1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران وايي، د کروز توغندیو ټکنالوژي ېې ترلاسه کړې

۱۴۰۲ مرداد ۱۹, پنجشنبه

ایران ادعا کړې چې د ږغ څخه لوړ د کروز توغندیو ټکنالوژي ته رسیدلی

https://p.dw.com/p/4UzTE
د ایران د فتاح په نوم د توغندیو انځور
د ایران د فتاح په نوم د توغندیو انځورانځور: IRNA

د ایران اسلامي جمهوریت وايي، د سوپرسونیک کروز توغندیو د نوي نسل د جوړولو ټکنالوژي یې ترلاسه کړې او د آزمایښت په حال کې دی.

که څه هم چې لوېديځ هیوادونه د دغه ډول توغندیز پروګرام  له پراختیا څخه اندیښمن دي، خو کارپوهان وايي ايران کله ناکله په دې برخه کې مبالغه کوي.

د ایران سپاه پاسداران پوځي ځواک ته نیږدې تسنیم خبري آژانس د چهارشنبې په ورځ د اګست میاشتي پر نهمه نیټه راپور ورکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د سوپرسونیک کروز توغنديو د ډیزاین او جوړولو ټیکنالوژي ترلاسه کړې ده.

د دغه راپور پر بنسټ ایران د کروز توغندیو د "نوی نسل" د آزمایښت د پروسې څخه تیریږي چې دا ېې د حکومت د دفاعي ځواک د نوي دور پیل دی.

ویل کیږې چې د یادې نوې ټیکنالوژۍ د ترلاسه کولو ارزښت دا دی چې د دې توغندیو سرعت لوړ او ورسره مقابله سخته ده.

تسنیم لیکلي: "په یادو سمندري کروز توغندیو کې د رام جیټ انجینونه کارول شوې او د دارنګه سوپرسونیک کروز توغندیو ترلاسه کول مهم او د پام وړ کار دی، ځکه چې دا نو د هر ډول شخړې په صورت کې د ایران د اسلامي جمهوریت د غبرګون ځواک ډیر ګړندی کوي او بل لور د دښمن د برید کوونکو ځواکونو څخه فرصت اخلي."

بلخوا رویټرز خبري آژانس بیا د دغه راپور په غبرګون کې لیکلي، چې ایران په منځني ختیځ کې یو له سترو توغندیزو پروګرامونو څخه لري نو ځکه خو د تهران د توغندیو د ظرفیت په اړه د دې خبر خپرېدل به د لوېدیځ اندېښنو ته لا لمن ووهي. په ځانګړې ډول دا چې تهران ادعا کړې چې کولای شي په سیمه کې د اسراییلو او متحده ایالاتونو اډې په نښه کړي.

آرشیف: د ایران د توغندیو زیرمي
آرشیف: د ایران د توغندیو زیرميانځور: YJC

ایران د هایپرسونیک توغندیو د نوې ټیکنالوژۍ خبر څو ورځې وروسته له هغه راپورته کوي چې د راپورونو له مخي له ۳ زرو څخه ډیر امریکایي سرتیري او د امریکا متحده ایالتونو سمندري کښتۍ د ایران حکومت له خوا د هورموز تنګي کې د سوداګریزو کښتیو د نیولو او ځورولو د مخنیوي لپاره سیمې ته استول شوې دي.

تیره میاشت، پنټاګون د ایران لخوا د سوداګریزو بار وړونکو کښتیو له درولو وروسته په سیمه کې د کلیدي اوبو د څارنې لپاره د یوې جنګي کښتۍ سره منځني ختیځ ته نورې اف ۳۵ او اف ۱۶ جنګي جټ واستولې.

رویټرز لیکي چې ایران د امریکا او اروپا له مخالفت سره سره خپل توغندیز پروګرام پراخوي خو لوېدیځ پوځي شنونکي وايي، دغه هېواد کله ناکله د خپلو توغندیو پر وړتیا مبالغه هم کوي.

د روان میلادي کال په جولای میاشت کې د ایران اسلامي جمهوریت د لومړي ځل لپاره خبر ورکړ چې د «فتح» په نوم هایپرسونیک توغندی یې جوړ کړی چې د غږ په سرعت له ۱۳ تر ۱۵ چنده چټک الوتلی شي او ۱۴۰۰ کیلومتره واټن څخه هدف ویشتلی شي.

د ایران سپاه او سمندري ځواکونو ته د ابو مهدي کروز توغندیو سپارل

د ایران جمهور ریس ابراهیم رئیسي هم ویلي، چې دغه توغندی به ېې هیواد پیاوړی، وژونکي ځواک به ېې زیات او د سیمې هېوادونو ته به امنیت او تلپاتې سوله راولي.

د ویلو ده چې هایپرسونیک توغندي په ټیټه ارتفاع کې الوته کوي، د مسير وړاندوینه او مخنیوی ېې ستونزمن دی. د ویلو ده چې د ایران د توغندیو پروګرام پراختیا او د هایپرسونیک توغندیو ترلاسه کول د ډیرو هیوادونو په تیره بیا د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیلو اندیښنه ده. اسراییل له دې ویره لري چې د ایران وسلې به اسراییلو ته د رسیدو وړتیا پیدا کړي.

د ایران د توغندیز پروګرام پراختیا په داسې حال کې دوام لري چې د تهران او د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې ترمنځ داټمي هوکړي د ژغورلو لپاره غیر مستقیمې خبرې اترې د تیرکال د سپټمبر میاشتې راهیسې ځنډول شوې دي.