1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهفرانسه

فرانسه د چټکو اورګاډو پر شبکې باندې د برید پلټنه کوي

۱۴۰۳ مرداد ۵, جمعه

د فرانسې استخبارات د دغه هیواد په مختلفو سیمو کې د چټکو اورګاډو د پټلۍ د عمدي ګډوډولو د عاملینو د موندلو په لټه کې دي. پیښه په فرانسه کې د المپیک سیالیو تر پیل مخکې شوې چې له کبله یې د اورګاډو ګډوډي هم رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/4imlC
د فرانسې په مختلفو سیمو کې د چټکو اورګاډو پر شبکو باندې بریدونه شوي چې له کبله یې د اورګاډو تګ راتګ له اختلال سره مخامخ شوی دی،.
د فرانسې استخبارات د دغه هیواد په مختلفو سیمو کې د چټکو اورګاډو د پټلۍ د عمدي ګډوډولو د عاملینو د موندلو په لټه کې دي.انځور: Denis Charlet/AFP

د جمعې په ورځ د فرانسې د اورګاډي چلونې ملي شرکت اس. ان. سي. اف وویل چې د دغه هیواد د چټکو اورګاډو TVG پټلۍ شبکه د اور اچونې په شمول د «خراب کارۍ» د فعالیتونو له کبله له فعالیته لویدلې چې له کبله یې د ترانسپورټ خدمات هم ځنډیدلي دي.

په فرانسه کې دغه پیښه د سږنۍ اولمپیک سیالیو تر پیل څو ساعتونه مخکې پیښه شوې ده. تر پیښې وروسته د فرانسې استخباراتو د پیښې په تړاو خپل فعالیت پیل کړ. د معلوماتو له مخې داسې ښکاري چې دغه برید د داسې کسانو له لوري همغږي شوی چې د ریل پټلۍ د سیستم په هکله یې معلومات درلودل.

د چټکو اورګاډو شبکې اغیزمنې شوي

د فرانسېد ریل چلونې ملي شرکت په یوه ټویټري پیغام کې ویلي: «د چټکو اورګاډو شبکې د فلج کولو په هدف تر دغه ستر برید وروسته، ګڼ شمیر اورګاډي له دې لارې منحرف کړل شوي او یا یې تګ راتګ لغو شوی دی.»  د فرانسې دغه ملي شرکت زیاته کړې ده چې دغه وضعیت ښايي د روانې اونۍ تر پایه یعنې تر یکشنبې ورځې پورې دوام وکړي او په خبره یې د رغونې چارې هم پیل شوي دي. د نوموړي شرکت په حواله، د نن ورځې د سهار تر لومړنیو ساعتونو پورې شاوخوا ۸۰۰ زره مسافر له دغې پیښې اغیزمن شوي دي.

فرانسوي چارواکو ویلي چې د اورګاډو پر شبکو د ورانکارۍ تر دغو بریدونو وروسته سلګونه زره مسافر اغیزمن شوي دي.
د معلوماتو له مخې د نن ورځې د سهار تر لومړنیو ساعتونو پورې شاوخوا ۸۰۰ زره مسافر له دغې پیښې اغیزمن شوي ديانځور: Olivier Lejeune/MAXPPP/dpa/picture alliance

د فرانسې د ریل چلونې ملي شرکت د پیښې د ډول په هکله ویلي دي چې د شپې پرمهال، په دریو جلا پیښو کې په مهمو ستراتیژیکو موقعیتونو کې د کیبلونو باکسونه ویجاړ شوي دي. د معلوماتو له مخې، د لیلي او پاریس ترمنځ د اورګاډو کرښه هم د «اراس په سیمه کې اغیزمنه شوې او اورګاډي پر دغه مسیر له حرکت کولو راګرځول شوي دي. د پاریس او ختیځې فرانسې ترمنځ هم د اورګاډو پټلۍ د میټژ او نانسي په سیمه کې تر دغه راز برید لاندې راغلې چې له کبله یې د اورګاډو ترافیک ګډوډ شوی دی.

په عین وخت کې د پاریس په جنوب کې هم د دغه راز بریدونو هڅه شوې ده. د یوروسټار په نامه د اورګاډو چلونې شرکت بیا ویلي چې دوی د جمعې په ورځ د اورګاډو د پټلۍ په خپلو شبکو کې د راتلونکې شنبې او یکشنبې ورځې له پاره د خپلو ټولو فعالیتونو یو پر څلورمه برخه فعالیتونه ځنډولي دي او له مسافرو یې غوښتي چې د امکان په صورت کې خپل سفرونه د بل وخت له پاره پلان کړي.

د پیښې تر شا څوک کیدلی شي؟

د فرانسې لومړي وزیر ګابریل اتال د ایکس په نامه په ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې لیکلي دي چې د هیواد استخباراتي خدمات د پیښې د عاملینو د موندلو له پاره بسیج شوي دي. نوموړي د ګډوډۍ دغه بریدونه «د سبوتاژ کولو کار» بللی، داسې بریدونه چې په خبره یې همغږي شوي ول او امادګي ورته نیول شوې وه.

بل لوري ته په فرانسه کې امنیتي ځواکونو ته د لوړې درجې احضاراتو امر شوی دی، څو په تیرو سلو کلونو کې په لومړي ځل په فرانسه کې کیدونکي د المپیک سیالیو امنیت خوندي کړي. تر اوسه پورې فرانسوي چارواکو د پیښو د عاملینو په هکله څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې په فرانسه کې د اورګاډي شبکې د ښي اړخو فرانسوي انارشي غوښتونکو له لوري هدف ګرځول شوي دي. د دې سربیره، پر روسیه باندې هم د دغه برید شک کیږي. د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون، تر دې وړاندې ویلي ول چې مسکو د اولمپیک سیالیو باندې د برید له پاره پلانونه جوړوي.

دا هم په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ فرانسوي پولیسو په پلازمینه پاریس کې یو روسی وګړی نیولی وو. پر نوموړي د المپیک سیالیو پر مهال د نا امنۍ د پیښو د پلانولو شک وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل