1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کي د کرکي خپرولو په اړه د اسلامي ټولنو اندېښنې

۱۴۰۰ تیر ۱۶, چهارشنبه

په اروپا کي اسلامي ټولني او بڼسټونه په ټولنیزو رسنیو کي د مخ پر زیاتیدونکي کرکې د خپرولو په هکله اندېښنه څرگنده کړې او دغه حالت یې خطرناک بللی دی. دوی د مسؤلو ادارو له خوا د مسلمانانو د لازم ملاتړ له نشتوالي څخه سرټکوي.

https://p.dw.com/p/3wAMP
Daniel Höltgen Sonderbeauftragter des Europarats für Antisemitismus und Muslimfeindlichkeit
انځور: Christoph Strack/DW

د اسلام او یهودیت پر وړاندي د اروپا د شورا ځانگړي مامور دانیل هولتگن په خبره، د یوې ټولپوښتني له مخي په اتو اروپايي هیوادونو کي ډېري اسلامي ټولني په ټولنیزو رسنیو کي د مسلمانانو پر ضد کرکې خپرولو او راپارولو په هکله اندېښنه ښودلې او ویلي یي دي چي دغه ډول کرکه خپرول د مثال په ډول د سړکونو پر سر حملې او زوروني ډیري خطرناکي دي.

هغه له یوه خطرناک رپوټ څخه خبره کړې. د اروپا د شورا دغه لوړپوړي چارواکي ویلي دي چي په دغه ډول انترنتي نفاق اچونه کي د وژلو گواښونه، زورزیاتی او لفظي شخړه شامله ده چي سړی نه سي کولای هغه د بیان د آزادۍ په چوکاټ کي توجیه کړي.

د هغه په خبره ډیریو دغو بڼسټونو ویلي: «که څه هم په ټولنیزو رسنیو کي د کرکي خپرولو ډېر متنونه په مستعار نامه خپریږي، خو په عین حال کي دا احساسیږي چي د دغو ډلو بیره راکمه سوې او د خپل نوم له یادولو څخه هم ډډه نه کوي.»

هولتگن ویلي دي چي له کرکي ډک دغو پیغامونو پیژندل سوي ډېر لیکونکي ښی اړخه، نژادپالونکي او د مهاجرو ضد کسان دي.

دغه ټولپوښتنه د آلمان، فرانسې او بریتانیا په ګډون د هغو هیوادونو د اسلامي ټولنو په منځ کي ترسره سوې چي تر ټولو ډیر مسلمانان پکښي ژوند کوي.

Aiman A. Mazyek Vorsitzender des Zentralrats der Muslime in Deutschland (ZMD)
په آلمان کي د مسلمانانو د مرکزي شورا رئیس ایمان مازیکانځور: Christoph Strack/DW

د دغو ټولنو زیاترو غړو انتقاد کړی دی چي دولتي ادارې د مسلمانانو د ساتني له پاره کافي گامونه نه اخلي. د هغوی په خبره، دولتي ادارې لکه څنگه چي لازم دي، د مسلمانانو پر وړاندي د دښمنۍ پیښې نه ثبتوي او نه یې هم تعقیبوي. سربیره پردې هغوی ویلي دي چي جرمونو ته د رسیدگۍ ادارې او نور دولتي مراجع د دغي ستونزي په هکله کافي اطلاع نه لري. همدارنگه ډېر سیاستوال هم پر دغي ستونزي باندي له خبرو کولو سره چنداني لیوالتیا نه لري.

په آلمان کي د مسلمانانو د مرکزي شورا رئیس، ایمان مازیک پر دغه حالت په انتقاد سره وویل چي د مسلمانانو پر وړاندي راسیزم اوس هم په لازم ډول نه ثبیتیږي او په دې برخه کي لازمي پلټني نه کيږي چی دا ډول حالت د اندېښنې وړ دی. د هغه په خبره تیرکال په آلمان کي د مسلمانانو پرضد د دښمنۍ او کرکي د جرمونو څه د پاسه ۱۰۰۰ پیښي ثبت سوي دي.

مازیک ټینگار وکړ چي د مسلمانانو پر وړاندي دښمني او همدارنگه د سنتي، روما او یهودیانو پر وړاندي د کرکي خپرول باید نه یوازي د دغو ټولنو له پاره خطرناک وبولو، بلکي دې ته اړتیا لیدل کیږي چي هغه ته د دیموکراسي او آزادي پر وړاندي د یوه خطر په سترگه وکتل سي.

د هغه په خبره که څه هم د ټولني اکثریت له افراطيانو سره هم نظره نه دي، خو بیا هم دې ته اړتیا سته چي د افراطیت پر ضد لا ډیر کار وسي.

(GP/NZ(KNA