1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عمران خان د توقيف موده ۱۴ ورځې نوره هم غځول شوې

۱۴۰۲ شهریور ۲۲, چهارشنبه

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د وکیل په حواله خان به د سپتمبر تر ۲۶ نیټې پورې همدا د اټک په محبس کې نظر بند پاتې وي. د تحریک انصاف گوند دغه مشر به په ستره محکمه کې دغه پریکړه وننګوي.

https://p.dw.com/p/4WIQR
Pakistan Ex-PM Imran Khan
انځور: Akhtar Soomro/REUTERS

د پخواني لومړي وزیر عمران خانپر وړاندې د سائفر کیس (د محرمو اسنادو د افشاء کولو قضیه) استعماعیه کوونکې ځانګړې محکمې د پاکستان تحري انصاف يا «پي ټي آی» ګوند د مشر عمران خان نظر بندي دوه اونۍ نوره هم غځولې ده.

د چهار شنبې په ورځ په اټک زندان کې د عمران خان پر ضد د حکومتي محرمو اسنادو د افشا کولو په قضیه کې قاضي ابوالحسنات ذوالقرنین، د پي ټي آی د مشر پر وړاندې د نظر بندۍ حکم د سپټمبر تر ۲۶ نیټې پورې غځولی دی.

عمران خان لا دمخه په دغه قضیه کې په ۱۴ ورځني توقیف کې د اټک په محبس کې دی او اوس د هغې مودې په بشپړیدو سره یې بله استماعیه غونډه ترسره شوه.

عمران خان د ۲۰۲۲م کال په اپریل میاشت کې پهپارلمان کې د باور راې نه ترلاسه کولو راهیسې، له سیاسي کشمکش سره مخامخ دی.

تیر کال د اسلام آباد یوې محکمې نوموړی د توشه خانه یا د دولتي سوغاتونو په برخه کې د فساد په قضیه کې د دريو کلونو بند په سزا محکوم کړی وو.  تر دې سزا وروسته د انتخاباتو کمیسیون د عمران خان په ټاکنو کې پر گډون هم بندیز لگولی وو.

د عمران خان پر وړاندې د «توشه خانه کیس» له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲م کاله پورې خپل د صدارت په دوره کې په غیر قانوني ډول د دولتي تحفو د پلورلو اړوند تورونو پورې ارتباط نیسي.

د محکمې د پریکړې پر ضد له استناف غوښتنې وروسته د اسلام آباد سترې محکمې د اگست په وروستیو کې د عمران خان د فساد په دې قضیه کې سزا ځنډولې وه. خو د سائفر په قضیه کې بیا د هغه د نیولو په هکله د ځانگړي محکمې حکم د هغه د خوشې کیدو مخه نیولې وه.

د چهارشنبې په ورځ د عمران خان وکیل په خپل ایکس یا پخواني ټویټر کې وویل چې د توقیف د غځولو تازه حکم به د دې باعث شي چې عمران خان د سپټمبر تر ۲۶ نیټې پورې په محبس پاته شي.

د رویټرز خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د سائفر په قضیه کې له مرکزي تحقیقاتي ادارې (ایف آی ای) سره په موجود یو سند کې، پر عمران خان په امریکا کې د پاکستان د سفیر له لورې د یوه محرم سند (تیلیگرام) د موادو عام کولو او د خپلې سیاسي گټې له پاره ترې، د استفادې کولو تور لگول شوی دی.

عمران خان تور لگولی وو چې له دې سند یا تلیگرام څخه دا ثابتیږي چې امریکا د هغه د واک ختمولو له پاره د پاکستان پر پوځ فشار اچولی وو.

عمران خان ویلي وو چې هغه د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له برید څخه مخکې مسکو ته تللې وو او د امریکا حکمت ترې په دې خبره ناراضه شوی وو. خو واشنگټن او د پاکستان پوځ بیا د عمران خان دغه تور ردوي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص