1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليافریقا

روان کال کې ۹۰۰ مهاجر د تونس په ساحل کې ډوب او مړه شوي

۱۴۰۲ مرداد ۶, جمعه

د تونس ساحلي گارد د روان کال له پیل راهیسې په د دغه هيواد په ساحل کې د ۹۰۱ پناه غوښتونکو جسدونه له سمندر څخه را ایستلي دي. دا ساحل اروپا ته په غیر قانوني ډول مهاجرت کوونکو له پاره یوه لویه داخلي دروازه ده.

https://p.dw.com/p/4UUpm
Tunesische Küstenwache stoppt Schiff mit Migranten auf dem Weg nach Italien
انځور: Hasan Mrad/ZUMA/picture alliance

د تونس د کورنیو چارو وزیر کامل فقي وایي چې په روان میلادي کال کې تر اوسه پورې دتونس په ساحل کې تر ۹۰۰ ډیر پناه غوښتونکي ډوب او مړه شوي دي. دغه شمال افریقایي هیواد په لوړ شمیر کې د مهاجرو د ورتگ له څپې سره مخامخ دی چې له فقر څخه د خلاصون په موخه اروپا ته د رسیدو هڅه کوي.

فقي پارلمان ته وویل چې روان کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د جولای تر ۲۰ نیټې پورې په مدیترانې سمندر کې د رامنځته شوو پيښو په ارتباط ۹۰۱ جسدونه را ایستل شوي دي.

د تونس د ملي گارد ویاند حسیم الدین جبالي ویلي دي چې په ډیر شمیر عملیاتو کې تر ۳۴ زرو ډیر کسان ژغورل شوي هم دي.

ویل کیږي چې دا ډول اکثره کښتۍد تونس له سویلي ښار سفیکس څخه روانیږي او په یو ډول اروپا ته د رسیدو کوښښ کوي.

مخکې تر دې د ایټاليا حکومت ویلي وو چې په روان کال کې تر ۸۰ زرو ډیر پناه غوښتونکي د مدیترانې سمندرګي څخه په تیریدو د دغه هیواد ساحل ته رسیدلي دي. په دوی کې اکثره یي د تونس او لیبیا اتباع شامل دي.

د ملگرو ملتونو خبرداری

ملگرو ملتونو د هغو پناه غوښتونکو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده چې د تونس مختلفو سیمو ته تر لیږدول کیدو وروسته په دغه هیواد کې بند پاتې دي.

د مهاجرت له پاره د ملگرو ملتونو ادارې (ای او ایم) او د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې (یو ان اچ سي آر) په یوه گډه اعلامیه کې ویلي «په بند پاتې شوو کسانو کې حامله ښځې او ماشومان هم شامل دي».

Tunesien I Elfenbeinküste Migration
د تونس مختلفو برخو ته استول شوي پناه غوښتونکي چې امیدواره ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي د ملگرو ملتونو سازمان پام ځان ته را اړولی دی.انځور: Fethi Belaid/AFP

په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «دوی په سحرا کې بند پاتې دي، چیرې چې له شدیدې گرمۍ سره مخامخ دي. دوی د اوسیدو له پاره سرپناه، خوراک او تر څښاک اوبو پورې نه لري. دوی د ژوند ژغورنې بیړنیو مرستو ته ضرورت لري او باید ورته په عاجل ډول بشري حل لاره ولټول شي.»

په تونس کې څه روان دي؟

دغه هیواد چې نږدې ۱۰۰ میلیونه نفوس لري له دې امله هم په کې نژادي کشمش زیات شوی دی، ځکه چې دا د مهاجرت پر یو مهم مسیر د بدلیدو په حال کې دی.

دغه شمال افریقایي هیواد لادمخه له شدید اقتصادي بحران سره لاس او کریوان دی، چیرې چې قیمتي او د ریکارډ کچې بې روزگارۍ له کبله اوسیدونکي یې له مجبوریته مهاجرت ته مخه کوي.

ډېر وختونه دغه پناه غوښتونکي د بهتره ژوند په تلاش کې د مدیترانې سمندر له لارې په خطرناکو کښتیو کې دغه سفر ته زړه ښه کوي.

د «ای او ایم» په حواله د مدیترانې سمندر د مهاجرو له پاره د نړۍ په تر ټولو وژونکي مسیر بدل شوی دی، چې له ۲۰۱۴م کال راهیسې یې تر اوسه پورې يې تر ۲۰ زرو د ډیرو انسانونو ژوند اخیستی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب