1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسېې دویچه ویله د «خارجي عامل» په توګه درجه بندي کړې

۱۴۰۱ فروردین ۹, سه‌شنبه

د روسېې د عدلېې وزارت، د آلمان نړېواله رسنۍ، دویچه ویله د «خارجي عامل» په توګه درجه بندي کړې ده. تر دغه اقدام مخکې د دغې رسنۍ خپرونۍ د فبرورۍ میاشتې په اوایلو کې په روسیه کې ممنوع شوې وې.

https://p.dw.com/p/49BNf
Russland | DW-Studio Moskau
انځور: DW

د روسېې د عدلېې وزارت په خپله اينترنيټ پاڼه کې ليکلي دي چې دويچه ويله يې د «بهرنيو عواملو» په نوم رسنيو په نوملړ کې شامله کړې ده.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ، د یوې اعلامېې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه تصمیم د «رسمي اسنادو او د رسمي ادارو د مدرکونو پر اساس» نیول شوی دی. خو د روسېې د عدلېې وزارت د دغو اسنادو او مدرکونو په اړه ډير جزئیات نه دي ورکړي.

«د بيان پر آزادۍ حمله»

د دویچه ویله عمومي رئيس، پيتر ليمبورګ، د دغه اقدام په غندلو سره ويلي دي: «متاسفانه له مخکې د دې تمه ليدل کيده چې روسيه به يو ځل بيا په دا ډول یو خپلسري اقدام لاس پورې کوي.» ليمبورګ زیاته کړه چې دغه تصمیم د رسنيو پر آزادۍ یوه بله حمله او خپلواکو اطلاعاتو ته د روسېې د خلکو د نه لاسرسي له پاره يوه هڅه ده.

د دویچه ويله عمومي رئيس په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «دغه اقدامات د فبرورۍ میاشتې په اوایلو، په مسکو کې زموږ د سټډیو له اجباري تړلو سره پيل شول او تر هغه وروسته په روسیه کې زموږ په ټولو ژبو اينترنيټي پاڼې بندې شوې.

همدارنګه زموږ اړوند ټولنیزې شبکې هم وتړل شوې او اوس دويچه ویله د «خارجي عامل» په توګه درجه بندي شوې ده.»

پيتر ليمبورګ زیاته کړه: «خو دغه ټول اقدامات د روسېې او سيمې په اړه زموږ له خپلواکو او پراخو راپور ورکولو مخنیوی نه شي کولی او موږ به په لاتویا کې له خپلې نوې سټډيو او له آلمان څخه د روسېې او سيمې اړوند مسائلو خپرولو ته ادامه ورکوو.»

ليمبورګ دغه راز وويل چې دویچه ویله هڅه کوي تر څو په راتلونکې کې د «وي پي ان» تکنالوژۍ او د سایفون او «تور بروسر» په څير فیلترماتونکو څخه په استفادې، خپلو لوستونکو او کاروونکو له پاره خپلواکو معلوماتو ته لاسرسی ممکن کړي.

Berlin DW-Intendant Peter Limbourg
د دويچه ویله عمومي رئیس، پيتر ليمبورګانځور: Carsten Koall/dpa/picture alliance

د دویچه ویله د ختيځې اروپا څانګې مشرې، کریستین تريپه وويل: «د روسېې حکومت په ظاهره کې له دویچه ويله سره اطلاعاتي جګړه اعلان کړې ده، څرنګه چې يې د فبرورۍ په اوایلو کې په آلمان کې د روسېې د «آر تي» تلویزیون د آلمانۍ ژبې څانګې ممنوعیت په ځواب کې، د غچ اخیستونکي اقداماتو یوې برخې په توګه اعلان کړی وو.»

هغې زیاته کړه: «موږ خبریالان په روسیه کې د خپلو مخاطبانو له پاره خپل کار او د اعتماد وړ معلوماتو رسولو ته ادامه ورکوي.»

په روسیه کې د دویچه ویله نشراتو ممنوعیت

د روان میلادي کال د فبرورۍ میاشتې پر دریمه نېټه، په روسیه کې د دویچه ويله نشرات ممنوع کړل شول. دغه اقدام په آلمان کې د روسېې حکومتي تلویزيون «آر تي» د آلماني ژبې څانګې د ممنوعیت پر وړاندې وو.

تر دې وروسته په مسکو کې د دویچه ویله دفتر وتړل شو. په روسيه کې د دویچه ویله خبریالانو څخه وغوښتل شول چې خپل مطبوعاتي جواز مسئولو چارواکو ته وسپاري، هغه څه چې په روسیه کې د خبریال په توګه د کار ادامه ناممکنه کوي.

د روسېې د بهرنيو چارو وزارت د فبرورۍ مياشتي پر دریمه اعلان کړی وو چې د «خارجي عامل» په توګه د دویچه ویله درجه بندي کول محتمل دی.

حاضر وخت په روسیه کې تر ۱۰۰ زياتي رسنۍ او مطبوعاتي سازمانونه د روسېې د «خارجي عواملو» په نوملړ کې شامل شوي دي.

امریکا غږ او آزادۍ راډیو چې د امریکا حکومت له خوا تمویل کيږي، د لاتویا په پلازمېنه ريګا کې روسې ژبی خبري پورتال «مدوزا» او خپلواکه روسي رسنۍ «دوژد» د هغو رسنیو له ډلې دي چې په روسيه کې ممنوع او د «خارجي عوامل» په نوملړ کې شامل شوي دي.

mks/nz/DW