1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
پوههامریکا متحده ایالات

د امریکا د یوه خصوصي شرکت څېړونکې الوتکه پر سپوږمۍ ښکته شوه

۱۴۰۲ اسفند ۴, جمعه

د اوډیسئوس په نوم پلټونکې بې پیلوټه الوتکه د سپوږمۍ پر مخ ښکته شوې او له هغه ځایه یې سیګنالونه استولي دي. دا د امریکا د یوه خصوصي شرکت لومړنۍ سوداګریزه پلټونکې الوتکه ده، چې پر سپوږمۍ ښکته کېږي.

https://p.dw.com/p/4cnWM
Odysseus Mondlandung
انځور: Intuitive Machines/Aton Chile/IMAGO

د لومړي ځل له پاره د امریکا متحده ایالاتو د یوه خصوصي شرکت یوه سوداګریزه پلټونکې الوتکه د سپوږمۍ پر سطحه ښکته شوې.

په تکساس کې د «اینتوئتیو ماشینز» شرکت یوه استازي چې دا ماموریت پر غاړه لري، په ژوندۍ بڼه رپوټ ورکړ، چې د پنجشنبې په ورځ په ځايي وخت اودیسوس بې پیلوټه څېړونکې الوتکه د سپوږمۍ پر سطحه ښکته شوه او له هغه ځایه یې سیګنالونه راواستول.

تر اوسه معلومه نه ده، چې پر سپوږمۍ ښکته شوې پلټونکې بېړۍ به په بشپړ ډول کار وکړي که نه، خو شنونکو ویلي دي چې ښايي دا هوايي الوتکه د پلان مطابق په عمودي ډول نه وي ښکته شوي.

دا مسدس ډوله فضايي بېړۍ د سپوږمۍ سویلي قطب سره نیږدې یوه کنده کې ښکته شوې. د امریکا متحده ایالاتو د فضايي ادارې د چارواکو د معلوماتو له مخې، دا فضايي بېړۍ د سپوږمۍ د تودښت او وړانګو اندازه ګیري کوي او دغه راز د سپوږمۍ سطحه هم تر څېړنې لاندې نیسي. موخه داده، چې په راتلونکي کې سپوږمۍ ته د انساني ماموریتونو له پاره اړین شرایط وڅېړل شي.

امریکا، د سپوږمۍ پر سطحه د اودیسیوس ښکته کېدل
امریکا، د سپوږمۍ پر سطحه د اودیسیوس ښکته کېدلانځور: Intuitive Machine/abaca/picture alliance

اودیسیوس اونۍ وړاندې د امریکا متحده ایالاتو د فلوریډا ایالت له کیپ کاناورال څخه د سپیس ایکس راکټ په وسیله وتوغوله شوه.

تېره میاشت د امریکا فضايي کمپنۍ اسټروبوټیک هم په دغه ډول یو ماموریت کې بریالۍ نه شوه. د دغې شرکت الوتکه سپوږمۍ ته له رسېدو وړاندې د سون توکو د کمښت له امله له ستونزو سره مخ شوه.

ناسا اداره سپوږمۍ ته د خصوصي شرکتونو د ماموریتونو ملاتړ کوي، څو په راتلونکي کې له هغوی کار واخلي. ناسا غواړي د خصوصي شرکتونو په مرسته مریخ ته د انساني ماموریتونو له پاره سپوږمۍ د تمځای په توګه وکاروي.

تر اوسه پورې امریکا متحده ایالات، چین، هندوستان او جاپان توانېدلي، چې سپوږمۍ ته په بریالي ډول راکیټونه ولېږي. تر اوسه هېڅ نادولتي شرکت په دا وړ ماموریت نه دی بریالی شوی.

پ.ن/ا.د/ن.ز/ ای ایف پي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل