1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نورماندي۸۰ کلیزه؛ بايدن وايي امريکا به تېښته و نه کړي

۱۴۰۳ خرداد ۱۷, پنجشنبه

د دويمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې د فرانسې نورماندي ته د متحدينو د عسکرو رسېدل پر لوېدیځه اروپا د نازي آلمان د سلطې د پای اعلان وو. نن د دغې ورځې چې ډي ډې بلل کيږي، اتيايمه کلیزه ده.

https://p.dw.com/p/4gkB4
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدنانځور: IMAGO/Bestimage

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن، د ډي ډې يا د دويمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې فرانسې ته د متحدينو د ځواکونو د رسيدو د اتيايمې کلیزې په ترڅ کې په خپله وينا کې وويل چې موږ به د اوکراين له دفاع څخه «ونه تښتو او روسیې ته به د اروپا د ګواښلو اجازه ور نه کړو.»

نوموړي د فرانسې په نورماندي کې د اتحادي ځواکونو د وژل شويو عسکرو په يوه هدیره کې د وينا پر مهال زياته کړه: «سرزورو ته تسليميدل او ديکتاتورانو ته سر ټيټول هیڅ د تصور وړ نه ده.»

بايدن زياته کړه: «که چېرې موږ دا څه کوو نو په دې معنی به وي چې هغه څه مو هير کړي دي چې په دې مقدسو ساحلونو کې پېښ شوي ول.»

د ډي ډې [ډي ورځ] عمليات د تاريخ تر ټولو ستر ځمکني او سمندري عملیات بلل کیږي چې د امريکا په مشرتوب د څو مياشتو په موده کې په پټه پلان شوي او تمرين شوي ول.

دا عمليات د خراب موسم له کبله تر ځنډ وروسته بالاخره د ۱۹۴۴م کال د جون میاشتې پر ۶مه نېټه پېل شول. په دې عملیاتو کې په زرونو کښتيو چې د هوا له لارې ملاتړ کیدلې، د انګلستان د جنوبي ساحل څخه حرکت وکړ او کابو ۱۵۰ زره عسکر یې نورماندې ته ورسول. په دې کې د امريکا، بريتانيا، کاناډا او نورو اتحادي هيوادونو عسکر شامل ول.

د دې ځواکونو هدف د فرانسې آزادول او بيا د آلمان پر لور حرکت وو څو هلته او همدا شان په ټوله اروپا کې د نازيانو سلطه له منځه يوسي.

بايدن، په خپلو خبرو کې زياته کړه چې اوکراين چې د روسیې سره په جګړه کې ښکيل دی، د يوه «ظالم له لوري چې د نیولو اراده یې لري» اشغال دی او دا چې تر دویمې نړيوالې جګړې وروسته اوس هغه وخت دی چې ديموکراسي ډېره له ګواښ سره مخامخ ده.

روسيه په دې مراسمو کې ګډون نه کوي

سږ کال د دې مراسمو په اړه تر ټولو حساسه مسئله دا وه چې آیا د روسیې استازي را وبلل شي او که نه. دا ورځ د دویمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې د يوې «دويمې جبهې» پېل وو چې د هغه وخت د شوروي مشر جوزف ستالين، یې پر شوروي اتحاد د نازيانو د ۱۹۴۱م کال تر بريد وروسته غوښتنه کړې وه.

په دويمه نړيواله جګړه کې د ۲۰ میليونو مړو سره شوروي اتحاد هغه هېواد وو چې د جګړې د نورو اړخونو په پرتله یې تر ټولو ډېر قربانيان ورکړل.

پر نازي آلمان برياليتوب کې د روسیې د ونډې د ستاينې په موخه کوربه هيواد فرانسې د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، د دې ورځې ۶۰ مې او همدا راز ۷۰ مې کلیزې ته رابللی وو.

فرانسې سږ کال هم د امريکا، آلمان او بريتانيا پر انتقادونو سربیره هم غوښتل چې دې مراسمو ته د روسیې سفير را دعوت کړي، خو بيا یې په پای کې دا کار ونه کړ.

خو د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، په دې مراسمو کې د ګډون له پاره فرانسې ته تللی دی. د امريکا متحده ايالاتو پر ولسمشر جو بایدن، سربیره د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، د بريتانيا شهزاده ویليم او ځيني ژوندي پاتې شوي عسکر او نورو دولتي مېلمنو د نورماندې په سواحلو کې په دې مراسمو کې ګډون وکړ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب