1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان بشري مرستې غواړي، خو ملګري ملتونه وايي بودجه کمه شوې

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ مرداد ۱۴, شنبه

طالب چارواکي وايي، اوس افغانستان کې پراخو نړېوالو بشري مرستو ته زمينه برابره شوې ده. په دې موخه يې په کابل کې د مرستو د جلب کنفرانس هم رابللی و. خو ملګري ملتونه څه وايي؟

https://p.dw.com/p/4UoQI
آرشیف انځور: طالب وسله وال او د پکتیکا ګیان ولسوالۍ کې خلکو سره مرستې
آرشیف انځور: طالب وسله وال او د پکتیکا ګیان ولسوالۍ کې خلکو سره مرستېانځور: SAHEL ARMAN/AFP/Getty Images

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ادعا وکړه چې اوس مهال په ټول هېواد کې خپلواکي او امنیت ټینګ دی.

د ستانکزي په وینا حکومت یې د هېواد په ټوله جغرافیه واکمن دی چې پر بنسټ یې ملي او نړېوالو بنسټونو ته هم د مرستو غوره زمینه برابره ده. « ټول کورني او بهرني بنسټونه دې له دې فرصت څخه په ګټې اخيستنې د هېواد د سوکالي او ارامي لپاره کار وکړي ترڅو افغانستان په ځان بسیا شي.»

آیا افغانستان کې بشري مرستې په شفاف ډول ویشل کیږي؟

طالبانو د نړېوالو مرستو د جلب په موخه نن شنبې (د ۲۰۲۳ میلادي کال د اګست ۵مه) په کابل کې د « ۲۰۲۳ میلادي کال د بشري مرستو ملي کنفرانس» تر نامه لاندې غونډه رابللې وه.

د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني دې غونډې ته وویل، نړېوال مرستندویه بنسټونه باید د هغوی له حکومت سره په همغږۍ او د اصولو سره سم کار وکړي.

نوموړي په ډاګه نه کړه چې د نړېوالو مرستو لپاره یې اصول څه دي. 

حقاني وویل: «اړتیا ده چې د نغدي مرستو پرځای په هېواد کې کاري فرصتونه برابر شي.»

د بودجې لږوالی

طالبان داسې مهال له نړېوالې ټولنې د مرستو غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو سازمان افغانانو سره د مرستې لپاره د بودجې د کمښت خبرداری ورکړی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق، ویلي چې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره تراوسه یواځې ۲۵ سلنه برابر شوي. د هغه په خبره «د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږ کوونکې ادارې یا اوچا د مالوماتو له مخې، په روان کال کې تر ۲۱ میلیونه ډېرو افغانانو سره د مرستې لپاره ۳،۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لرو، خو له دې پیسو تراوسه یواځې ۲۵ سلنه یې راټول شوي.»

اړوند مطالب:م.م: که پر افغانستان مرستې لږ شي اقتصادي وضعيت به لا خراب شي

د ملګرو ملتونو د مرستو همغږ کونکې ادارې یا اوچا پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، اوسمهال له ۱۳ میلیونه خلکو سره خوراکي مرستې، ۵ میلیونه خلکو ته راښکته شوي. دغه راز ۲۶۲ روغتیايي مرکزونو هم په دغه هېواد کې خپل فعالیتونه درولي دي.

د اوچا پروینا د بودجې د کموالي له امله به ډېری نور مرستندویه فعالیتونه هم اغیزمن شي.