1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان نيمه پايلوبې ته د وتلو څومره چانس لري؟

۱۴۰۲ آبان ۷, یکشنبه

د افغانستان کريکټ ټیم اوس د نړېوال جام سيمي فاینل هدف ته د رسېدو مرحلې ته ځان رسولی دی. افغانستان د تورنمنت تر نیمايي وروسته د کريکټ اتل اينګلند او د ۱۹۹۲ کال اتل پاکستان ته ماتې ورکړې چې د احتمالي حذفېدو په درشل کې دي.

https://p.dw.com/p/4YAAu
افغان کپټان حشمت الله شهیدي (ښي لور) او راشد خان له اینګلنده د لوبې ګټلو وروسته
افغان کپټان حشمت الله شهیدي (ښي لور) او راشد خان له اینګلنده د لوبې ګټلو وروسته انځور: Money Sharma/AFP/Getty Images

افغانستان وشو کولای اینګلند ته د هندوستان په ډیلي ښار کې د ۶۹ منډو په توپير حېرانونکې ماتې ورکړي چې دغه لوبه ېې د کريکټ پوهانو په آند د ۵۰ اوریز روان نړېوال جام په سیاليو کې په ځانګړې توګه اينګلند له پاره يو تر ټولو خواشينونکې لوبه بلل کیږي. افغانستان وشو کړی ورپسې د هندوستان په چینای کې پاکستان ته هم په اتو وېکټو سخته ماتې ورکړي. د پاکستان پر وړاندې د افغانستان دغه بریا د دواړو هېوادونو په مطبوعاتو او ولسونو کې پراخ غبرګونونه درلودلي دي.

 سيمي فاینل ته د افغانستان د رسېدلو تر ټولو ډېر احتمالي چانس له سريلانکا او نيدرليند سره له راتلونکو دوو لوبو کې ليدل کيږی، نسبت دې ته چې د ټورنمنټ تر ټولو ځواکمنو ټيمونو استرالیا او جنوبي افریقا سره مخ شي. په دې برخه کې روښانه ده چې د افغانستان بهترین سپينران رغنده رول لرلی شي.

په اوس وخت کې سيمي فاینل ته رسېدل د افغانستان له پاره نهايي هدف ګڼل کیږي. خو د افغانستان ټيم که دغه هدف ته ورسيږي یا نه، وار د مخه په دې توانېدلی چې اینګلند او پاکستان ته په ماتې ورکولو سره په نړېوال جام کې خپل د پام وړ ځايګی جوړ کړي.

د پاکستان پخوانی کپټان، راشد لطیف، چې لس کاله مخکې د افغانستان کوچ يا روزونکی وو وايي، دا به دا افغان لوبغاړو له پاره ستره لاسته راوړنه وي که چېرته د لیګ په نهايي مرحله کې خپل مزل له شپږو، اوو او یا اتو پاينټونو سره پای ته ورسوي.

د آرشیف انځور - د افغانستان وتلی اوپنر لوبغاړی رحمان الله ګربز له سریلانکا سره په یوه لوبه کې
د آرشیف انځور - د افغانستان وتلی اوپنر لوبغاړی رحمان الله ګربز له سریلانکا سره په یوه لوبه کې انځور: Anjum Naveed/AP Photo/picture alliance

لطیف اسوشتيد پریس سره په خبرو کې وويل: «کله چې هغوی [افغان لوبغاړو] له اينګلند او پاکستان سره لوبه کوله، د لوبې له لومړي توپ نه نېولې تر آخري توپ پورې ديکتې کېدل.» نوموړی د افغان لوبغاړو د دغې کارکردګۍ توصیف کوي: «دا یوه فوق العاده پلان جوړونه وه، که هر چا د دوی د لباسونو په کوټه کې دغه پلان جوړ کړی وو. کوم اتحاد چې په دوی کې موجود دی، له دوی څخه ېې یو ځانګړی ټيم جوړ کړی او همدا دی چې په ډګر کې منعکس کېږي.»

هغه زیاتوي: «کله چې زه د افغانستان کوچ يا روزونکی وم، ما یوازې یو شي زده کړ چې هغه اتحاد وو. هغوی ډېره سخته دوره تېره کړې ده.»

افغانستان د کريکټ په روان پنځوس اوریز نړېوال جام کې چې په هندوستان کې روان دی، خپلې درې لوبې بنګله دیش، هندوستان او نیوزیلند ته بایلودلي دي.

 لطیف د افغانستان پر ځوان اوپنر، رحمان الله ګُربُز، ډېر حساب کوي چې په خپلو تهاجمي توپونو ېې د پاکستان پر وړاندې په ۷۵ توپونو ۸۰ منډې جوړې کړې. هغه وايي: «ګربز وښوده چې یو سړی کولی شي هر څه وکړي، د هغه توپوهنې اینګلند فتح کړ.» لطیف وايي چې د اینګلند لوبډلې ته ماتې ورکول کومه ساده خبره نه ده: «هغوی د ۲۰۱۹م کال اتل ته ماتې ورکړه، چې دا کومه وړه خبره نه ده. دا یوه کوچنۍ بريا نه وه. دا باید په طلايي کرښو وليکل شي، ځکه اوس دوی د نړېوال جام ګټونکي دوه ټيمونه مات کړي دي.»

د پاکستان پر وړاندې د افغانستان دغه بریا د دواړو هېوادونو په مطبوعاتو او ولسونو کې پراخ غبرګونونه درلودلي دي
د پاکستان پر وړاندې د افغانستان دغه بریا د دواړو هېوادونو په مطبوعاتو او ولسونو کې پراخ غبرګونونه درلودلي ديانځور: Money Sharma/AFP/Getty Images

ګربز پاکستان ته تر ماتې ورکولو وروسته وويل: «ډېر خوښ یم، لویه بریا. دا واقعاً ځانګړې ده. موږ له ډېر وخته داسې يوې لوبې ته انتظار وو. واو!»

د افغانستان کوچ، نانتان تروت هم د پاکستان پر وړاندې لوبه کې د پاکستان د ټيم ټولو نيمګړتیاوې ته په کوته ښه پلان جوړ کړی وو. په لوبه کې د نوراحمد د نيولو په ګډون د هغه جوړ شوي پلان بهترينه نتیجه ورکړه.

افغانستان سبا دوشنبه د اکتوبر ۳۰مه له سريلانکا سره لوبيږي. سريلانکا تر اوسه پنځه لوبې کړي چې د افغانستان په څېر ېې دوه له اينګلند او نيدرلیند (هالند) څخه ګټلي او درې نورې ېې جنوبي افریقا، پاکستان او استرالیا ته بایللي دي. د افغانستان او سریلانکا تر منځ سبانۍ لوبه، د روان نړېوال جام له ۴۸ لوبو څخه ۳۰مه ده. په دغه جام کې لس ټيمونه، افغانستان، پاکستان، هندوستان، سريلانکا، بنلګه دیش، آسترالیا، نیوزیلند، نيدرليند، اینګلند او جنوبي افریقا ګډون لري.

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې روزونکي رئیس احمدزي وايي چې افغانستان لا هم ډېرو تجربو ته ضرورت لري. هغه د دویچه ویلې پخلایېنې خپرونې کې وویل، چې د نړۍ د کریکټ پیاوړو لوبډلو سره د افغانانو لوبېدل د تجربې په ترلاسه کولو ګټور دي. احمدزی که څه هم د افغانستان دوه وروستۍ بریاوې لوی کار بولي خو وايي چې تجربو ترلاسه کولو ته لا هم اړتیا ده.: «موږ نه باید ووایو چې د دوو لوبو په ګټلو سره دغه لړۍ دلته ودروو...»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل