1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوچنيان بايد دکاردارزانه قوی په حيث و نه ګمارل سي

۱۳۸۷ خرداد ۲۲, چهارشنبه

ډيرۍ تصدۍ په اګاهانه ډول دلويانو په پرتله ماشومان په خوشحالۍ د کارګر په توګه ګماري

https://p.dw.com/p/EHtW
په برما کي په ساختماني کارونو کي کوچنيانو ته د ورځي يو ډالر مزد ورکوي
په برما کي په ساختماني کارونو کي کوچنيانو ته د ورځي يو ډالر مزد ورکويانځور: picture-alliance/dpa

سي په اروپا کي دانظر کرار کرار لاره پيداکوي اوپه نړيوال ډول دملګرو ملتونو دموسسې د۱۹۸۹کال دموافقه ليک په اساس منځته راغلی دی، اووا يي چي: ماشومان بايد له اثتثماره څخه وساتل سي خودنړۍ په ډيرو هيوادو کي دانظر حاکم دی چي کوچنيوالی د ژوندانه هغه پړاو د ی چي دانسان وجود اوروان وده پکښي کوي جان ډون دملګرو ملتونو دموسسې ديونيسف همکاره وايي: ماشومان د داسي کسانو په حيث تعريف کيږي چي عمرونه يي له ۱۸ کالو څخه کم وي دا جمله د ملګرو ملتونودموسسې دماشومانو په موافقه ليک کي همداسي راغلې ده. اودماشومانو کار د داسي کار په توګه تعريف سوی چي ماشومان له زده کړي څخه پرېږدي، اودهغو په وده باندي خرابه اغيزه و کړي. د دې موافقه ليک له مخه ماشومان ترڅوچي ۱۴ کلن سوي نه يي، بايد د پيسو په مقابل کي کار و نه کړي اوسر له ۱۵ کلنۍ څخه يوازي پداسي ساحوکي کارکولای سي چي خطر نلری. خوسره له هغه هم دکار د نړيوالي ټولني دوينا د مخه په نړۍ کي څه ناڅه ۲۱۸ مليونه ماشومان کارکوي ، دهغو ډيری د کر هڼي په ساحه کی په کاراخته دي د کارد نړيوالي ټولني دماشومانود کار د له منځه وړلو دڅانګي همکارفرانک هاګه من وایی: يو خود ماشومانو فحشا، د هغو خرڅول،اوپه جګړوکي د ماشومانو موقعيت دی، کوم چي په جګړوکي برخه اخلي، اويا داچي ماشومان د پور ورکړل سويو پيسو په بدل کي کارکولو ته مجبوره کيږي، اويا جبري کارونه پری کيږي. دکارکونکو ماشومانو په سلوکي ۹۰ برخه په ډيرو سختو کارونو اخته دي. په ټوله نړۍ کي د ماشومانو د کاراصلي علت فقراوغريبي ده. ډيرۍ تصدۍ په اګاهانه ډول دلويانو په پرتله ماشومان په خوشحالۍ د کارګر په توګه ګماري، ځکه چي ډيرمزد نه غواړي، ترلاس لاندي اوتسليم دي، اوپه کارګري ټولنو کي هم نه غړي کيږي. د د دوی پلرونه اومندي که ډير اړ نوای خپل ماشومان به يي ددې پر ځای چي کار ور باندي وکړي په خوشحالۍ سره به يي ښونځی ته استولای. خود هاګه من د وينا له مخه داکورنۍ بل امکان نلري د ی وايی: دا د افريقايي ماشومانو لپاره ډيره سخته ربړه ده ،هم دهلکانو، او هم دنجونولپاره. د ايډز د ناروغۍ له امله د دوی مندي اوپلرونه که مړه نوي، خو تل بيا ناروغه وي، اود کارکولو توان نورنلری. هلته بيا ماشومان له خپلو ميندو اوپلرو سره مرسته نه کوي، بلکه پوره کارکوي اودهغو ژوند تامينوي. اودا په ريښتيا سره د ماشومانو کاردی. دغريبۍ څخه دراوتلو لپاره بايد ماشومان ښونځی ته دتللو ښه امکانات ولري. دا د ملګرو ملتونو دموسسې دماشومانو په هکله موافقه ليک کي هم راغلي دي.

د کار د نړيوالي ټولني د وينا سره سم د کارکونکو ماشومانو شمېر په دې وروستيو کلونو کي لږ سوی دی پداسي حال کي چي په ۲۰۰۰کال کي لا۲۴۵زرو ماشومانو کارکاوو،د وروستيو څېړنو اوشمېرنو د مخه چي په ۲۰۰۴ کال کي سوي دي شمېريي۶۵ مليونه لږ و. داخبره به چي ايا د کارکونکو ماشومانو شمېر به همداسي ورورو کم سي اوکنه؟ له هغو څېړنو څخه څرګنده سي چي په ۲۰۱۰ کال کي کېږي.