1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يو وژل شوي افغان د قاتل د موندلو له پاره ۲۵ زره ډالر انعام

۱۴۰۲ تیر ۱۷, شنبه

۳۱ کلن نصرت احمدیار چې په افغانستان کې ېې کلونه له امریکايي قواوو سره کار کړی وو، په واشنګتن کې په ډزو وژل شوی دی. پولیس د هغو معلوماتو له پاره چې د قاتل په نيولو کې مرسته کوي، ۲۵ زره ډالره انعام اعلان کړی.

https://p.dw.com/p/4TcNR
د آرشیف انځور - د واشنګټن پولیس د ۲۰۲۱م کال په اپریل کې د ېوې ترافيکې پېښې وروسته د موټرو د تلاشۍ پر مهال
د آرشیف انځور - د واشنګټن پولیس د ۲۰۲۱م کال په اپریل کې د ېوې ترافيکې پېښې وروسته د موټرو د تلاشۍ پر مهال انځور: J. Scott Applewhite/AP/picture alliance

اسوشتید پریس د احمدیار له کورنۍ او دوستانو سره خبرې کړي او په خپل رپوټ کې ليکي چې هغه خپله د ځوانۍ ډېره دوره په افغانستان کې له امريکايي قواو سره په کار کې تېره کړې وه چې بیا د ېوه ښه ژوند او راتلونکې په موخه له خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو سره امريکا ته ولاړ.

نوموړی د دوشنبې په شپه، په داسې حال کې چې موټر ېې چلاوه په واشنګټن کې په ډزو ووژل شو.

د قضيې په تړاو کوم شکمن نه دی نيول شوی، خو په يوه نظارتې ويډيو کې د ټوپک د یوه ډز غږ اورېدل کيږي او څلور زلمیان يا ځوان نارینه ليدل کیږي چې د تېښتې په حال کې دي.

ورته نور ولولئ: امريکا د افغانانو د انتقال پر پاليسۍ له سره کتنه کوي

پولیسو د هغو معلوماتو له پاره چې د قتل دغې قضېې په تړاو د یوه شخص په نېولو کې مرسته وکړي، د ۲۵ زره ډالرو انعام اعلان کړی دی.

د نصرت احمدیار په هکله ويل شوي چې په امریکا کې ېې د موټرچلونې کار پېدا کړی وو آن تر دې چې افغانستان کې یې خپلې کورنۍ او ملګرو ته پېسې استولې. هغه به د واشنګټن په شاوخوا کې په یوه کلي چې چېرته چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته نور راغلي افغانان هم اوسیږي، والیبال کاوه.

د هغه یو پخواني او دمهاجرت دورې ملګري، رحيم اميني وويل: «هغه ډېر سخي او ښه سړی وو. تل به ېې هڅه کوله چې خلکو سره مرسته وکړي.» هغه وويل چې احمدیار به ورته تل وېل چې «تر شا پاتې خلک هيڅ کله مه هېروې.»

د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک ته د طالبانو تر بیارسېدو په لسونو زره افغانان امریکا، اروپا او د نړۍ نورو هیوادونو ته مهاجر شول
د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک ته د طالبانو تر بیارسېدو په لسونو زره افغانان امریکا، اروپا او د نړۍ نورو هیوادونو ته مهاجر شولانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

ورته نور ولولئ: د افغانانو تخیله؛ د امريکا اډو ۲۶۰ ميليون ډالره زیان ليدلی

اميني وايي چې احمدیار نژدې لس کاله له امریکايي قواوو سره د ژباړونکي په توګه او په نورو برخو کې کار کړی وو.

د اميني په خبره، امريکا متحده ایالاتو په ۲۰۰۹م کال کې د هغو افغانانو له پاره چې په افغانستان کې ېې له امریکايانو سره نژدې کار کاوه، د امریکا د مهاجرت ويزې پروګرام اعلان کړ، خو احمدیار نه غوښتل چې دغه پروګرام ته درخواست ورکړي.

د هغه په خبره، خو په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته ورته د خطراحساس پېدا شو چې ګوندې طالبان به ېې امریکايانو سره د کار کولو په دلیل ونیسي یا ووژني. هغه له خپلې کورنۍ سره له کابله د افغانستان شمال مزارشریف ښار ته ولاړ او له هغه ځایه په یو پرواز کې متحده عربي اماراتو او بیا امریکا ته ورسید.

ورته نور ولولئ: امریکا ته ايستل شوي افغانان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي

امینی وايي، د دوشنبې په شپه ورته د یو بل ملګري له خوا پر ټيلفون خبر ورکړل شو چې احمديار وژل شوی دی، هغه وايي سملاسي ېې د احمدیار ټيلفون ته زنګ وواهه خو له هغې خوا ورته پولیسو ځواب ورکړ: «د پولیسو افسر راته وویل چې بخښنه غواړم، له بده مرغه هغه نور ژوندی نه دی.»

د احمديار میرمن چې لا هم په شاک حالت کې ده، وویل چې هغې او خاوند ېې هېله درلوده چې په امریکا کې به ښه ژوند ولري او خپلو ماشومانو ته به یوه ښه راتلونکې برابروي: «ما هم عين هدف درلود. چې (ماشومان) مې ښوونځي ووايي، وشي کړی کالج ته ولاړ تعلیم یافته شي او د ټولنې له پاره ښه خلک وګرځي.»

ورته نور ولولئ: زيات شمیر افغانان لا هم په البانيا کې د امريکا ويزې ته په انتظار دي

د احمدیار خوریي، احمدي وويل چې احمدیار به د شنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شي.

 (AP)mks/mns

پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: