1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران: دوه پولیس او څلور حمله کونکي وژل شوي

۱۴۰۲ تیر ۱۸, یکشنبه

د ايران تر ډېره سني مېشته ښار، زاهدان کې د پولیسو پر يو مرکز د وسلوالو او ځانمرګي بريدګرو په حمله کې دوه پولیس او څلور حمله کونکي وژل شوي دي. زاهدان د ایران په جنوب غرب کې يو څه ناامنه سیمه ده چې وسلوال په کې فعال دي.

https://p.dw.com/p/4TdBe
په زاهدان کې حمله
په زاهدان کې حملهانځور: Entehkab. Ir

د سیستان بلوچستان ایالت مرکز، زهدان ښار، تېر کال د یو لړ خونړیو اعتراضونو شاهد وو. په ټول ایران کې دغه اعتراضونه وروسته له هغې پيل شول چې د مهسا اميني په نوم یوه ځوانه کردي ښځه د پولیسو لخوا تر نېول کېدو وروسته په توقیف کې مړه شوه.

د پولیسو پر مرکز د شنبې ورځې شوي برید مسئوليت، په سيمه کې فعالې وسلوالې ډلې، جیش العدل منلی دی.

دغې ډلې پر سوشل مېډيا په یو خپور کړي پُست کې ليکلي چې دغه حمله ېې د ۲۰۲۲م کال په سپتمبر کې د امنيتي ځواکونو له خوا د وژل شوو اعتراض کونکو د غچ اخيستنې له پاره کړی دی.

ورته نور ولولئ: امنسټي: سيستان بلوچستان کي تر ۱۰ پوري احتجاج کوونکي وژل شوي

په پست کې زياته شوې چې د پوليسو پر کوم مرکز چې بريد شوی، «په زاهدان کې د خونړۍ جمعې یو له مهمو عاملینو څخه وو.» 

د ایران دولتي تلویزیون وويل چې «څلورواړه تروریستان، ټول» په حمله کې وژل شوي دي.

د بخښنې نړېوال سازمان وايي چې د ایران امنيتي ځواکونو د سپتمبر په ۳۰مه د مظاهرچیانو په ټکولو کې لږ تر لږه ۶۶ کسان ووژل.

ورته نور ولولئ: «که د بلوڅانو غوښتنې ونه منل شي، هره جمعه به مظاهرې وکړي»

تر دغو ناآراميو وروسته د زاهدان د پولیسو قوماندان او د پولیسو د ېو مرکز مشر له دندې ګوښه کړل شو او د ایران مذهبي رهبر، آيت الله علي خامنه يي د بلوچ سني روحاني فرقې ته يو پلاوی د مذاکراتو له پاره واستوه.

سیستان- بلوچستان چې له افغانستان او پاکستان سره ګډې پولې لري، د ایران تر ټولو بې وزله ایالت او د مخدره موادو د قاچاق مهم مسیر دی.

بشري ډلې وايي چې بلوچ لږکۍ چې نفوس ېې کابو دوه ميلیونه ارزول کیږي، له لسیزو راهیسې له تبعیض او سرکوب سره مخ دي.

ورته نور ولولئ:  ایران: په زاهدان ښار کې د سپاه پاسداران دوه ساتونکي وژل شوي

آ/م.ک.ص./ا.ا.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: