1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنههسپانیا

هسپانيا: لوڅو فلمونو سره په تړاو ۱۲۱ تنه نيول شوي

۱۴۰۲ آبان ۲۰, شنبه

د هسپانيا پولیسو د ماشومانو د پورنو ګرافي یا بربنډو فلمونو پر ضد پراخ عملیات پيل کړی چې په کې ېې د ښځو په ګډون ۱۲۱ تورن کسان نيولي دي. تر دې مخکې هم په دغه هېواد کې په جرمونو کې د ماشومانو د ښکيلتیا رپوټونه ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4YhNA
د آرشیف انځور - د هسپانيا پولیسو د ماشومانو د بربنډو فلمونو پر ضد عملیات
د آرشیف انځور - د هسپانيا پولیسو د ماشومانو د بربنډو فلمونو پر ضد عملیاتانځور: Policía Nacional

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د هسپانيا پولیسو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د نومبر ۱۱مه) اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې تر سره شوو یادو عملیاتو کې ېې ۱۲۱ کسان چې ورباندې د ماشومانو د بربنډو فلمونو د جوړولو او یا توزیع کولو تور دی، نيول شوي دي.

د پولیسو په یوه خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې په نیول شوو کسانو کې ۱۱۸ نارينه او ۳ ېې ښځې دي چې له ډلې ېې دوه تنه په توقیف کې دي. زیاته شوې چې د عملیاتو په جریان کې د نژدې ۵۰۰ ترایباټو (یو ترایباټ ۱۰۰۰ ګيګابایت یا جي بي) په حجم د انساني سرشک «نهایت ناوړه» ډول محتویات کشف او ضبط شوي دي.

د روان کال په دوبي کې په یو رپوټ کې ويل شوي وو چې په هسپانيا کې په نابالغ افرادو کې د جنسي جرمونو پېښې مخ په ډېرېدو دي چې د خلکو او چارواکو اندېښنې ېې زياتې کړي دي. کارپوهان د دغو جرمونو د ډېرېدو ستر لامل په آنلاين بڼه لوڅو فلمونو ته د کم عمره افرادو لاس رسی بولي. په مارچ میاشت کې یو خپور شوي رپوټ کې راغلي وو چې په هسپانیا کې د ډېر کم عمر ماشومان پورنوګرافي یا لوڅ فلمونه ګوري.

د تېر کال په نومبر کې یوه ډله نابالغه افرادو د بارسيلونا ښار د یو سوداګریز مرکز په بيت الخلا کې پر یو ۱۱ کلن هلک د چړې په ګواښلو، ډلیز جنسي تيری کړی وو. د روان کال په جون میاشت کې هم د ورته یوې پېښې رپوټ ورکړل شو.

آژانسونه/م.ک.ص./ا.ا. 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب