1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چړې په برید کې د ۳ تنو وژل؛ د آلمان پولیس برید کوونکی لټوي

۱۴۰۳ شهریور ۳, شنبه

آلمان کې د یوه جشن پر مهال د چړې په بريد د درې تنو له وژل کیدو وروسته پولیسو د برید کوونکي د نیولو هڅې ډیرې کړې دي.د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په دغه برید کې اته تنه نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4jsR7
له برید وروسته ځانګړو او امنیتي ځواکونو په ښار کې حضور درلود.
له برید وروسته ځانګړو او امنیتي ځواکونو په ښار کې حضور درلود.انځور: Thilo Schmuelgen/REUTERS

د جرمني په زولینګن ښار کې د سړک په سر یو جشن پر مهال یوه بریدګر په چاقو درې کسان ووژل او اته نور یې ټپیان کړي دي. د پولیسو ادارې ویلي چې د پنځو ټپیانو حالت «اندیښمن» دی.فرانسې خبري آژانس ویلي له برید وروسته ځانګړو او امنیتي ځواکونو په ښار کې حضور درلود او یوه چورلکه هم د ښار په هوا کې ګرځیده.

د دوسلدورف ښار د پولیسو څانګې زولینګن ته نږدې په یوه خبر پاڼه کې ویلي دي: «د شپې په شاوخوا ۹:۴۰ بجو یوه ناپېژانده کس پر څو تنو د چاقو برید وکړ. پولیس دا مهال د بریدګرپه لټه کې دي.»

د «بیلډ» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د د غه جنایت ترسره کوونکي «پرته له کوم هدفه» په نندارچیانو برید وکړ. ویل کیږي برید کوونکي په قصدي ډول قربانیان په غاړو په چړو وهل.

د برید کوونکي هویت او د پېښې لاملونه لا هم نه دي معلوم. پولیسو له خلکو او شاهدانو غوښتي چې د برید په اړه که کوم انځورونه ویډیو یا معلومات لري له دوی سره دې شریک کړي.

یو عیني شاهد لارز برایتسکه د «زولینګین ټاګسبلاټ» ورځپاڼې ته ویلي چې له برید څخه څو متره لرې او د پیښې ځای ته نیږدې و چې «د سندرغاړو له څیرې پوه شو چې کومه پیښه شوې.»

دغه سړي چې کله خپل لوری بدل کړی و لیدل چې په وینو لړلي خلک په ځمکه غورځیدلي. دا جشن د زولینګین ښار د ۶۵۰ کلیزې د لمانځلو یوه برخه وه .

 پولیسو له خلکو او شاهدانو غوښتي چې د برید په اړه که کوم انځورونه ویډیو یا معلومات لري له دوی سره دې شریک کړي.
پولیسو له خلکو او شاهدانو غوښتي چې د برید په اړه که کوم انځورونه ویډیو یا معلومات لري له دوی سره دې شریک کړي.انځور: Thilo Schmuelgen/REUTERS

د زولنګین ښاروال ټیم ​​اولیور کرزباخ په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې وویلي چې ټول ښار په «شوک، ویرې او لوی غم» کې دی. هغه زیاته کړې: «موږ ټولو غوښتل چې د ښار کلیزه ولمانځو او اوس د مړو او ټپیانو په غم اخته یو.»

کرزباخ د بیړنۍ څانګې یا امبولانس خدماتو څخه مننه وکړه او د هغو کسانو سره یې خواخوږي څرګنده کړه چې د برید شاهدان وو. هغه زیاته کړه: «زما زړه درد کوي چې زموږ پر ښار برید وشو. کله چې زه د هغو کسانو په اړه چې وژل شوي فکر کوم  زما په سترګو کې اوښکې راځي. زه د ټولو ټپيانو له پاره دعا کوم.»

د نوردراین ویسټفالین ایالت لومړي وزیر هینډریک ویسټ د ایکس په خواله رسنۍ د دغه برید په تړاو خپل «شوک او خپګان» څرګند کړی. هغه وویل «د تاوتریخوالي تر ټولو وحشیانه او بې احساسه عمل زموږ د ایالت زړه ته ضربه ورکړې. ټول ایالت د زولینګن له خلکو په ځانګړي ډول د قربانیانو او د هغوی د کورنیو تر څنګ ولاړ دی.»

د آلمان د کورنیو چارو وزیره نانسي فیزر د زولینګن ښار په فیستیوال باندې برید شوکه کړې. هغې  د شنبې په ورځ په ایکس پاڼه لیکلي «موږ د هغو خلکو لپاره ماتم کوو چې په وحشتناکه توګه وژل شوي.»

د آلمان د کورنیو چارو وزیره
د آلمان د کورنیو چارو وزیره انځور: Frederic Kern/Geisler-Fotopress/picture alliance

نوموړې زياته کړه چې امنيتي مسوولين د دغه بريد د عاملينو د نيولو او د دغه بريد د شاليد د څيړنې لپاره هلې ځلې کوي. هغې  زیاته کړه چې په نورد راین ویستفالین  کې پولیس د فدرالي حکومت بشپړ ملاتړ لري. فیزر لیکلي: « زه د نورد راین-ویسټفالین د کورنیو چارو له وزیر هربرټ ریول او زموږ  له امنیتي چارواکو سره په دوامداره تماس کې یم.»

زولینګن د دوسلدورف او کولن ترمنځ یو ښار دی چې ۱۵۰ زره نفوس لري.خلک د جمعې په ماښام د «تنوع فستیوال» لپاره چې ویل کیدل درې ورځې به دوام کوي راټول شوي وه.

ټاکل شوې وه په دې فیستیوال کې د ښار په مرکز او یو شمیر نورو سیمو کې د موسیقۍ، تیاتر او نندارتونونو په ګډون بیلابیل پروګرامونه وړاندې شي او اټکل کیده چې شاوخوا ۷۵ کسان به دغه درې ورځني جشن کې ګډون وکړي.

زولینګن د دوسلدورف او کولن ترمنځ یو ښار دی چې ۱۵۰ زره نفوس لري.
زولینګن د دوسلدورف او کولن ترمنځ یو ښار دی چې ۱۵۰ زره نفوس لري.انځور: H. Blossey/blickwinkel/picture alliance

په تېرو ۱۲ میاشتو کې د آلمان  بېلابېلې سیمې  د چړې د بریدونو شاهدانې وې. د آلمان  د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر د دې ډول بریدونو د مخنیوي ژمنه کړې ده.

د می په میاشت کې د آلمان په مانهایم ښار کې د ښي اړخو لاریون پر مهال د چړې په برید کې یو پولیس افسر ووژل شو او اوه کسان ټپیان شول.

د منهایم برید؛ آیا افغانستان ته اخراج ممکن دی؟

aj. rsh/zn/aa (AFP)