1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا له بانکونو د پیسو ترلاسه کولو محدودیت لیرې شوی؟

۱۴۰۲ خرداد ۱۰, چهارشنبه

د افغانستان د مرکزي بانک له لوري پیردونکو ته د پیسو د ورکړې د محدودیت لیرې کولو سربیره، یو شمېر افغانان شکایت کوي چې لا هم له بانکونو د خپلو پیسو په اېستلو کې له ستونزو سره مخ دي او خصوصي بانکونه ټاکل شوې پیسې نه ورکوي.

https://p.dw.com/p/4S0Ky
Afghanistan Zentralbank in Kabul
انځور: Saifurahman Safi/Xinhua/picture alliance

په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو سره سم طالبانو له ټولو خصوصي بانکونو د پیسو په ایستلو محدودیتونه ولګول چې، دې چارې یو شمېر افغانان له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي. سربیره پر دې، په افغانستان باندې د نړیوالو بندیزونه او د طالبانو د حکومت نه مشروعیت هغه لاملونه دي چې د افغانستان بانکي سکتور یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د افغانستان بانک څه موده وړاندې اعلان وکړ چې د بانکونو پیردونکي کولی شي تر دې وروسته په اوونۍ کې ۶۰۰ امریکايي ډالر له خپلو بانکي حسابونو ترلاسه کړي په داسې حال کې چې دغه کچه پخوا یوازې ۲۰۰ ډالر ټاکل شوې وه. د افغانستان مرکزي بانک بیا د افغانۍ حساب لرونکو ته په اوونۍ کې دغه اندازه ۵۰ زره افغانۍ ټاکلې وه او د شرکتي حسابونو له پاره یې د ټولو پیسو ۵٪ سلنه او یا حد اکثر ۴۰ زره امریکايي ډالر ټاکلي وو.

د افغانستان بانک د اعلامیې په خپرولو سره ژمنه کړې چې هڅه کوي په افغانستان کې د بانکي نظام ټول فعالیتونه عادي حال حالت ته راوګرځوي. په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي چې که چیرته له خصوصي بانکونو شکایتونه موجود وي هېوادوال دې په مستند ډول له دوی سره شریک څو له بانکونو سره قانوني چلند وشي.

د پیسو ترلاسه کولو ستونزمن بهیر

د افغانستان مرکزي بانک د اعلان با وجود لاهم افغانان د بانکي سکتور په برخه کې له ګڼو ستونزو یادونه کوي.

د کابل ښار اوسېدونکی سید عمر سهار، دویچه ویله ته وویل: «د افغانستان خصوصي بانکونو نه یوازې دا چې د مرکزي بانک هغه پریکړه چې باید له دې وروسته مشتریانو ته د پخوا په څېر ډېرې پیسې چې اندازه یې شپږ سوه ډالرو ته رسیږي نه ورکوي بلکې هغه پخوانۍ اندازه پیسې هم ډېر په ځنډ او جنجال ورکوي.»

د ښاغلي عمر په خبره دوی له بانکونو د پیسو د اخېستولو لپاره ساعتونه د بانکونو مخې ته کتارونو کې انتظار باسي چې دې چارې نور بیخي ستړي کړي دي.

افغانستان کې پر بانکونو بندیزونه افغانان له ګڼو مالي ستونزو سره مخامخ کړي دي.
افغانستان کې پر بانکونو بندیزونه افغانان له ګڼو مالي ستونزو سره مخامخ کړي دي. انځور: AP Photo/dpa/picture alliance

له بانکونو د پیسو د اخېستولو په برخه کې ستونزې یوازې کابل پورې نه محدودیږي بلکې  په ولایتونو کې هم خلک شکایت کوي. د کندز ښار اوسېدونکی اسدالله ځواک وايي شاوخوا دوه میاشتې وړاندې مرکزي بانک د نویو اسانتیاوو د رامنځته کېدو اعلان وکړ خو دوی لاهم کوم بدلون نه دی احساس کړی: «که هر څومره پیسو ته جدي ضرورت ولرو خو له انتظار پرته بله چاره نه لرو موږ هیله لرو چې ټول خصوصي بانکونه د مرکزي بانک وروستی پریکړه عملي کړي چې کیدای تر یو بریده مو ستونزې حل شي.»

د افغانستان بانکي سکتور او پر وړاندې یې خنډونه؟

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي له لویه سره له بانکي حسابونو د پیسو په ایستلو محودیتونو په افغانستان کې د بانکي سکتور اعتبار ته جدي زیان رسولی او د دې چارې دوام به نورې ناوړه اقتصادي اغیزې هم ولري. هڅه مو وکړه چې د خلکو د شکایتونو په اړه د افغانستان بانک د مسولینو نظر واخلو خو د مکررو تماسونو باوجود بریالی نه شو.

بل لوري ته نړیوال بانک د افغانستان د اوسني اقتصادي حالت په اړه خپل ورستی رپوټ د روان میلادي کال د جنورۍ پر ۲۵نېټه خپور کړ چې پکې د افغانستان د صادراتو د کچې لوړوالی، د انفلاسیون مخنیوی، د افغانیو ارزښت ساتل او د عوایدو ټولول هغه ټکي یاد کړي چې له مخې یې د افغانستان د تېر کال وضعیت مثبت ارزول شوی.

آیا د نويو بانکنوټونو چاپ له نړۍ سره د طالبانو د تعامل ښيي؟

نړیوال بانک خپل دا رپوټ د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام، افغانستان بانک او نورو بېلابېلو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ لیکلی او خپور کړی دی.

پر دې سربېره په دغه رپوټ کې په افغانستان کې د دولتي او خصوصي بانکونو اوسني حالت ته او محدودیتونو ته اشاره شوې ده او زیاته کړې یې ده، چې لا هم په دې برخه کې شکایتونه شته او مشخص مالي بنسټونه او شرکتونه په دې برخه کې ستونزې لري.

همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوهان د نړیوال بانک تازه رپوټ غولوونکی او د خلکو د پام اړونې یوه هڅه یادوي. کارپوهان وايي، که په تېر یوه کال کې اقتصادي حالت ښه شوی وای، ورسره به د خلکو ژوند کې ښه والی راغلی وای او ډېرو بې روزګاره کسانو ته به کار پیدا شوی وای.

د بانک پر ځای د حوالې له لارې مالي معاملات

د افغانستان د اقتصادي وضعیت په غوړیدو کې بانکونه هم مهم نقش لري چې د اوسنیو شته محدودیتونه له کبله له مالي زیانونو سره مخامخ شوي دي. پر افغانستان د طالبانو تر بیا حاکمیت او پر بانکي سکتور باندې تر وضع شویو محدودیتونو وروسته، زیاتره سوداګر او افغانان د حوالو له لارې خپل معاملات ترسره کوي چې له کبله یې بانکي سکتور د مالي راکړې ورکړې د نه کیدو له کبله له تاوان سره مخامخ دی.

د صرافانو اتحادیه د مرکزي بانک له لوري پر خصوصي بانکونو د محدیتونو راکمول نیک ګام بولي خو ګیله کوي چې لاهم یو شمېر بانکونه په لازم ډول وروستي پریکړه نه عملي کوي چې دې مسلې دوی ته هم ستونزې جوړې کړیدي.

آیا امریکا به د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې کړي؟

د افغانستان د صرافانو اتحادیې مرستیال حاجي ځیرک په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «موږ د افغانستان بانک له اعلان څخه هرکلی کوو خو له بده مرغه لاهم زموږ ډیری مشتریان شکایت کوي چې خصوصي بانکونه دغه پریکړه نه عملي کوي. موږ هیله لرو چې مرکزي بانک دغه موضوع تعقیب کړي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د دې پرځای چې پر خصوصي بانکونو محدیتونه وضع کیږي باید پر نورو لارو چارو غور وشي څو خلک پر بانکونو اعتماد وکړي او خپلې ټولې پیسې ترې ونه باسي.

د اقتصادي چارو کارپوه محب شریفي وايي په افغانستان کې د اقتصادي ودې او ثبات له پاره مهمه ده چې په بانکونو کې د پیسو جمع کول او وېستل په یوه عادي چاره تبدیل شي او پکاره ده چې په دې برخه کې د لازمو اسانتیاوو سربیره په خصوصي بانکونو د خلکو د اعتماد د پیاوړتیا له پاره جدي او کوټلي هم ګامونه پورته شي.

ح.پ / خ. ح/ ن.ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie