د رسنیو د آزادۍ په اړه د اروپايي اتحادیي نوی قانون
۱۴۰۲ اسفند ۲۴, پنجشنبهاروپايي پارلمان د مارچ میاشتې په ۱۳ نیټه له سیاسي مداخلې څخه د ژورنالیستانو د ژغورنې په خاطر یو نوی قانون تائید کړ. د دې قانون هدف د رسنیو آزادۍ ته له متوجه خطرونو سره مقابله کول دي.
د «یوروپين میډیا فریډم ایکټ» په نوم دغه قانون په ټوله اروپایي اتحادیه کې د رسنیزو بنسټونو او مطبوعاتي سرچینو د ساتنې له پاره وضع شوی دی.
په دې قانون کې څه دي؟
د نوي قانون له مخې چارواکي اجازه نه لري چې د نیولو، نظارت، توقیف او پر رسنیزو ادارو د چاپو وهلو په څیر اقداماتو سره خبریالان او د رسنیو مدیران مجبوره کړي چې خپلې سرچینې ښکاره کړي.
په دې قانون کې پر شفافیت هم ټینګار شوی دی. په دې کې دا شرط هم ایښودل شوی دی چې د ملکي رسنیزو ادارو د مدیره هیئت د غړو انتخاب باید د یوې شفافې پروسې له طریقه وشي.
زیاته شوې ده چې د خپل کاري دورې له بشپړیدو مخکې، دغه کسان تر هغې پورې څوک له دندې نه شي لیري کولی، څو یې مسلکي ستندردونه نقض کړي نه وي.
سربیره پر دې د اروپایي اتحادیي په ټولو غړو هیوادونو کې خبرې آژانسونه او رسنۍ باید د خپلو مالکانو په اړه ټول معلومات ښکاره کړي، څو عام خلک په اسانۍ سره پوه شي چې کومې رسنیزې ادارې د چا له خوا کنترولیږي او کومې داسې ګټې دي چې د دغو ادارو د راپور ورکولو طرز اغیزمنوي.
دا قانون اوس د «میتا» او «ایکس» په څیر ټولنیزې رسنۍ هم مجبوره کوي چې دوی به رسنیزې ادارې ته اطلاع ورکوي چې کله د هغوی د کومو ځانګړو موادو د حذف یا محدودولو اراده لري. دوی باید دغو ادارو ته ۲۴ ساعته وخت ورکړي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا