1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه ولې نه پرانستل کېږي؟

۱۴۰۲ مرداد ۷, شنبه

تېرو دوو کلونو کې طالبانو د مېرمنو او نجونو لباس د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندښت او پر مېرمنو د کار بندیز د عواملو په توګه یاد کړي؛ خو دا چې ولې تر اوسه ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ نه دي خلاص شوي، لامل یې څه دی؟

https://p.dw.com/p/4UX7F
مزار کې د یوه ښوونځي ټولګی، ارشیف
انځور: Sayed Khodaiberdi Sadat/AA/picture alliance

په دې وروستیو کې د طالبانو ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال محمد یونس راشد خوست ولایت کې »د ځوانانو د روښانه راتلونکې له پاره موکې« په نوم یوې غونډې کې ویلي، تر هغې چې نجونې په »بشپړ ډول اسلامي چوکاټ کې« برابرې نه شي، ښوونځیو ته د تګ اجازه به ورنه کړل شي.

د مدنې ټولنې فعاله شهربانو حیدري وايي، د افغان مېرمنو او نجونو په لباس کې ستونزه نه شته، هغې وویل: »له شریعت او اسلام څخه د طالبانو برداشت هغه څه دی، چې یوازې دغه ډله یې مني او دا په داسې حال کې ده، چې نوره اسلامي نړۍ د مېرمنو او نجونو له زده کړو او کار سره هېڅ ستونزه نه لري.«

د هغې په خبره، طالبانو د مېرمنو له پاره کومه ځانګړې اډانه نه ده جوړه کړې، چې له مخې یې مېرمنې او نجونې زده کړو او کار ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د نجونو د زده کړو له پاره انلاین کمپاین

طالبان له نړۍ څخه د امتیاز اخستلو په لټه کې دي؟

یوه بله مدني فعاله صابره اکبري وايي، د افغان مېرمنو او نجونو لباس هېڅ ستونزه نه لري او طالبان له دین څخه په ګټنې غواړي له نړۍ امتیاز واخلي، څو سیاسي او د خپلې ډلې له پاره ګټې تر لاسه کړي.

کابل کې افغان مېرمنې او نجونې د خپلو حقونو له پاره واټونو ته وتلي دي.
کابل کې افغان مېرمنې او نجونې د خپلو حقونو له پاره واټونو ته وتلي دي.انځور: AHMAD SAHEL ARMAN/AFP

د هغې په وینا، د مېرمنو او نجونو پر مخ د پوهنیزو بنسټونو بند پاتې کېدل لامل کېږي، چې افغانه ټولنه وروسته پاتې شي.

د کابل پوهنتون مخکینی استاد ډاکټر فیض الله جلال چې اوس المان کې مېشت دی وايي: «طالبان دې پایلې ته رسېدلي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو بندول تېروتنه وه او اوس د دې ډلې چارواکي د دغې تېروتنې د اصلاح په لټه کې دي او غواړي دغه بنسټونه پرانیزي، څو له دې لارې له نړۍ امتیاز واخلي.»

افغان ديني عالمانو د نجونو پر زدکړو بنديز باندې نيوکه کړې

ډاکټر جلال وايي، طالبان د ښوونځیو او پوهنتونونو په خلاصون سره غواړي د خلکو، لویدیځ او ځانګړي ډول امریکا ملاتړ راخپل کړي.

د دې شناند په باور، طالبان غواړي د قطر په ناسته کې امریکایانو ته دا ژمنه ورکړي، چې د مېرمنو او نجونو پر مخ به پوهنیز بنسټونه پرانیزي، څو لویدیځ د دغې ډلې پر وړاندې خپل سیاست نرم کړي.

افغانستان کې د مېرمنو ظرفیت لوړونه، د ارشیف انځور
افغانستان کې د مېرمنو ظرفیت لوړونه، د ارشیف انځورانځور: Majid Saeedi/Getty Images

ډاکټر فیض الله جلال په دې باور دی، چې طالبانو په لومړيو کې د فشار له لارې، چې د نجونو او مېرمنو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو بندول او د کار بندیز پکې شامل دي، غوښتل له نړیوالو امتیاز راخپل کړي؛ خو تېرو دوو کلونو کې دا ښکاره شوه، چې نړۍ دغې ډلې ته امتیاز نه ورکوي او طالبان به اوس د امتیاز اخستلو له پاره خپل سیاست کې بدلون راولي.

طالبانو د خپل دویم‌واري واک په تېرو دوو کلونو کې د نړۍ او افغانستان د خلکو د هر ځلي غوښتنو سربېره هم د نجونو او مېرمنو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه خلاص نه کړل او پر مېرمنو کاري بندیزونه لا هم دوام لري.

غضنفر عادلي/امید دیدار/نسیم صابر