1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښوونکي ورځ: افغانستان کې په رواني ناروغیو اخته دي

هيلۍ اسد
۱۴۰۲ مهر ۱۳, پنجشنبه

یو شمېر افغان ښوونکي وایي چې نن یې د ژوند تر ټولو بده ورځ ده، ځکه پر کور ناست، زده کوونکي یې له زده کړو محروم او کورنۍ یې یوې مړۍ ډوډۍ ته حیرانې دي.

https://p.dw.com/p/4X9r6
Afghanistan - Frauen Ausbildung Hebamme
انځور: ALI KHARA/REUTERS

نن د اکتوبر ۵ مه پهافغانستان کې د ښوونکو ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې له تیرو شاوخوا دوه کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او ښځېنه ښوونکې پر کورونو ناستې دي.

په دوی کې یې یو زیات شمېر هغه ښوونکې دي چې د کور نفقه او د ژوند ورځنۍ اقتصادي چارې یې له همدې معاشاتو پوره کولې.

یو شمېر افغان ښځېنه ښوونکي وایي، بې کارۍ له ناوړه اقتصادي وضعیت سربېره په رواني ناروغیو اخته کړي دي.

د جلال اباد د بي بي هوا لیسې استاده فوزیه افشا چې په دغه لیسه کې يې نجوني زده کوونکي روزلي، وایي چې نن یې د ژوند تر ټولو بده ورځ ده. نوموړې وایي تیر کلونه به یې دا ورځ زده کوونکو په ګلونو لمانځله او دوی هم په رواني ډول ځواکمنې وې خو سږ او تیر دوه کلونه یې کورنۍ ډوډۍ ته حیرانې دي.

ښوونکې فوزیه افشا له دویچه ویله سره په خبرو کې وایي: «نن مې وژړل، تیر کلونه داسې نه وه. له بده مرغه ځان ډېر کمزوری احساسوم او هره ورځ مې فشار پورته شوی وي. زما کورنۍ له همدې لارې پالل کېدله خو اوس چې کار نه لرم نو یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران یو. نه پوهېږم د زده کوونکو به مو څه حال وي؟ زما غوښتنه دا ده چې د خدای له پاره ښوونځي پرانېزئ، تر څو هم موږ خپل ژوند ته ستنې او هم نجونې مخته ولاړې شي.»

د لغمان د چهار باغ لیسې ښوونکې ذکیه چې له تیرو دوه کلونو راهیسې پر کور ناسته ده، وایي دا ورته ډېره سخته ده چې زده کوونکي یې پر کور ناست او له امله یې دا هم مجبوره ده چې پر کور کیني: «له بده مرغه تیر دوه کلونه زما له پاره هم په روحي ډول او هم له اقتصادي اړخه سخت وه. پر کار نه درلودلو سربېره مو دا هم ځوروي چې زده کوونکي مو پر کور ناستې او موږ هېڅ نوي څه نه شو زده کولی.»

طالبانو هم نن په کابل کې د ښوونکي ورځ لمانځلې او ښوونکي یې د ټولنې خدمت کوونکي ګڼلي دي.

په افغانستان کې چې ډېری وخت د ښوونکو د کمو امکاناتو په اړه هم بحثونه کېږي او ښوونکي په دې اړه ډېر وخت حکومت ګرم بولي خو نن د طالبانو د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ښوونکي د نړیوالې ورځې لمانځغونډه کې ویلي دي چې که د طالبانو حکومت امکانات ترلاسه کړي، لومړی به د ښوونکو معاشونه لوړ کړي.

طالبانو نن د ښوونکي نړیوالې ورځې په خاطر هم دا نه دي ویلي چې د نجونو ښوونځي به کله پرانېستل شي او ښوونکي به ښوونځیو ته ستنې شي.