1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تورخم کې د مزدور ماشومانو سخت ژوند

امید دیدار
۱۴۰۱ مرداد ۱۰, دوشنبه

په تورخم کې په سختو کارونو د بوختو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې په داسې حال کې ډېرېږي چې د طالبانو په واکمنۍ کې د خلکو اقتصاد مخ پر ځوړ او د بې کارۍ کچه پر لوړېدو ده.

https://p.dw.com/p/4EiZQ
Afghanistan | Pakistan | Grenzübergang in Torkham
انځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي وايي، تورخم ښارګوټي کې په سختو کارونو د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی او دوی په «ډېر ناوړه» حالت کې درانه کارونه کوي.

دوی وايي، دغه ماشومان د تورخم او دغه بندر ته له نیږدې ولسوالیو څخه کارونو ته ځي او په کمو پیسو کار کوي.

د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ یو اوسېدونکی تنظیرالله افغان چې اوس په تورخم کې کار کوي دویچه ویله ته وویل چې دغه ماشومان د ځینو ځايي سوداګرو له لوري په موټرو کې ماښام ته نیږدې وړل کېږي او ټوله شپه له کرښې دواړو اړخونو ته مالونه وړي، راوړي.

دی وايي، په دې ماشومانو کې آن څلور، پنځه کلن ماشومان هم شته چې د شپې مهال د سوداګرو مالونه اړوي: «د ماشومانو بیروبار بیخي ډېر شوی دی. کارونه یې ټول د شپې وي. اکثره د ډریورانو له لوري وهل کېږي هم. هلکان او نجونې پکې شته. درې کلن ماشومان هم پکې شته، چې ایله خبرې کولی شي او دوی غوټې ورکوي او اړوي یې.»

تنظیرالله افغان وايي، د دې ماشومانو له کورنیو سره یې خبرې هم شوي او هغوی دا دلیل نیسي، چې بل کار نشته او اړ دي، چې ماشومان یې کار وکړي. وايي، ډېر کله ماشومان د لویو لاریو د ټایرونو دننه لوري ته ځانونه نښلوي.

هغه وویل: «اکثره د غټو موټرو ټایرونو کې ځان پټوي او تاوېږي پکې. اکثره تر موټرو لاندې کېږي هم، دوی سره موټروانان هم په جنجال وي، حالت یې بیخي خراب دی.»

په تورخم کې د طالبانو کمیسار سید غازي الله هاشمي دویچه ویله ته وویل، دغه بندر ته پر تورخم سربېره د ننګرهار له نورو ولسوالیو او آن لغمان او کونړ ماشومان هم د کار له پاره ورځي.

ده وویل، دا ماشومان ځآيي ټیکه‌داران او سوداګر ور ولي او هغوی ته کار کوي، خو دا چې دغه سوداګر څوک دي او ولې له ماشومانو ناوړه ګټه اخلي، په اړه یې کمیسار څه ونه ویل.

تورخم کمیسار د دویچه ویله د یوې پوښتنې په ځواب کې په لیکلې بڼه داسې ځواب ورکړی: «د تورخم ماشومان چې کله د قدم اخستو شي، دوی یې ګنډو ته راوباسي، حال دا چې اقتصادي مشکل یې نه وي. خو د دغو خلکو عادت جوړ شوی.»

کمیسار غازي الله هاشمي وايي، د تورخم ماشومانو ته ځانګړې پاملرنه نه کېږي.

ورته وخت کې د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رئیس فرید الله ثاقب دویچه ویله ته وویل، د دوی د وروستیو شمېرو له مخې، په تورخم کې تر ۲زره او پنځه سوه ماشومان په سختو کارونو اخته دي چې تر زرو هغو سره یې د دوی حکومت د یوې نادولتي موسیسې په همکارۍ نغدي مرسته کړې ده.

نوموړي وویل، یو پلاوی یې ګومارلی چې تورخم کې د ماشومانو حالت وڅېړي او له دغه حالته یې وباسي.

هغه وویل: «اوس یو پلاوی تعین شوی، چې له کمیسار او ښاروال سره خبرې وکړي او د دې له پاره یو حل وګوري. دوی ته د کار یو ترتیب لرو چې له شاقه کارونو یې مخنیوی وکړو.»

د کار او ټولنیز چارو ریاست ویلي دي چې په جلال اباد ښار کې هم پخوا په سختو کارونو د اخته ماشومانو شمېر زیات و؛ خو د دوی له لوري ډېرو ته د کسب زده کړې لنډ مهاله کورسونه جوړ شوي او اوس یې شمېریو څه کم شوی دی.

دغه ریاست په ټول ننګرهار کې په درنو کارونو د اخته ماشومانو کره شمېر نه لري.

له تېرې ورځې راهیسې پر خواله رسنیو د تورخم د کاریګرو ماشومانو ځینې انځورونه هم خپرېږي، چې دوی پکې په «ډېر بد» حالت کې لیدل کېږي.

په انځورونو کې ګڼ شمېر کم عمره ماشومان لیدل کېږي، چې له خپلو بوجیو سره په خاورو او خاشاکو کې ویده دي.

پر دغو عکسونو او تورخم کې د کم عمره ماشومانو پر اوسني حالت د خواله رسنیو پراخ غبرګونونه هم خپاره شوي دي.