ورکولو ډډه کړې. پوښتنه داده چي په منځنۍ او جنوب ختیځي اروپا کي حالت څه ډول دی؟

د چک جمهوریت له روسي جاسوسانو څخه بیریږي

د دغه هیواد ولسمشر میلوس زیمان د روسي ځوانانو د منلو خبره کړې ده، هغه وویل:«زه فکر کوم چي موږ به دغو کسانو ته هم لکه د اوکراییني مهاجرو په شان ویزه ورکړو.» زیمان تر تیرکال پوري لا د پوتین له پلویانو څخه وو ، خو اوس د هغه په یوه سرسخته دښمن بدل سوی دی. خو د هغه دغه خبري ډیر ژر د خلکو غوږو ته ورسیدې او هغوی یې حیران کړل.

 ويل سوي چي یوازي به د حکومت مخالفین ومنل سي خو له عسکري خدمت څخه سرغړونکي نه. خارجه وزیر یان لیپافسکي وایي:«هغه روسان چي له پوځي خدمت څخه ځان کاږي، د بشردوستانه ویزې حق نلري. هغه څوک چي له خپل هیواده له دې کبله تښتي چي نه غواړي د دولت له خوا مکلفیتونه پوره کړي، د بشردوستانه ویزې شرایط نه پوره کوي.» د لیپافسکي دغه وینا د CT24 د خبري آژانس په پاڼه کي په همدې نقل قول سره راغلې ده.

Tschechien I Außenminister Jan Lipavsky
د چک خارجه وزیر یان لیپافسکيانځور: Tomas Tkacik/ZUMA Wire/IMAGO

نوموړی خارجه وزیر د نورو ترڅنگ امنیتي اندیښنه هم لری. هغه وایي:» زموږ هدف به دا نه وي چي نامعلوم کسان به زموږ په هیواد کي گرځي ، دا کار به زموږ د هیواد امنیت له خطر سره مخامخ کړي. ښايی د هغوی په منځ کي روسي جاسوسان هم شامل وي.« نوموړی له ډیر وخته راهیسي هڅه کوي چي په اروپا کي د روسي استخباراتو اغیز کمزوری کړي. له همدې کبله د چک جمهوریت تیر کال د جاسوسۍ په تور شکمن روسي ډیپلوماټان له خپل هیواده وایستل.  نوموړي کسان په ۲۰۱۴ م کال کي د وسلو پر ډیپو باندي په برید متهم ول.

د چک جمهوریت پر اوکراین باندي د روسیې د برید د پیل راهیسي لا روسانو ته توریستي ویزه بنده کړې ده. د چک په پلازمینه کي د  اگست پر ۳۱ مه د اروپایي ټولني د خارجه وزیرانو په یوې غیر رسمي غونډه کي د دغه هیواد حکومت په یوې ناکامي هڅي سره وغوښتل چي په ټوله اروپايي ټولنه کي دي د روسی اتباعو له پاره د شینګین د ویزې ځنډول لازمي کړي. په آخره کي د اروپایي ټولني هیوادونه داسي یوه تفاهم ته ورسیدل چي ویزه باید بنده نه سي خو ورکول یې باید مشکل کړل سي. په هغه وخت کي خارجه وزیر لیپافسکي وویل چي:« دا یو ښه گام دی خو بیا هم کافي نه دی.»

Russland Georgien Flüchtende im Stau an der Grenze
روسي نارینه گرجستان ته د تیښتي پر مهالانځور: Yelena Afonina/dpa/TASS/picture alliance

پولنډ: مخالفین هو، له عسکري مکلفیت څخه سرغړونکي نه!

همدارنگه پولنډ هم د خپل هیواد د امنیت په هکله اندیښنه لري. د نوموړي هیواد د بهرنیو چارو وزیر زبیگنیف راو څرگنده کړه:« هم د امنیتي پالیسۍ اوهم  له اخلاقي نظره دا د منلو وړ نه ده چي دومره ډیر روسان دي ومنل سي.» د کورنیو چارو د وزیر مرستیال مارسین واسیک بیا خبرداری ورکړ چي په هغو کسانو کي چي «له مکلفیت څخه تښتي، ښایي د روسیې د استخباراتو غړي هم پټ سوي وي.»

د پولنډ په دولتي رسنۍ کي د صدراعظم د دفتر مشر میخال دورسکیک وویل:« موږ به هیڅ کوم روسی تبعه ونه منو چي تر اوسه یې د پوتین د حکومت ملاتړ کاوه او اوس ښایی جبهې ته د تگ له پاره مجبوره سوی وي او ځان دیموکراټ وښيی او غواړي روسیه پریږدي.»

Georgien | Lange Schlangen bei der Einreise aus Russland
له روسیې څخه د راوتلو پر مهال د خلکو کتارونهانځور: Davit Kachkachishvili/AA/picture alliance

په هرصورت،  پولنډ خپلي دروازې د هغو بشري فعالانو پر مخ نه تړي چي د سیاسي دلایلو له امله تر تعقیب لاندي وي. دا خبره د لومړي وزیر نیږدې همکار ماتیس موراویکي کړې ده.

پولنډ د سپتمبر پر ۱۹ مه لا د روسي اتباعو پر سفر سخت محدودیتونه وضعه کړل: له هغه راهیسي  روسي سیلانیان، تجاران، ورزشکاران او هنرمندان نه سي کولای نور دغه هیواد ته راسي. خو بیا یې هم سرحدونه د هغو کسانو له پاره چی له عسکري مکلفیت څخه ځان کاږي او یا هم د حکومت مخالفین دي په بشپړ ډول تړلي نه دي.

یونان: مخالفین به ونه منو

له یونان سره په سرحد کي تر اوسه پوري هیڅ کوم روسي پوځي نه دی لیدل سوی چی په یونان کي دي د پناه غوښتنه وکړي. هغوی باید د ترکیې له لاري راغلي وای، خو دغه لار د ټولو پناه غوښتونکو له پاره تړلې ده. که بیا هم له عسکري مکلفیت څخه سرغړونکي روسان تر یونان پوري ځانونه راورسوي، خو هغو کسانو ته به پناه ورنکړل سي چي نه غواړي په خپل هیواد کي د جبهې لیکو ته ولاړ سي. په یونان کي مخالفینو ته د مجرم په سترگه کتل کیږي او مجرمین په یونان کي د پناه ورکولو حق نلري. دا دلیل چی « نه غواړم د اوکراین په وړاندي وجنگیږم» کفایت نه کوي.

Griechenland | Anti Kriegs Protest in Thessaloniki
په یونان کی د جگړې پرضد مظاهرېانځور: Florian Schmitz/DW

په دې ډول به پناه هغو روسانو ته ورکول سي چي دا ثابته کړي چي په روسیه کي  تر مکلفیت مخکي د سیاسي، مذهبي او یا هم نورو دلایلو له امله ترتعقیب لاندي ول. همدارنګه په عمومي بحثونو کي هم دې ته آمادگي نه ښودل کیږي چي په جنگ کي دي له عسکري مکلفیت څخه سرغړونکو ته د هغو مخالفینو په سترگه وکتل سي چی د پناه غوښتني حق ولري. برعکس له هغوی څخه دا تمه کیږي چي هغوی په خپل هیواد کي پاته سي او وجنگیږي. که هغه د دښمن په وړاندي وي او که کوم دیکتاتور په وړاندي.

د روسیې په هکله بیا دا هم وراضافه کیږي ، هغه څوک چي اوس تښتي او یا هم تښتیدلي دي، پر هغوی باندي دا اعتماد هم نسته چي مخکي یې د پوتین او د هغه د جگړې مخالفت کړی وي.

آ./گ.غ.پ./ا.ا.