1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د «دي دې» د یادون په مراسمو کې د نړیوالو مشرانو ګډون

۱۳۹۸ خرداد ۱۶, پنجشنبه

د فرانسې په نورماندي کي پر نازي ځواکونو د برید د ۷۵ کلنۍ د یادون په مراسمو کي د نړۍ ډیرو هیوادونو برخه اخیستې وه. دغه مراسم د بریتانیا په پورتسموت کي پیل سول او بیا د پنجشنبې په ورځ یې په فرانسې کې دوام وموند.

https://p.dw.com/p/3JyM4
Großbritannien D-Day-Gedenkveranstaltung in Portsmouth
انځور: Getty Images/AFP/M. Ngan

د «D-Day» یا «پوځي عملیاتو د پیل ورځ» د یادون په مراسمو کي چي د چهارشنبې په ورځ د بریتانیا په پورتسموت کي پیل سول، د ملکې الیزابت ترڅنگ د امریکا متحده ایالاتو جمهور رييس دونالد ترمپ، او آلمان صدراعظمې انګلا ميرکل، هم برخه اخیستې وه. 

د یوه جشن له لاري د شپاړسو هیوادونو دولتي او حکومتي مشرانو د فرانسې نورماندي ته د هغو ۱۷۰۰۰۰ پخوانیو عسکرو د ورتگ او ورننوتو د احترام مراسم پرځای کړل، چي ۷۵ کاله مخکې د بریتانیا له پورتسموت څخه دې سیمې ته ورغلي ول.

د یادون په دغو مراسمو کي چي هر کال جوړیږي، د آلمان پخواني صدراعظم ګرهارد شرویدر، د لومړي ځل له پاره ۱۵ کاله مخکې ګډون وکړ. لس کاله وروسته بیا صدراعظمې انګلا میرکل په هغه کي برخه واخیسته او اوس یې د دې پیښې په ۷۵ مې کلیزې کې یو ځل بیا ګډون وکړ.

UK Gedenkveranstaltung zum 75. Jahrestag des D-Day in Portsmouth
میرکل هم د سږنیو مراسمو د ګډوالو په ډله کې وه.انځور: Reuters/C. Barria

د دویمي نړیوالې جګړې پر مهال، ۷۵ کاله مخکې د متحدو ځواکونو ۱۷۰۰۰۰ عسکرو د بریتانیا د پورتسموث څخه حرکت وکړ او د سختو تلفاتو په ورکولو سره د جون پر شپږمه د فرانسې نورماندي ته ورسیدل او هغه یې د نازي آلمان له ځواکونو ونیوله. دغه سیمه د نازي المان پوخ سنگر وو. دغه ورځ په حقیقت کي د نازي رژیم د ختم پیل هم وه.