1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

د ترکیې په پلازمېنه کې «ترهګریز» برید شوی دی

۱۴۰۲ مهر ۹, یکشنبه

نن یکشنبه سهار د ترکیې پلازمېنه انقره یوې زورورې چاودنې ولړزاوه. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت دا یو "ترهګریز برید" بللی دی.

https://p.dw.com/p/4X14v
د ترکیې ځانګړي ځواکونه
د ترکیې ځانګړي ځواکونهانځور: Adem Altan/AFP/Getty Images

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا وویل چې دوه "ترهګر" په ځايي وخت سهار نهه نیمې بجې له یوه پوځي موټر سره په انقره کې د کورنیو چارو وزارت د امنیت څانګې دروازې ته نږدې شوي او هلته یې ځانمرګی برید کړی دی.

د هغه په ​​وينا، په دې چاودنه کې يو بريدګر وژل شوى او بل د امنيتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی. یرلي کایا زیاته کړه چې په دې پېښه کې دوه پولیس هم ژوبل شوي دي.

د ترکیې پلازمنیه یوې درنې چاودنې لرزولی
د ترکیې پلازمنیه یوې درنې چاودنې لرزولیانځور: Adem Altan/AFP/Getty Images

چاودنه د ترکیې پارلمان ته څېرمه شوې، دا په داسي حال کې ده چې ترکیه کې د دوبي د رخصتي وروسته نن په پارلمان کې غونډي پیلیدې.

ترکي رسنیو تر دې مخکې د ترکیې د پلازمېنې انقرې په زړه کې د یوې درنې چاودنې خبر ورکړی و. ځینې ​​راپورونه بیا وايي، چې یاده چاودنې سره د د ډزو غږونه هم مل وه.

ټلویزیوني انځورونه ښیي چې ځانګړي ځواکونه د یوه پارک شوي موټر په څنګ کې د بم د شنډولو لپاره کار کوي.