1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سروې: نيمايې افغان کورنۍ په خپلو ماشومانو کار کوي

۱۴۰۱ مهر ۱, جمعه

د ماشومانو د ژغورنې سازمان يوه تازه سروې وايي چې دا وخت د افغانستان نيمايي کورنۍ د نفقې پېدا کولو له پاره ماشومان په کارونو ګمارلي دي. په سروې کې د خښتو په بټيو کې سخت کارونو ته اشاره شوې چې افغان ماشومان پکې مصروف دي.

https://p.dw.com/p/4HGPz
 د خښتو پخولو په بټيو کې کار کول حتی د بالغو افرادو له پاره سخت دی، اما تقریباً په ټولو کې ېې د څلور او پنځو کلونو ماشومان کار کوي
د خښتو پخولو په بټيو کې کار کول حتی د بالغو افرادو له پاره سخت دی، اما تقریباً په ټولو کې ېې د څلور او پنځو کلونو ماشومان کار کويانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

نبيله په ورځ کې لس ساعته یا تر هغه هم ډير وخت د خښتو په بټۍ کې په خټو ککړو لاسونو سره دروند کار کوي. هغه خټه جوړوي او د خښتو ډکه لاسي ګاډي چلوي. نبېلا اوس دولس کلنه ده او خپل نيم عمر ېې د خښتو بټۍ په کار کې تېر کړی دی. د نبيلا کورنۍ پخوا په جلال آباد کې اوسېده. هغه مهال هغه د پنځو يا شپږو کلونو وه چې د خپل والدين سره ېې د پاکستان پولې ته نژدې د خښتو په یوه بټۍ کې کار کاوه. اوس هغه د خپلو کارګرو ماشومانو په ډله کې په احتمال سره تر ټولو مشره ده.

د اسوشتید پریس په حواله، نبيلا په جلال آباد کې يو څه موده ښوونځي ته هم تللې، خو د کورنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله ېې نه ده تاوانېدلې چې ادامه ورکړي. نبېلا په ېوې نرمې مسکا سره وايي چې غواړي بیا ښوونځي ته ولاړه شي، خو نشي کولی، ځکه کورنۍ ېې د نفقې پېدا کولو له پاره د هغې کار ته اړتیا لري.

کوچنيان بايد دکاردارزانه قوی په حيث و نه ګمارل سي

د کابل ښار شمال ته د لوېې لارې تر څنګ د خښتو ډيرې بټۍ دي. دغه بټۍ د هغو ځایونو څخه یو دی چې ماشومان پکې ټوله ورځ په سختو کارونو بوخت وي. په دغو بټيو کې کار کول حتی د بالغو افرادو له پاره سخت دی، اما تقریباً په ټولو کې ېې د څلور او پنځو کلونو ماشومان کار کوي. دوی دلته له سهار وختي تر ماښام پورې د دوبي په ګرمه هوا کې د خپلو کورنيو تر څنګ کار کوي.

د افغان کارګر ماشومانو هيلي

نبېله وايي: «موږ له کار کولو پرته د بل هيڅ شي په هکله فکر نه شو کولی.»

هغه خلک چې د خښتو په بټيو کې کار کوي وايي چې د هرو زر خښتو د جوړولو په بدل کې د څلور ډالرو په اندازه پېسې ترلاسه کوي او که دوی سره ېې ماشومان برخه وانخلي دغه شمیر نه شي پوره کولی
هغه خلک چې د خښتو په بټيو کې کار کوي وايي چې د هرو زر خښتو د جوړولو په بدل کې د څلور ډالرو په اندازه پېسې ترلاسه کوي او که دوی سره ېې ماشومان برخه وانخلي دغه شمیر نه شي پوره کولیانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

۹ کلن محبت یو بل افغان ماشوم دی چې کار کوي. هغه په داسې حال کې چې د قره قل پوست يو پيټۍ انتقالوي، د درد او ستړیا احساس له کبله د ېوې شېبې له پاره خپل کار دروي. هغه وايي: «ملا مې درد کوي.»

په افغانستان کي ۲ ميليونه ماشومان درانه کارونه کوي

کله چې له محبت څخه په لومړي ځل پوښتنه وشوه چې څه هيله لرې، هغه وويل: «هيله څه شی ده؟» خو محبت تر لږ چوپتيا او فکر کولو وروسته وويل: «زه هيله لرم چې ښوونځي ته ولاړ شم او ښه غذا وخورم.» هغه وروسته بېا وويل: «زه هيله لرم چې ښه کار وکړم، تر څو موږ وشو کولی يو کور ولرو.»

د خښتو په بټيو کې سخت کارونه

د خښتو په بټیو کې ماشومان د خښتو پخښولو په مختلفو مرحلو کې کار کوي. دوی لومړی د خټې اماده کولو له پاره په بوشکو کې اوبه راوړي او بېا له لرګيو جوړ د خټو ډک قالبونه میدان ته انتقالوي. دوی قالبونه لمر ته خالي کوي تر څو ېې خښتې وچې شي. تر وچېدو وروسته له خاورو او پوټيو ډکې خښتې په لاس ګاډو کې د بټۍ منځ ته انتقالوي او هلته ېې په ترتیب د ديوال په څير دروي او تر پخېدو وروسته ېې بېرته په لاس ګاډو کې راوباسي.

د بټیو په هر ځای کې ماشومان ليدل کيږي چې د خښتو پر انتقال او سورت کولو بوخت دي. ماشومان همدغه راز د ډبرو سکرو په ایرو کې په لوګي وهلو تورو ګوتو د سکرو هغه ټوټې راټولوي چې کېدای شي لا هم د سوځلو له پاره ورڅخه کار واخیستل شي.

په افغانستان کې د کارګر ماشومانو شمیر پخوا هم لوړ وو، خو د څه باندې یو کال راهېسې چې پخوانی حکومت ړنګ او طالبان واکمن شوي، د دوی شمېر نور هم د ډېريدو په حال کې دی.

د کار کلک عزم خو له تريخ احساس سره

هغه خلک چې د خښتو په بټيو کې کار کوي وايي چې د هرو زر خښتو د جوړولو په بدل کې د څلور ډالرو په اندازه پېسې ترلاسه کوي او که دوی سره ېې ماشومان برخه وانخلي دغه شمیر نه شي پوره کولی
هغه خلک چې د خښتو په بټيو کې کار کوي وايي چې د هرو زر خښتو د جوړولو په بدل کې د څلور ډالرو په اندازه پېسې ترلاسه کوي او که دوی سره ېې ماشومان برخه وانخلي دغه شمیر نه شي پوره کولیانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

سيف دې چايلدرین یا د ماشومانو د ژغورنې سازمان له خوا تازه ترسره شوې سروې اټکل کوي چې د خراب معیشت له کبله دا وخت په افغانستان کې نيمايي کورنۍ مجبوره شوي چې د کورنۍ د نقې پېدا کولو له پاره په خپلو ماشومانو کار وکړي.

د کارګرو ماشومان برخلیک څه کیږي؟

دغه ماشومان د خپلو کورنيو د اقتصادي ستونزو او د هغوی د اړتیاو له مخې له یو تريخ احساس لرونکي عزم سره کار کوي. کله چې له هغوی څخه د لوبو ېا د لوبو د سامان په اړه پوښتنه وشي، د خپلو اوږو په پورته اچولو سره د حيرانتيا احساس کوي. په دوې کې ډير لږ شمیر ېې په ښوونځيو کې دي.

د سېمې شاوخوا آسمان د خښتو بټیو تور لوګي پر سر اخيستی دی. دغه کورنۍ د بټيو تر څنګ له خټو جوړ په خامو کورنو کې ژوند کوي. د اکثرو ورځني خواړه وچه ډوډۍ دی چې په چای کې ېې لمدوي.

تر تعلیم »ژوندی پاتېدل مهم دي«

رحیم درې ماشومان لري چې عمرونه ېې له ۵ تر ۱۲ پورې دي چې له هغه سره د خښتو په بټۍ کې کار کوي. د هغه اولادونه پخوا په ښوونځي کې ول، خو رحيم وايي چې له بد اقتصادي وضعیت له کبله ېې ماشومان په کار وګمارل. وې ويل چې له دې پرته ېې بل انتخاب نه درولود. هغه وايي: «بله لار نه وه. هغوی څنګه کولی شول چې ښوونځي ته ولاړ شي چې موږ د خوړلو له پاره ډوډۍ ونه لرو. ژوندي پاتي کېدل ډير مهم دی.»

د کار نړیوال سازمان: نیم میلیون افغانانو خپل کارونه له لاسه ورکړي

هغه خلک چې د خښتو په بټيو کې کار کوي وايي چې د هرو زر خښتو د جوړولو په بدل کې د څلور ډالرو په اندازه پېسې ترلاسه کوي. د دوی په خبره، که يو بالغ شخص په یوازې سر کار وکړي نشي کولی په دغه شمېر کې خښتې ووهي اما که ماشومان ېې ورسره مرسته وکړي، بیا کولی شي په ورځ کې تر ۱۵۰۰ پورې خښتې ووهي.

يو میلیون افغان کارګر ماشومان

Afghanistan Kinderarbeit Ziegelfabrik
د آرشیف انځور - یوه ماشومه د خښتو په بټۍ کې د ایرو له منځه د سکرو هغه ټوټې راټولوي چې کېدای شي لا هم د سوځلو له پاره ورڅخه کار واخیستل شيانځور: DW/O. Didar

د ماشومانو د ژغورنې سازمان په خپله سروې کې وايي چې له دسمبر څخه تر جون میاشتې پورې د هغو کورنيو فیصدي چې ماشومانو باندې ېې له کوره بهر کار کوي، له ۱۸ څخه ۲۲ ته پورته شوې ده. په دې حساب، په ټول افغانستان کې يو ميلیون ماشومان شته چې کار کوي. ۲۲ سلنه ماشومانو ويلي دي چې له دوی څخه د کورنۍ سوداګرۍ په برخه کې او یا هم په کارخانو کې د کارکولو غوښتنه شوې ده.

په تورخم کې د مزدور ماشومانو سخت ژوند

په دغه سروې کې د افغانستان په ۷ ولایتونو کې تر ۱۴۰۰ زيات ماشومان او ۱۴۰۰ ډير د کورنیو مشران پوښتل شوي دي. دغو افغانانو په افغانستان کې د معیشت سقوط ته هم اشاره کړې ده. د جون په میاشت کې د سروې شوو کورنيو ۷۷ سلنې ېې ويلي وو چې خپل نیمايي یا له نيمايي ډير عواید ېې له لاسه ورکړي په داسې حال کې چې په دسمبر میاشت کې دغه رقم ۶۱ سلنه وو.

له سختو کارونو سره عادت

د خښتو په بټیو کې د کارګرو ماشومانو مخونه دوړو پوښلي دي. ځينې ماشومان نشي کولاي حتی خپلې سترګې لوڅي کړي، خو بيا هم خپلو کارونه ته ادامه ورکوي. په وروستيو ورځو کې د خښتو په یوه بټۍ کې د څو شيبو له پاره باران وشو چې ماشومان ورته خوښ ول. باران ماشومان لامده کړل، یوه ماشوم چې له ځانه ېې خټې لرې کولې، د نورو ماشومانو په څير وويل تر هغې ېې چې کار نه وي خلاص کړی، نشي کولی کور ته ېې ولاړ شي. هغه وويل: «موږ دغو حالاتو سره عادت شوي يو» او بيا ېې پر نور هلکانو غږ کړ: «کوشش وکړئ، چې کارونه خلاص کړو.»

ا/م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف څخه په ورته موضوع یو انځوریز البوم هم کتلی شئ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل