1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستفرانسه

د فرانسې په لاریونونو کې له زرو ډیر افسران ټپیان شوي

۱۴۰۲ فروردین ۱۳, یکشنبه

د فرانسې داخله وزیر ګیرالډ درمانین د یکشنبې په ورځ وویل چې په ټوله فرانسه کې د مظاهرو او احتجاجونو په نتیجه کې له زرو ډیر پولیس او اور وژونکي ټپیان شوي دي. په دغه هيواد کې د تقاعد د عمر پر سر احتجاجونه روان دي.

https://p.dw.com/p/4PbMV
Frankreich Protest gegen Rentenreform Bildergalerie
انځور: Moritz Thibaud/abaca/picture alliance

وروسته له هغه چې د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون په دغه هیواد کې د تقاعد عمر له ۶۲ څخه ۶۴ ته لوړ کړ، په ټوله فرانسه کې د دې پریکړې پر خلاف لاریونونه او احتجاجونه را وپاریدل.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ګیرالډ درمانین د ژورنال دو دیمانچ (JDD) په نامه یوې فرانسوۍ ورځپاڼې ته وویل چې د مارچ په میاشت کې د لاریونونو له پیل راهیسې په مجموعي ډول ۱۰۹۳ تنه پولیس افسران او د اور وژنې د ټیمونو غړي ټپیان شوي دي. نوموړي یادې اونیزې ورځپاڼې ته چې د هرې یکشنبې په ورځ خپریږي، وویل چې په دې موده کې د اور وژنې ۲۵۷۹ پېښې او پر عامه ودانیو ۳۱۶ بریدونه شوي دي.

درمانین د ټپي شویو مظاهره کوونکو دقیق ارقام ورنه کړل، خو ویې ویل چې له ۳۶ افسرانو څخه زور د استفادې په تور تحقیقات کیږي. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر همدا راز هغه تورونه رد کړل چې ګواکې د پولیسو افسرانو د مظاهره چیانو په وړاندې له قهر او غوسې کار اخیستی او دا چې د مظاهرو د کنترول له پاره غیر متناسب ځواک کارولی دی. نوموړي په خپلو خبرو کې همدا راز زیاته کړه چې د مظاهرې په حق کې د تاوتریخوالي د کارولو حق شامل نه دی.

د فرانسې داخله وزیر درمانین وویل کله چې سوله ایز لاریونونه په تاوتریخوالي بدل شي د قانون پلي کونکي ځواکونه بیا اړ دي چې مداخله وکړي.
د فرانسې داخله وزیر درمانین وویل کله چې سوله ایز لاریونونه په تاوتریخوالي بدل شي د قانون پلي کونکي ځواکونه بیا اړ دي چې مداخله وکړي.انځور: Jeremias Gonzalez/AP Photo/picture alliance

درمانین وویل کله چې سوله ایز لاریونونه په تاوتریخوالي بدل شي د قانون پلي کونکي ځواکونه بیا اړ دي چې مداخله وکړي. په فرانسه کې د تقاعد د عمر د لوړولو پر ضد لاریونونه چې د څو اونیو راهیسې سوله ایز وو، د مارچ په ۱۶ په تاوتریخوالی بدل شول. دغه لاریونونه هغه مهال په توتریخوالي واوښتل کله چې د فرانسې حکومت په پارلمان کې له رایې پرته د جنجالي اصلاحاتو د عملي کولو له پاره فشار ډیر کړ. دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې د اساسي قانون شورا لا هم پر دغو اصلاحاتو بیا کتنه کوي.

په ورته  وخت کې په فرانسه کې د سوداګرو اتحادیې د پنجشنبې په ورځ په ټول هیواد کې د لسمې ورځې د اعتصاب او لاریونونو غږ کړی، دا په داسې حال کې چې حکومت د اصلاحاتو په برخه کې د لویو امتیازاتو د ورکولو له پاره کوم زیګنال نه دی ورکړی. په فرانسه کې دغه اعتصابونه د عامه ژوند او د هوایي ترافیک د ګډوډیدو هم سبب شوی دی. سربیره پر دې د پټرول سټیشنونو ته د تیلو رسول په ځینو ځایونو کې اغیزمن شوي.

پر همدې موضوع زموږ له آرشییف څخه: 

ډي. پې. اې/خ.ح / ا.و.ا