1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: یو پخوانی پولیس د جنسي تیريو په جرم په بند محکوم شو

۱۴۰۲ مهر ۳۰, یکشنبه

د فیلادلفیا ښار یو پخوانی پوليس افسر وروسته له هغې له ۱۵ څخه تر ۴۰ کلنو پر بند محکوم شو، چې د بیلابیلو جنسي تیریو د قضیو پر درلودلو یې اعتراف کړی.

https://p.dw.com/p/4XsJA
د امریکا د فیلادلفیا ښار
د امریکا د فیلادلفیا ښارانځور: Yong Kim/The Philadelphia Inquirer/AP/picture alliance

ویل کیږې یاد سړي د رسمي یونیفورم اغوستلو سره سره د پولیسو موټرو په شا کې پر ښځو او نجونو جنسي تیری کړی.

یوې امریکایې رسنۍ «فیلادلفیا انکوایرر» خبر ورکړی چې د فیلادلفیا ښار یو پخوانی پولیس د څو جنسي تیریو په تور نیول شوی دی. د پاتريک هيرون په نوم دغه ۵۴ کلن کس په خپل جرم اعتراف کړی دی.

ویل کېږي یاد تورن پولیس په رسمي یونیفورم کې یې د پولیسو د موټر شاته پر څو نجونو او ښځو جنسي تېری کړی دی.

د دغه سړي پر وړاندې تر ۲۰۰ ډېر تورونه دي، چې په کې له ماشومانو سره ناوړه چلند، د ماشومانو جنسي ځورونه، تښتونې او اړوند نور شمیر جرمونه شامل دي.

د سیمه ایزې څارنوالۍ دفتر ویاند جین روه ویلې، قربانیانو د تورن کس له اعتراف کولو هرکلی کړی ځکه چې یاد قربانیان نور اړتیا نه لري چې له یاد کس څخه د شکایت له پاره محکمې ته ولاړ شي.

د پاتریک مدافع وکیل هم ویلې چې هیله مند دی  د تورن کس اعتراف کول به قربانیان له کړوانو، دردونو او له شهادت ورکولو په  امان کې وساتي.

پاتریک هیرون په ۲۰۱۹ کال کې تقاعد شوی دی. ویل کیږې چې هیرون د یوه فعاله پولیس په توګه د ځوانو نجونو پر ځورولو تورن شوی وو.

پلټونکو ویلې چې وروسته یې داسي انځورونه او فلمونه ترلاسه کړي چې له څو کالنو راهیسې یاد سړي دام اچونکی چلند له هغو ښځو سره ترسره کړی چې یا تښتیدلې، نیول شوې او یا هم په اعتیادو روږدې شوې وې.

د لویې څارنوالۍ د ځانګړو تحقیقاتو د څانګې مشرې لیاندرا ریتاکو وویل، چې دغه جرمونه د ۲۰۰۵ او تېر کال تر منځ شوي دي. هیرون د دندې پرمهال د ډیری قربانیانو سره لیدلې دي. مېرمن ریتاکو زیاته کړې چې پلټونکي توانېدلي څو ۴۸ قربانیان پیدا کړي او د ډېرو هویت لا نامعلوم پاتې دی.