د هسپانيا پولیسو د جعلي پیسو ویشونکې لويه ډله نيولې
۱۴۰۲ اسفند ۱۳, یکشنبههسپانوي چارواکي وايي، د یورو د سلو دغه جعلي بانکنوټونه په لوړ کیفيت جوړ شوي چې د پیسو له اتومات ماشینونو څخه هم تېریدلی شي.
د هسپانيا پولیسو د شنبې په ورځ (د مارچ ۲مه) وويل چې دغه افراد د هسپانيا په بارسلونا او د ايټاليا په روم او ناپلیس ښارونو کې نيول شوي دي. پولیسو د دغه باند پر ضد په تېر نومبر کې وروسته له هغې پلټنې پيل کړې چې په لويه پیمانه جعلي بانکنوټونه یې کشف کړل. پولیس وايي چې دغه جعلي پیسې د یوې ډلې له خوا په ايټالیا، فرانسې، یونان او هسپانیا کې وېشل شوي دي.
پولیسو زیاته کړې چې دغه جعلي بانکنوټونه په لوړ کیفيت جوړ شوي چې د پيسو د راکړې ورکړې له اتومات ماشينونو او نور مربوطه وسايلو څخه له تشخیص پرته تېرېدلی شي.
د هسپانيا د ملي پولیسو ویاندې، الیسا ريبولو، وويل: «د يو سازمان له خوا په لاس جوړ شوي دغه بانکنوټونه په ډېر لوړ کیفيت دي. هغوي ېې په جوړولو کې له ځانګړی رنګ، واټرمارک او مختلفو موادو څخه استفاده کړې تر څو د تشخیص له ماشينونو څخه تېر شي.»
د هسپانيا پولیس زیاتوي يوه ډله چې ۷۰ زره جعلي يورو ېې له ځانه سره ليږدولې او هغه ېې وېشلې، د بارسلونا په هوايي ډګر او د ښار د بس په تمځای کې نيولې ده.
د جعلي پیسو تولید، انتقال او وېش
د مختلفو هیوادونو پولیسو د معلوماتو پر اساس، دغې ډلې په ګڼو هيوادونو کې مختلف او خپلواک دفترونه لرل چې هر دفتر ېې د پروسې مختلفې چارې مخته وړلې.
د بېلګې په توګه د جعلي بانکنوټونو د توليد چارې یوې ډلې چې مرکز ېې د ايټاليا په ناپلس کې وو، مخته وړلې. دغه ډله وروسته د پولیس له وېرې له ناپلس څخه روم ښار ته نژدې د ريتي په نوم سيمي ته خپل ځای بدل کړ.
د انتقالاتو له پاره بله ډله موظف وه چې په ډېر مقدار جعلې پیسې ېې هغو خونو ته چې دوی ورته جوړې کړې وې او له هغو یوه ېې په بارسلونا کې هم کشف شوې، ليږدولې.
د هسپانيا، ايټالیا او یونان پولیسو د خپلو تحقیقاتو پر مهال د ترلاسه شوو معلوماتو پر اساس، د فبرورۍ په ۱۳مه په یو وخت په خپلو هېوادونو کې عملیات په لاره واچول. د هسپانيا او ايټالیا پولیسو د جعلي پیسو نورو توليدونکو افرادو ته د اروپايي نيونې حکم صادر کړ.
dh/dj/mks/akh/ (Reuters, EFE)
له آرشیف څخه: