1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيافریقا

سعودي او امریکا د سوډان په شخړه کې د منځګړیتوب هڅه کوي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۶, شنبه

د سعودي عربستان او امریکا متحده ایالاتو په حواله د سوډان دواړه متخاصم اړخونه نن د شنبې په ورځ سعودي عربستان ته رسیږي. په پلازمېنه جده کې د دواړو اړخونو د استازو ترمنځ ابتدایي خبرې اترې پلان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4QzIu
Saudi-Arabien Dschidda Wolkenkratzer
انځور: Ayman Yaqoob/AA/picture alliance

په پام کې ده چې په جګړه کې د ښکیلو اړخونو یعنې د سوډان د پوځ او «آر اس اف» یا د چټک ملاتړ ځواکونو د استازو ترمنځ مقدماتي خبرې اترې د شنبې په ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه جده کې د سرې بحیرې ساحل سره ترسره شي.

له سوډانه د رايستل شویو افغانانو دویمه ډله کابل ته رسېدلې

د سوډان د پوځ په وینا د جمعې په ماسپښين یې یو پلاوی جدې ته استولی دی. د «آر اس اف» ملیشه و په لومړي سر کې په دغه غونډه کې خپل ګډون نه و تائید کړی. دواړو خواو ویلي وو چې یوازې د بشردوستانه اوربند په اړه مذاکراتو ته لیواله دي، خو نه د جګړې پای ته رسولو په هکله.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

دا په داسې حال کې ده چې د اوربند موافقتنامه تر اوسه پورې څو ځله نقض یا تر پښو لاندې شوې ده.

Sudan | Kämpfe in Khartum
په سوډان کې د متخاصمو اړخونو ترمنځ د اوربند موافقتنامه تر اوسه پورې څو ځله نقض یا تر پښو لاندې شوې ده.انځور: AFP/Getty Images

د ملګرو ملتونو سازمان په وینا تر ۱۰۰ زرو ډیر خلک په سوډان کې د جګړې له امله ګاونډیو هیوادونو ته مهاجر شوي دي. د روان کال د اپریل په ۱۵ د کله راهیسې چې د سوډاني پوځ او  «آر اس اف» ملیشه ډلې ترمنځ جګړې شدت موندلی دی، ډیر شمیر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په سوډان کې جګړه او د تخليې دوام

د وروستیو شمیرو له مخې په سلګونو انسان په یوه خواشينونکي مبهم وضعیت کې وژل شوي او زرګونو نور ټپیان شوي دي. نړیواله ټولنه اندېښمنه ده چې سوډان به په داسې یوه کورنۍ جګړه کې را ګیر شي چې کیدای شي د ټولې سیمې د بې ثباته کیدو سبب شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص