1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوډان

سوډان: رقیبو ډلو ملکيانو ته د بشري مرستو پر رسولو توافق کړی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۲, جمعه

د سوډان په جګړه کې ښکيلو دواړو خواوو په جده کې د يوې اونۍ مذاکراتو په نتيجه کې د ملکيانو پر خونديتوب هوکړې ته رسېدلي او دغه راز د برېښنا، اوبو او نورو اساسي خدماتو د بېرته فعالیدو پر موضوعاتو ېې هم خبرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/4RGYL
د سوډان په جګړه کې ښکيلو دواړو خواوو په جده کې د يوې اونۍ مذاکراتو په نتيجه کې د ملکيانو پر خونديتوب هوکړې ته رسېدلي
د سوډان په جګړه کې ښکيلو دواړو خواوو په جده کې د يوې اونۍ مذاکراتو په نتيجه کې د ملکيانو پر خونديتوب هوکړې ته رسېدليانځور: Mohamed Nureldin/REUTERS

امريکايي چارواکي وايي چې د سوډان مخالفانو  پوځي ډلو بلاخره تېره شپه ناوخته د ملکیانو د خوندیتوب او بشري مرستو د رسولو اړوند یو تړون باندې توافق وکړ، خو پر اوربند لا نه دي سلا شوي. خو تازه رپوټونه وايي چې د جمعې په ورځ خرطوم کې بېا د توپونو ډزې او بمبارۍ شوي دي.

د سوډان حکومتي پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو رقيبې ډلې یې پر دې توافق کړی چې په راتلونکو مذاکراتو کې به د یو موقت اوربند د رامنځ ته کېدو له پاره کار کوي. د سوډان په جګړه کې د دواړو ښکيلو خواو ترمنځ دغه مذاکرات، د سعودي عربستان په جده ښار کې د کوربه هیواد، امریکا متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو په منځګړيتوب ترسره شوي او دغه توافق د ېوې اوونۍ خبرو اترو وروسته شوی دی. د امریکا سفارت دغه مذاکرات په کافي اندازه سخت ښودلي دي.

په دې اړه په تازه اعلاميه کې ویل شوي دي: «موږ یو ځل بیا په هر وخت کې د ملکیانو د امنيت د تضمین له پاره پر خپلې ژمنې ټينګار کوو، له هغې جملې له فعالو جنګي سيمو څخه د ملکيانو د خوښې استقامتونو پر لور د هغوي داوطلبانه وتلو ته اجازه ورکول ورکوو.»

ورته نور ولولئ: د سلګونو زرو سوډاني کډوالو په اړه خبرداری

په سوډان کې د رقیبو پوځي جنرالانو تر منځ جګړه کې تر اوسه یې يوه میاشت نه ده پورې شوې، له ۷۵۰ ډير کسان وژل شوي. د ملګرو ملتونو سازمان د ارقامو پر اساس، په دغه موده کې نژدې ۷ نیم لکه کسان په داخل کې بېځایه شوي او له یونیم لک ډېر نور د هیواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

د جګړې په جریان کې بشري مرستې محدودې او د بشري خدماتو اړوند ۱۸ کارکونکي وژل شوي دي. له بلې خوا په پلازمینه خرطوم کې د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان (WFP) د سلونو زرو امریکايي ډالرو په ارزښت خوراکي مواد هم لوټ شوي دي.

د اوبو او برېښنا شبکو فعالیدو ته هېلې  

په تړون کې د ملکیانو د حفاظت د ژمنې علاوه، د برېښنا، اوبو او نورو اساسي خدماتو د بېرته فعالولو له پاره هم ژمنتياوې ښودل شوي دي. له روغتونونو څخه د امنيتي ځواکونو د وتلو او د مړه شوو کسانو د «با عزته تدفین» پر موضوع هم خبرې شوي دي.

په چاد کې د خوړو نړیوال سازمان فعالیت - د ۲۰۲۳م کال د اپریل په ۲۶مه اخیستل شوی انځور
په چاد کې د خوړو نړیوال سازمان فعالیت - د ۲۰۲۳م کال د اپریل په ۲۶مه اخیستل شوی انځورانځور: Mahamat Ramadane/REUTERS

ورته نور ولولئ: سعودي او امریکا د سوډان په شخړه کې د منځګړیتوب هڅه کوي

یوه امریکايي چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وويل: «دا د اوربند له پاره خبرې نه، بلکې یوازې د نړیوالو قوانینو پراساس د هغوی د ژمنو اثبات دی. په ځانګړې توګه ولسي خلکو سره د چلن او بشري مرستو له پاره د شرایطو برابرولو پر اړتیا ټينګار شوی دی.»

دغه امریکايي چارواکي دا هم وويل چې په دغو خبرو اترو کې د یو لس ورځني اوربند وړاندیز هم شوی او تمه ده چې ښکيلې خواوې د اوږدې جګړې د پای ته رسولو له پاره مذاکراتو ته مخه کړي. هغه زیاته کړه: «موږ د دغه سند لاسیلک کولو ته ډېره محتاطانه هیله مندي لرو، چې له دې کار سره به د مرستو برابرولو ماحول مهیا شي، خو دمګړۍ دواړه خواوې له [دا ډول یو ماحول] څخه «ډېرې لرې» دي.

د دواړو ښکيلو خواو استازو همدارنګه د لومړي ځل له پاره د امریکا متحده ایالاتو او سعودي عربستان له خوا له اوربند څخه پر نظارت هم توافق کړی دی.

ورته نور ولولئ: له سوډانه د رايستل شویو افغانانو دویمه ډله کابل ته رسېدلې

د سوډان پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ډله، دواړه پخواني مشر، عمر البشیر تاسیس کړي او هغو ته ېې په ښه توګه انکشاف ورکړی. خو په عین حال کې د دغو برخو جنرالانو په ۲۰۱۹م کال کې په ګډه د ديکتاتور عمر البشير په پرزولو کې هم برخه واخیسته.

اوس مهال دغه دواړه ډلې د یو ملکي حکومت د ایجاد له پاره په پوځ کې د دواړو ځواکونو د ادغام پر موضوع اختلاف لري چې پر سر ېې ترمنځ جګړه روانه ده.

ځینو امریکايي قانون جوړونکو او ديپلوماتانو خبرداری ورکړی چې دغې جګړې دیموکراسي پلوه ډلې شاته ټېل وهلي دي. سناتور کریس کونز چې د امریکا متحده ایالتو ولسمشر، جو بايدن، ته نژدې کس دی، د چهارشنبې په ورځ وويل چې «موږ داسې ډلو ته د ملکي حکومت د قیادت اجازه نه ورکوو چې د عمر البشير پر وړاندې ېې د بغاوت مشري کړې ده.»

خو تازه رپوټونه وايي چې دواړوه خواوې د دغه توافق په عملي کولو کې پاتې راغلي او پلازمینه خرطوم د جمعې په سهار د بمباريو او د توپخانه ېې ډزو شاهد وو. رويټرز خبري آژانس ليکي د خرطوم ښار یو اوسیدونکي، ۳۹ کلن محمد عبدالله وويل: «موږ هیله مند شولو چې دغه توافق به آرامي راولي، خو موږ د توپونو په ډزو او بمباريو سره له خوبه راپاڅېدلو.»

دویچه ویله ا/م.ک.ص./ب.ص.

دلته زموږ له آرشیف څخه د سوډان په هکله یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: