1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

اردوغان نن په دريم ځل د ولسمشر په توګه لوړه کوي

۱۴۰۲ خرداد ۱۳, شنبه

ولسمشر رجب طيپ اردوغان به نن په دريم ځل لوړه کوي. نوموړي په دويم ځلې انتخاباتو کې بريا ترلاسه او د پنځو کلونو له پاره بيا ولسمشر ټاکل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4S9ik
Türkei Wahl Präsident Recep Tayyip Erdogan
اردوغان به د پنځو نورو کالونو لپاره ولسمشر پاته شيانځور: Ali Unal/AP Photo/picture alliance

په پارلمان کې تر لوړې وروسته به په پلازمېنه انقره کې د هغه په ماڼۍ کې يوه پرتمينه غونډه جوړه شي چې د نړۍ په لسګونو مشران به پکې ګډون کوي. اردوغان د می په ۲۸مه د ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو ګټلی و او د فبرورۍ مياشتې د يوې سختې زلزلې تر پېښېدو او د اقتصادي کړکېچ او سختو نيوکو سربېره يې ډېری رايې خپلې کړې دي.

اردوغان ۵۲،۱۸ سلنه رايې او د هغه سيال کمال قليچ داروغلو په ولسمشريزو ټاکنو کې ۴۷،۸۲ سلنه رايې خپلې کړې وې.

د اردوغان کاري لومړيتوب به د اقتصادي ناکراريو هوارول وي چې په ترکيه کې د پيسو د پړسوب يا انفلاسيون کچه اوس ۴۲،۷۰ سلنې ته رسېدلې ده. د شنبې په ماښام به نوموړی خپله نوې کابينه هم معرفي کړي. د ترکيې د نوي پارلمان غړو د جمعې په ورځ لوړه وکړه چې اردوغان هم په دغه ناسته کې ګډون درلود. د پارلمان غړي د می په ۱۴مه تر انتخاباتو وروسته په لومړي ځل بېرته سره راټول شوي ول.

ای اف پي/ن.ص./ا.ا.