1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: ايران روسيه کې په ډرون جوړولو کې مرسته کوي

۱۴۰۲ خرداد ۲۰, شنبه

یوه جګپوړي امریکايي چارواکي د اوکراین په جګړه کې د ایران او روسیې ترمنځ د پوځي همکارۍ په اړه د اسنادو په وړاندې کولو سره اعلان وکړ چې روسیه د ایران په مرسته په خپله خاوره کې د بې پیلوټه الوتکو د تولید فابریکه جوړوي.

https://p.dw.com/p/4SQG9
Iran Präsentation Drohnen für Armee
انځور: Iranian Army/AP/picture alliance

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا د ستراتیژیکو ارتباطاتو همږغي کوونکي جان کربي د جمعې په ورځ د جون په ۱۹مه وویل چې روسیې د ایران له اسلامي جمهوریت څخه تر می میاشتې پورې په سلګونو یو طرفه (ځانمرګي) بې پیلوټه الوتکې او تجهیزات ترلاسه کړي دي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې سپینه ماڼۍ وايي، د ایران بې پیلوټه الوتکې د مازندران ولایت بهشهر ته څېرمه د امیرآباد په بندر کې بار سوي او د خزر سمندرګي له لارې د روسیې د داغستان جمهوریت د مخاچ قلعه  بندر ته لېږدول کېږي.

اړوند مطالب:د ایران د بې پيلوټه الوتکو ځینې پرزې د اوکراین د متحدینو دي

روسيه هم دغه ډرون خپلو لوېديځو پولو ته له دوو بېلابېلو لارو لېږي چې د اوکراين پر وړاندې په جګړه کې ترې کار اخيستل کېږي.

د دغه راپور له مخې امریکايي چارواکو خبریالانو ته یوه نقشه وښودل چې ښيي د ایراني بې پیلوټه الوتکې څنګه روسیې ته لېږدول کېږي او بیا د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړې ته استول کېږي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا د ستراتیژیکو اړیکو همږغي کوونکي وايي، مسکو تهران ته د توغندیو او الکترونیکي برخو په ګډون د «بې ساري دفاعي همکارۍ» وړاندیز کړی دی.

Iran Präsentation Drohnen für Armee
انځور: Iranian Army/AP/picture alliance

هغه همداشان په روسیه کښې د بې پیلوټه الوتکو د فابریکې د جوړولو لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت او روسیې ترمینځ د ملګرتیا اعلان وکړ او په دې هکله یې اندیښنه څرګنده کړه.

جان کربي د روسیې د الابوګا په ځانګړي اقتصادي زون کې د یادې فابریکې د سپوږمکۍ د انځورونو په وړاندې کولو سره وویل، مسکو له اسلامي جمهوریت څخه اړین معلومات او تجهیزات ترلاسه کوي.

اړوند مطالب:زيلنسکي ايران ته: د تاریخ په تور اړخ کي مه درېږئ

هغه وړاندوینه وکړه چې دغه فابریکه به د (۲۰۲۴) کال تر پیله په بشپړه توګه فعاله سي.

په ورته وخت کې کربي ټینګار وکړ چې امریکا به د دغو فعالیتونو د مخنیوي لپاره له ټولو وسایلو کار واخلي او په دې برخه کې نورو اقداماتو ته چمتو دی.

په اوکراین کې د جګړې له پیل وروسته ایران او روسیې له یو بل سره پوځي همکارۍ پراخې کړې دي. ځینې ​​راپورونه ښیې چې ایران د تیر کال په دوبي کې روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو لیږل پیل کړل.

Russland Woronesch | Zerstörtes Wohngebäude nach Drohnen Absturz
انځور: Yevgeny Sudakov/TASS/IMAGO

د ایران اسلامي جمهوریت په پیل کې دا خبر رد کړ، خو وروسته یې ومنله چې د شاهد ۱۳۶ ډرون الوتکې د اوکراین پر خاوره د دغه هېواد له پوځي برید مخکې روسیې ته استول سوې وې.

اړوند مطالب:جان کربي: روسیې له ایرانه ۴۰۰ ځانمرګي ډرون پېرلي

د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو له څرګندونو سره د لویدیځو امنیتي ارګانونو او د اوکراین د چارواکو اطلاعات او ارزونې برعکس ثابتوي.

آ./ص.ز./ا.ا.