1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا پارلماني ټاکنې؛ ښي اړخي ګوندونه مخکښ دي

۱۴۰۳ خرداد ۲۱, دوشنبه

د اروپا د پارلماني ټاکنو د وروستیو نتیجو له مخې د آلمان په فرانسې، اتریش او ایټالیا کې ښي اړخي او پوپولیست گوندونو د تیر په پرتله ډیرې رايې ترلاسه کړي. په فرانسه کی بیا ماکرون پارلمان منحل کړی.

https://p.dw.com/p/4grIq
Belgien Brüssel | Ursula von der Leyen bei der Europäischen Volkspartei
انځور: Piroschka van de Wouw/REUTERS

د اروپا د پارلماني انتخاباتو وروسته، سیاسي ډگر د ښي اړخي خواته اوښتی دی. د اروپايي اتحادیې  په ډیریو هیوادونو کې ښي اړخه گوندونه او پوپولیسټان پر دې بریالي سوي چې د تیرې دورې په پرتله ډیرې رایې په لاس راوړي او په ځینو هیوادونو کې تر نورو ګوندونو غښتلي سوي دي.

د وروستیو رسمي نتیجو له مخې د آلمان له پاره بدیل گوند «اې. اف. دې» په تیرو میاشتو کې پر بیلابیلو رسواييو سربیره، وکولای سول ۱۵ اعشاریه ۹ سلنه رایې په لاس راوړي او په دغو ټاکنو کې یې دوهم مخکښ مقام ترلاسه کړی دی. دغه گوند چی د خپلو «غیر ډیموکراټیکو» اهدافو له امله تر سخت انتقاد لاندې دی، د جرمني په ختیځو ایالتونو کې په یو له تر ټولو غښتلیو ګوندونو بدل شوی دی.

په آلمان کی د اروپا د پارلمان د ټاکنو تر ټولو ستر گټونکی د ډیموکراټ او مسیحي سوسیال د گوندونو اتحاد وو چې د آلمان د دولت له ائتلافي گوندونو څخه مخکښ سو او په پایله کې یې وکولای سول ۳۰ سلنه رایې په لاس راوړي.

د ائتلافي دولت د گوندونو له پاره ستره ماته

د رسمي نتایجو د اعلان له مخې، په آلمان کې د حاکم ائتلافي حکومت اړوند گوندونه له سترې ماتې سره مخامخ سوي دي. په دغو ټاکنو کې د آلمان سوسیال ډیموکراټ گوند، ۱۳ اعشاریه ۹ (د تیرې دورې په پرتله یو اعشاریه ۹ سلنه کمې رایې)، زرغون گوند ۱۱ اعشاریه ۹ (د تیرې دورې په پرتله ۸ اعشاریه ۶ کمې رایې) او د آزادو ډیموکراټانو گوند ۵ اعشاریه ۲ (د تیرې دورې په پرتله صفر اشاریه ۲ سلنه لږې) رایې په لاس راوړي دي.

د «سارا واگن کنشت» له لوري نوي جوړ سوي گوند چې د اول وار له پاره یې په دغو انتخاباتو کې ګډون کړی وو، وکولای سول ۶ اعشاریه ۲ سلنه رایې په لاس راوړي او په دې توګه ان له آزاد ډیموکراټ گوند څخه مخکې سوی دی.

په داسې حال کې چې د آلمان له پاره بدیل گوند «اې. اف. دې» د وروستیو نتایجو له مخې دوهم مقام خپل کړی، په ځینو هیوادونو کې ښي اړخه او پوپولیسټ یا ملت پاله گوندونه په تر ټولو پیاوړو گوندونو بدل شوی دی. په ایټالیا، فرانسه او اتریش کې دغه راز ګوندونه تر پخوا پیاوړي شوي دي.

په فرانسه کې سیاسي زلزله

د اروپا د پارلماني ټاکنو د نتایجو تر اعلان وروسته فرانسه له یوې سیاسي زلزلې سره مخامخ سوه. د »ملي اتحاد« ښي اړخه پوپولیستي گوند، چې مشري یې ماري لوپین کوي، د ۳۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره، تر ټولو پیاوړی گوند سوی. دا په داسې حال کې چې د فرانسې د ولسمشر، امانویل ماکرون د «رنساس» گوند یوازې ۱۶ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.

ماکرون  تر دغې سترې ماتی وروسته، دفرانسې پارلمان منحل کړ او په یوه تلویزیوني وینا کې یې په دغه هیواد کې د جون پر دیرشمه د نوو پارلماني انتخاباتو د ترسره کولو خبر ورکړ. د دغو ټاکنو دوهمه دوره هم د جولای پر ۷مه په پام کې نیول سوې ده.

د فرانسې ولسمشر د اروپا د پارلمان د ټاکنو د نتایجو تر اعلان وروسته، د هغو گوندونو له پاره له « ناخوښه» نتایجو څخه خبره وکړه چی د «اروپا ملاتړي او مدافعین» دي.

د فرانسې  د کورنیو چارو وزیر، ژرالد دارونین د دغه خبر تر اعلان وروسته ویلي: «دغه پریکړه سمه وه او د ولسمشر د تواضع څرگندونه کوي». د نوموړي په خبره فرانسویان اوس باید پریکړه وکړي چې غواړي څه ډول یو شخص پر هغوی باندې حکومت وکړي.

په اتریش او ایټالیا کې د ښي اړخو بری

د اروپا د پارلمان د ټاکنو د رسمي پایلو له مخې، د «اتریش د آزادۍ گوند» چې یو ښی اړخه او پوپولیسټ گوند دی، د ۲۵ اعشاریه ۷ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره، د «اتریش د خلکو گوند» په نوم محافظه کاره گوند څخه مخکې سوی او د دغه هیواد په تر ټولو پیاوړي گوند واوښت.

په ایټالیا کې هم د «ایټالیا وروڼه» په نوم ښي اړخه گوند چې مشري یې د دغه هیواد لومړی وزیر، جورجیا ملوني پرغاړه لري، لږ تر لږه ۲۷ سلنه رایې ګټلي او تر ټولو پیاوړی گوند سو. دا په داسې حال کې چې دغه گوند د اروپا د پارلمان د انتخاباتو په تیره دوره کی یوازې ۶ سلنه رایې ترلاسه کړې وې.

د سخت دریځو پر وړاندې «قوي دیوال»

د اروپا د پارلمان په انتخاباتو کې د ښي اړخو او پوپولیسټي گوندونو پر بري سربیره، محافظه کاره او ښي اړخه منځلاري گوندونه د اروپا په پارلمان کې په تر ټولو سترې سیاسي ډلې بدل شوي دي. دوی په دغو ټاکنو د اروپا په پارلمان کې د خپلو ګټلو څوکیو شمیر اوس له ۱۷۶ څخه ۱۸۴ ته لوړ کړ.

د جرمني د ډیموکراټ مسیحي له گوند څخه، د اروپایې تولنې د کمیسیون مشرې، اورزولا فون در لاین چې د محافظه کارانو له اصلي نوماندانو څخه وه، د ولسي گوندونو د بري خبره وکړه او اعلان یې وکړ چې د هغې فراکسیون یا سیاسي ډله به د ښي اړخو او کیڼ اړخو پر وړاندې یو«قوي دیوال» جوړ کړي.

د اروپا په پارلمان کې دوهم ستر فراکسیون یا سیاسي ډله اوس هم سوسیال ډیموکراټان دي چې په دغه سیاسي بڼسټ کې له ۷۲۰ چوکیو څخه ۱۳۹ په اختیار کې لري. زرغون او آزاد ډیموکراټ فراکسیونونو بیا برعکس سخته ماته وخوړه او یو شمیر چوکۍ یې له لاسه ورکړي دي.

هغه افغان خبریاله چې د اروپا پارلمان ته يې ځان کانديد کړی

GP/KH/DW.Farsi