1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ـ «درو ولايتونو کي ۲۵۶ ښوونځي تړل شوي»

۱۳۹۷ تیر ۲۳, شنبه

حکومتي چارواکو ویلي چې په مرکزي ولایت لوګر کې د شنبې په ورځ د طالبانو د ګواښونو له امله ۱۰۳ ښوونځي تړل شوي او زده کوونکي نه شي کولی ښوونځیو ته ولاړ شي.

https://p.dw.com/p/31RPj
Schulen in Afghanistan
انځور: DW/F. Khan

د لوګر ولایت د معارف رئیس عبدالوکیل کلیوال د آلمان خبري آژانس ته وویل چې حکومتي چارواکو د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د اسلامپاله یاغي ډلو د ګواښونو له امله د ۶۰ ښوونځیو دروازې تړلي دي. کلیوال زیاته کړه چې د لوګر په محمد آغه ولسوالۍ کې چې د طالبانو تر کنترول لاندې ده، شاوخوا ۴۰ نور ښوونځي هم تړل شوي دي. د نوموړي په وینا، د ښوونځیو د تړل کیدو له امله شاوخوا ۶۰ زره زده کوونکي ښوونځي ته له تګ څخه محروم شوي دي.

د چارواکو په وینا، په لوګر ولایت کې طالبانو وروسته له هغې چې په وروستیو پوځي عملیاتو کې یې درانه تلفاتو ولیدل، د ښوونکو تهدیدول پیل کړي دي. په عین وخت کې د وسلوالو طالباند ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي چې دا ښوونځي د امارات له لوري نه دي تړل شوې، بلکې په سیمه ییزه کچه  یوه ستونزه رامنځته شوې چې ژر به هواره شي او ښوونځي به ژر بیرته خلاص شي.

Afghanistan Local Hero Ustad Khazan Gul (Bildergalerie)
انځور: DW/N. Matoonwal

بل لوري ته بیا په جنوبي هلمند ولایت کې هم د تیرو لسو کلونو راهیسې ۱۲۳ ښوونځي تړلي پاتې دي. چاوراکو ویلي چې د ښوونځیو د تړل کیدو اصلي لامل په دې ولایت کې ناامني ده چې له کبله یې شاوخوا ۶۰۰ زره زده کوونکي ښوونځیو ته له تګ څخه محروم شوي دي.

په عین وخت کې د هلمند ولایت د معارف رئیس داود سفاري بیا ویلي چې اداري فساد، روانه ناامني او د ځايي اوسیدونکو بې میلي د ښوونځیو د تړل کیدو اصلي لاملونه دي.

بل لوري ته د افغانستان په شمال یعنې د تخار په ولایت کې د روان کال د مې میاشتې راهیسې طالبانو ۳۰ ښوونځي تړلي چې له امله یې په دې ولایت کې شاوخوا ۱۱ زره زده کوونکي ښوونځي ته له تګ څخه محروم شوي دي.

د روان کال په مې میاشتې کې د ملګرو ملتونو له خوا په خپاره شوي یوه رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې لږ تر لږه ۳،۷ ملیونه ماشومان چې عمرونه یې د ۷ او ۱۷ کلونو ترمنځ دي، ښوونځي ته نشي تللی.