1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ټولنې او تونس د غير قانوني مهاجرت د مخنيوي تړون

۱۴۰۲ تیر ۲۶, دوشنبه

د اروپايي اتحاديې مشران د تونس له ولسمشر سره د يوه داسې ستراتيژيک تړون غوښتونکي ول چې له مخې یې اروپا ته د مهاجرت مخه ونيوله شي. بروکسل تېره میاشت د شمالي افريقا دې هېواد ته د لا زياتو مرستو د ورکړې ژمنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/4Tyzw
د اروپايي ټولنې مشران د تيونس له ولسمشرقيس سعيد سره
د اروپايي ټولنې مشران د تيونس له ولسمشرقيس سعيد سرهانځور: Freek van den Bergh/ANP/picture alliance

د اروپايي اتحادیې مخکښو مشرانو چې تونس ته یې سفر کړی وو، د يکشنبې په ورځ د دې ټولنې له خوا د غير قانوني مهاجرتونو سره د مبارزې په موخه د شمالي افريقا له دغه هيواد سره د «ستراتيژيکې او جامع» همکارۍ يو تړون لاسلیک کړ.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د هالند صدراعظم مارک روته او ايتاليا لومړۍ وزيره جارجيا میليوني، د اروپايي کمېسيون له مشرې اورزولا فون ډېر لاین سره د تونس په دې سفر کې مل وو. دا په يوه مياشت کې تونس ته د دې مشرانو دريم سفر وو.

اړونده موضوع: په اروپايي ټولنه کې شاوخوا یو میلیون کسانو د پناه غوښتنه کړې ده

د اروپايي ټولنې دې پلاوي د تونس له ولسمشر قيس سعيد، سره د غير قانوني مهاجرت د مخ پر پراخيدونکې ستونزې سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې اترې وکړې. دا سفر د يوه تړون په لاسليک کولو سره پاې ته ورسيد.

اروپايي ټولنې له تونس سره د لا زياتو مالي مرستو ژمنه وکړه

ميلیوني، روټه او فون ډېر لاين په جون مياشت کې له ولسمشر قيس سعيد سره ليدلي ول او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دغه هيواد ته یې د ۹۶۷،۸ ميليونه يورو د ورکړې ژمنه کړې وه.

فون ډېرلاین هغه وخت دا هم ویلي ول چې اروپايي کميسيون په ۲۰۲۳م کال کې د غير قانوني مهاجرت د مخنيوي په موخه د ۱۰۵ میليون يورو نورې مرستې ورکړې ته هم ژمن دی.

د ايتاليا د کورنیو چارو وزارت ويلي ول چې په روان کال کې تر اوسه تر ۷۵ زره ډېر مهاجر د کښتيو له لارې د دغه هيواد ساحلونو ته رسېدلي دي
د ايتاليا د کورنیو چارو وزارت ويلي چې په روان کال کې تر اوسه تر ۷۵ زره ډېر مهاجر د د دغه هيواد ساحلونو ته رسېدلي ديانځور: Khaled Nasraoui/dpa/picture allianc

په تونس کې ناوړه اقتصادي وضعيت او بې روزګارۍ د دغه هيواد يو شمير اوسيدونکي دې ته اړ کړي دي چې پر خطرناکو لارو اروپا ته د رسیدو هڅه وکړي.

د جمعې په ورځ د ايتاليا د کورنیو چارو وزارت ويلي ول چې په روان کال کې تر اوسه تر ۷۵ زره ډېر مهاجر د کښتيو له لارې د دغه هيواد ساحلونو ته رسېدلي دي چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرلته له رسیدلو کسانو په پرتله دوه چنده ډېر دي.

اړونده موضوع: په اروپايي ټولنه کې د افغانانو د پناه غوښتنه ډېره شوې

د هالند صدراعظم مارک روټه وويل چې له تونس سره په نوي تړون کې هغه ټول «اړين ګامونه» په نظر کې نيول شوي دي چې د غير قانوني مهاجرت د مخنيوي هڅې به لا پسې کړندۍ کړي.

نوموړي د تويتر له لارې وويل چې په دې کې د انساني قاچاق کوونکو د کاروباري ماډل د له منځه وړلو، د سرحدي کنترول د پياوړي کولو او د ثبت او د بيرته ليږدولو پروسې د ښه کولو اقدامات شامل دي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, dpa)

زموږ له آرشيف څخه: