1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو ديپلومات: افغانستان بايد یوازې پرېنښودل شي

۱۴۰۲ مرداد ۲۴, سه‌شنبه

د طالبانو تر بيا واک ته رسېدو دوه کاله وروسته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال په کابل کي د خبرو اترو د دوام غوښتنه کړې ده. مارکووس پوتڅل ويلي دي چي په دغه هيواد کي «بشري وضعيت هيڅ ډاډمن نه دی».

https://p.dw.com/p/4VBC6
Afghanistan | Bäckerei in Kabul spendet Brot
انځور: Ali Khara/REUTERS

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال مارکووس پوتڅل د سې شنبې په ورځ د آلمان له «ان دي آر» رسنۍ سره په خبرو کي وويل چي په افغانستان کي بشري وضعيت خورا نازک دی او له دغه هيواد سره بايد خبرو اترو ته ادامه ورکړل سي.

 

دغه آلماني ديپلومات په ډاګه کړه چي د مرستندوی هيوادونو له خوا له افغانستان سره مرستي ته ليوالتیا کمه سوې ده، خو په خبره یې د دغه هيواد له پامه غورځول د نړيوالي ټولني په ګټه نه ده.

هغه زياته کړه چي خبرو اترو ته رابلل، اعتراض او مخالفت بايد له دننه راسي نه له دباندي. هغه ټينګار وکړ: «که له دباندي تحميل سي، ګټه نه لري.»


پوتڅل وويل چي له طالبانو سره يوځای بايد يوه بين الافغاني حل لاره وموندل سي. خو دا ډېره اړينه ده چي ځوانان او ښځي وکولای سي په عامه ژونده کي ګډون وکړي. له هغه وخت راهيسي چي طالبان واک ته رسېدلي دي، د ښځو او نجونو د ژوند په ټولو برخو کي يې په سيستماتيک ډول د هغوی حقونه محدود کړي دي.

پوتڅل وويل: «موږ په هرو خبرو کي د ښځو پروړاندي د صادرو سوو احکامو د لغوه کيدو غوښتونکي يوو» خو ډېر طالبان خبرو اترو علاقه نه لري.

د پوتڅل د تجربې له مخي، په ولایتي کچه د پرمختګ احتمال ډېر دی. هغه ډاډمن نه دی چي له دباندي څخه د طالبانو پروړاندي مقاومت تنظيمول دي ګټه ولري. د هغه په نظر تمرکز بايد پر هغو خلکو وي چي په هیواد کي ژوند کوي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل