1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

«روسیې او ایران پر پوځي همکاریو موافقه کړې»

۱۴۰۲ شهریور ۲, پنجشنبه

د روسيې او ایران پوځي چارواکو د دواړو هيوادونو د پوځي همکاريو او په دې برخه کې د اړيکو پر زياتوالي موافقه وکړه. دا خبر په داسې حال کې خپریږي چې امریکا پر ایران فشار راوړی چې له روسیې سره پوځي مرستې بندې کړي.

https://p.dw.com/p/4VWt0
Flagge Iran Russland
انځور: Leonid Altman/Zoonar/picture alliance

د روسیې د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ (اګست ۲۳مه) اعلان وکړ چې د دغه وزارت له چارواکو سره د ایراني پلاوي په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پوځي همکاریو په اړه خبرې وسوې.

د انټرفاکس خبري اژانس راپور ورکړی دی چې د روسیې د دفاع د وزیر مرستیال الکساندر فومین د ایران د ځمکنیو ځواکونو له قومندان امیر کیومرث حیدري سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ «د پوځي ملګرتیاو د پراختیا په هکله موافقه وکړه چي د پوځي همکاریو په ډګر کې د اړیکو کچه لوړه کړي.»

د ایران د اسلامي جمهوریتد ځمکنیو ځواکونو قومندان د یوه پوځي پلاوي په مشرۍ د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ مسکو ته ولاړ.

دا اعلان په داسې حال کې کیږي چې متحده ایالاتو پر ایران فشار راوړی چې پر روسیې باندې د جنګي بې پیلوټه الوتکو پلور بند کړي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د پراخ « يو نا لیکل سوي تفاهم» په اړه د خبرو اترو د یوې برخې په توګه د ستونزو د کمولو او کنټرول له پاره د اوږدې مودې اټومي وړاندیزکړی دی.

ابراهیم رئیس له پوتین سره په ټیلیفون خبرې وکړې
ابراهیم رئیس له پوتین سره په ټیلیفون خبرې وکړېانځور: FarsNews

ځینو باخبرو سرچینو فایننشل ټایمز ته ویلي دي چې د بایډن ادارې دا مسله سږکال په قطر او عمان کې له ايران سره په غیر مستقیمو خبرو اترو کې راپورته کړې ده. د دغو سرچینو په وینا، دغه خبرې اترې د بندیانو د تبادلې د موافقې له خبرو سره په موازي ډول ترسره سوې دي، چې له مخې یې څلور ایراني الاصله امریکايي اتباع له زندان څخه په کور کې نظر بند دي.

د یوه ایراني چارواکي او یو بل کس په وینا چې په خبرو اترو کې  دخیل و، امریکا له ایرانه غوښتي چې روسیې ته د هغو بې پیلوټه الوتکو او همدارنګه د بې پیلوټه الوتکو د پرزو ورکړه ودروي چې مسکو یې داوکراین په جګړه کې کاروي.

ایران د پوځ لپاره بې پیلوټه الوتکې وړاندې کوي
ایران د پوځ لپاره بې پیلوټه الوتکې وړاندې کويانځور: Iranian Army/AP/picture alliance

د ایراني چارواکي په وینا، تهران چې په رسمي ډول په اوکراین کې د خپلو بې پیلوټه الوتکو کارول ردوي، په وار وار یې له مسکو څخه غوښتي چې په شخړه کې د دغو الوتکو ځای پرځای کول ودروي، خو واشنګټن غواړي «نور کوټلي ګامونه» واخلي.

تېر کال، سپاه پاسداران له روسي شرکت سره په کاشان کې د «ډرون سیالیو» د پیل اعلان وکړ. د اوکراین پر ضد جګړه کې د روسیې له خوا د ایرانۍ بې پیلوټه الوتکو کارولو ایران د امریکا، اروپايي ټولنې او بریتانیا له زیاتېدونکو بندیزونو سره مخ کړی دی.

ص.ز/ن.ز