1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

د ایران په زاهدان کې څلور پولیس په ډزو وژل شوي

۱۴۰۲ مرداد ۱, یکشنبه

د ایران په زاهدان ایالت کې د يکشنبې په ورځ په یوه «تروريستي» برید کې لږ تر لږه پر سړک ګزمه کونکي څلور پولیس وژل شوي دي. زاهدان د ایران په جنوب غرب کې پروت دی چې ډېری اوسېدونکي ېې سنيان دي.

https://p.dw.com/p/4UHaT
د آرشیف انځور - د ایران په جنوب غربي سیمه باستک کې د ۲۰۲۲م کال په دسمبر کې د پولیسو په ګزمه کې د یو ۱۲ کلن هلک وژنه
د آرشیف انځور - د ایران په جنوب غربي سیمه باستک کې د ۲۰۲۲م کال په دسمبر کې د پولیسو په ګزمه کې د یو ۱۲ کلن هلک وژنه انځور: Irna

د تسنیم په نوم د نيمه رسمي خبري آژانس په حواله، د دغې حملې د عاملانو د نيولو په موخه یو قضايي امر صادر شوی دی. سرچېنې ويلي: «حمله کونکو نن د پولیسو موټر ته کمين نیولی وو... او په موټر باندې ېې ډزې وکړې.»

په سملاسي توګه د بريد انګيزه او دا چې د چا له خوا ترسره شوی، روښانه نه ده.

ورته نور ولولئ: ایران: ځانمرګي برید کې شپږ انسانان وژل شوي

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې هم په زاهدان ښار کې د پولیسو پر یو مرکز ځانمرګی برید شوی وو چې په کې دوه پولیس او څلور بریدګر ووژل شول. د یاد برید مسئوليت په سیمه کې فعالې وسلوالې ډلې، جیش العدل منلی وو.

زاهدان د ایران د سیستان-بلوچستان ایالت مرکز دی چې افغانستان او پاکستان سره ګډې پولې لري. دا د ايران یو فقیرو ولایت یادیږي چې د مخدره موادو قاچاق په کې ترسره کيږي.

ورته نور ولولئ:امنسټي: سيستان بلوچستان کي تر ۱۰ پوري احتجاج کوونکي وژل شوي

mks/aa/(Reuters)

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: