1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په ايران کي ۱۰ نور احتجاج کوونکي وژل شوي دي»

۱۴۰۱ آبان ۱۴, شنبه

د بشري حقونو د سازمانونو د راپورونو له مخي د ايران په سويل ختيځ کي امنيتي چارواکو يو شمېر احتجاج کوونکي وژلي دي. د بخښنې نړيوال سازمان په جمعه له ۱۰ وژل شوو څخه خبره وکړه.

https://p.dw.com/p/4J6Wc
Anhaltender Protest im Iran
انځور: SalamPix/abaca/picture alliance

د بخښني د نړيوال سازمان «امنسټي انټرنېشنل» د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۴ نېټه) په خپله يوه اعلاميه کي وويل چي د ايران په سويل ختيځ کي تر ۱۰ پوري احتجاج کوونکي وژل شوي دي. د اعلاميې په حواله په وژل شوو کي ماشومان هم شامل دي. د دې تر څنګ د لسونو نورو انسانانو د ژول کېدو خبر هم ورکول شوی دی.

امنسټي انټرنېشنل د ايران پر امنيتي چارواکو تور ولګاوه چي د سيستان بلوچستان په ولايت کي يې د خاش په ښار کي د ودانيو له بامونو څخه پر احتجاج کوونکو وژونکي ډزي کړي دي.
جو بایدن: خلک به ژر ایران آزاد کړي

په ناروې کي مستقرې د ايران د بشري حقونو ډلې (IHR) يوه ويډيو خپره کړېده چي پکښي ليدل کيږي چي خلک څنګه په وينو لت پت انسانان لېږدي. ياد سازمان هم له يو شمېر مړو او ژوبل شوو کسانو څخه خبره کړې ده.

د بلوڅ فعالانو د کمپاين (BAC) په نوم لندن مېشته ډلي ويلي دي چي امنيتي چارواکي «په هدفمندانه توګه د وژلو لپاره» ډزي کوي. د ياد سازمان په وينا په «لسونو» انسانان وژل شوي دي او دا چي روغتونونه له ژوبل شوو څخه ډک دي.

د ايران د دولتي خبري آژانس ايرنا د خبر له مخي د احتجاج کوونکو له خوا د ډبرو د غورځولو له کبله يو شمېر پوليس ژوبل شوی دي. زياته شوې چي دغو احتجاج کوونکو تر مخه د پوليسو يوې پوستې ته اور هم اچولی ؤ.
«که د بلوڅانو غوښتنې ونه منل شي، هره جمعه به مظاهرې وکړي»

په ايران کي تر شپږو اونيو څخه زيات وخت کيږي چي د اجتجاجونو لړۍ ادامه لري. دغه احتجاجونه چي د کالونو راهيسي تر ټولو پراخ بلل کيږي، د روان کال د سپتمبر په مياشت کي هغه وخت راپېل شول، کله چي د جينا مهسا اميني په نوم يوه مېرمنه د پوليسو له خوا ونيول شوه او بيا يې په روغتون کي ساه ورکړه. پر امنيتي چارواکو تور دی چي د جينا مهسا د مړيني وروسته د رامنځته شوو احتجاجونو پر وخت يې د احتجاج کوونکو سره تر اندازې زيات د تاوتريخوالي چلن کړی دی. د فعالانو په وینا تر اوسه په دغو احتجاجونو کي له لسونو انسانان مړه شوي دي.

د سيستان بلوچستان په ولايت کي هم هغه وخت احتجاجونه راوپارېدل کله چي داسي راپورونه رابرسېره سوه چي ګواکي د زاهدان د پوليسو د مشر لخوا پر يوې پنځلس کلنې انجلۍ جنسي تېری شوی دی.

د سيستان بلوچستان ولايت چي د افغانستان او پاکستان سره پر سرحد واقع دی، د ايران له تر ټولو بې وزلو سيمو څخه ګڼل کيږي. په دغه ولايت کي د بلوڅانو لږکۍ ژوند کوي. بلوڅان په اکثريتي توګه سني مذهبه دي. د بشري حقونو سازمانونه شکايت کوي چي د شيعه مذهبه مشرتابه له خوا د سني مذهبه بلوڅانو سره تبعيضي چلن کيږي.

آ.(AFP)/ا.ا./ن.ص.