1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د آلمان ولسمشر: زه قربانیانو ته د تسلیمیدو سر ټيټوم

۱۳۹۸ شهریور ۱۰, یکشنبه

د نړۍ د مختلفو هیوادونو دولتي او حکومتي مشران نن د دویمې نړیوالې جګړې د پيلیدو د ۸۰ کلیزې په مناسبت په پولنډ کې سره راټول شوي دي. په دغو مراسمو کې د آلمان ولسمشر او د امریکا مرستیال ولسمشر هم ګډون لري.

https://p.dw.com/p/3OpU0
Polen Wielun Gedenken an den Beginn des 2. Weltkrieges mit Bundespräsident Steinmeier
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

د دویمې نړیوالې جګړې د پيلیدو په مناسبت لومړني مراسم نن د یکشنبې په ورځ (د سپټمبر میاشتې لومړۍ نیټه) د پولنډ په «ویلون» ښار کې ترسره شول. د آلمان نازي واحدونو د ۱۹۳۹م کال د سپتمبر میاشتې په لومړۍ نیټه تر ټولو دمخه پر دې ښار بمباري کړې وه.

په دغو مراسمو کې د آلمان ولسمشر فرانک والتر شټاینمایر د دغې جګړې له اغیزمنو شویو څخه بخښنه وغوښته. شټاینمایر په خپله وینا کې وویل: «پر ویلون برید د هغو ټولو پيښو یو ډول تنبيه کول وو، چې په راتلونکو شپږو کلونو کې رامنځته کیدونکي وې.»

د آلمان ولسمشر زیاته کړه: «زه د نازي آلمانانو له خوا د ویلون د اغیزمنو شویو مخې ته د تسلیمیدو سر ټيټوم. له دې ځایه هغه تشدد او تباهي شروع شوې وه، چې تر راتلونکو شپږو کلونو پورې پولنډ او ټوله اروپا کې خپره شوې وه. آلمان د ټولو هغو پيښو مسئولیت مني کوم چې موږ ته له تاریخ څخه په میراث کې پاتې دي. موږ به دا هیڅ کله هم هیر نه کړو.»

په ویلون کې نن د یکشنبې په سهار د نړۍ له مختلفو برخو څخه راغلو شخصیتونو او سیمه ایزو خلکو د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په بمباریو کې د وژل شویو کسانو په یاد کې د یوې دقیقې له پاره خاموشي اختیار کړه. په دغو مراسمو کې له بمبارۍ څخه بچ پاتې شوي کسان هم شامل وو.

له دغو مراسمو لږ وروسته د پولنډ لومړي وزیر ماتئوس موراویئسکي او د اروپایي کمیسیون مرستیال فرنز تیمرزمن، په بالتیک سمندر کې یوې ټاپو وزمې ته ورته ویستر پلیټ کې جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ. دا هغه ځای دی، له کوم څخه چې پولنډي ځواکونو خپل مقاومت پیل کړی وو.

د جګړې پر مهال د پولنډ په یو شمیر سیمو کې ډیره سخته مرګ ژوبله رامنځته شوه. په دې ترڅ کې د دغه هیواد نږدې ۲۰ سلنه وګړي له منځه لاړل چې په هغو کې په دغه هیواد کې میشت درې میلیونه یهودان هم شامل وو.

تر دې وروسته نږدې تر شپږو کلونو پورې یعنې تر ۱۹۴۵م کاله پورې پولنډ د آلمان نازي حکومت تر کنترول لاندې وو. د دویمې نړیوالې جګړې تر پای ته رسیدو وروسته پولنډ په کنډر او کنډوالو بدل شوی وو، خو دغه هیواد ډیر ژر له دغه وضعیت څخه ووت او تر ۱۹۸۹ م کاله پورې پولنډ د پخواني شوروي اتحاد تر تاثیر او په اصطلاح ولکې لاندې وو.

د دویمې نړیوالې جګړې د ۸۰ یمې کلیزې په اصلي مراسمو کې چې یکشنبه د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې ترسره کیږي، د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل، د فرانسې لومړی وزیر ایدوار فیلیپ، د بلجیم لومړی وزیر او د اروپایي شورا د نوي منتخب مشر شارل مشیل ترڅنګ، د چک جمهوریت، لتوانیا، سلواکیا، اوکراین او هنګري هیوادونو ولسمشران هم ګډون لري.

qu/wa (dpa, epd, afp)sn/ns