1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ساینسپوهان: سپوږمۍ شاوخوا ۲۷۰ تریلیونه کیلوګرامه اوبه لري

۱۴۰۲ فروردین ۸, سه‌شنبه

يوه نوې څېړنه وايي چې سپوږمۍ د تسبيح يا اميل دانو ته ورته وړو ښيښه اي شکلونو کې شاوخوا ۲۷۰ تريليون کيلوگرامه اوبه لري چې د راتلونکي پلټونکي کولی شي استخراج او استفاده ترې وکړي.

https://p.dw.com/p/4PMyD
Südkorea | Blood Moon | Mondfinsternis | Seoul
انځور: Seung-il Ryu/NurPhoto/picture alliance

ساینسپوهانو په سپوږمۍ کې د کوچنیو تسبیح يا اميل دانو ته ورته ښيښه ايي شکلونو کې اوبه کشف کړې دي. د دوی په باور دغه ښیښه ایي مريو ته ورته شکلونه چې په داخل کې یې اوبه موجودې دي، د سپوږمۍ له سطحې سره د فضايي تیږو د شدید ټکر له کبله رامنځ ته شوي دي. د دوی په باور په راتلونکي کې سپوږمۍ ته تلونکي کسان احتمالاً له دغو اوبو کار اخیستلی شي.

د دوشنبې په ورځ د نیچر جیوساینس ژورنال کې په خپره شوې څیړنه کې ویل شوي چې په دغه ښيښه اي شکلونو کې اټکل کیږي چې شاوخوا ۲۷۰ تریلیونه کیلوګرامه اوبه ذخیره شوي وي.

د همدې موضوع په هکله ښايي دا هم تاسې ته په زړه پورې وي:د سپوږمۍ مالک څوک دی؟

د دغو ساینسپوهانو دغه تازه کشف په تیرو څو لسیزو کې د وروستیو ماموریتونو او کشفونو سره سمون لري او هغه دا چې سپوږمۍ وچه نه ده. تر دې وړاندې د اوږدې مودې راهیسې باور بیا د دې مفکورې برعکس وو او دا چې سپوږمۍ کې اوبه موجودې نه دي.

د چین د ساینس اکادمۍ ۱۱۷ دغه ښیښه اي شکلونه تر څیړنې لاندې نیولي کوم چې په ۲۰۲۰م کال کې د چین د چینج ۵ فضايي ماموریت له لوري له سپوږمۍ څخه ځمکې ته انتقال شوي ول.
د چین د ساینس اکادمۍ ۱۱۷ دغه ښیښه اي شکلونه تر څیړنې لاندې نیولي کوم چې په ۲۰۲۰م کال کې د چین د چینج ۵ فضايي ماموریت له لوري له سپوږمۍ څخه ځمکې ته انتقال شوي ول.انځور: Tingshu Wang/REUTERS

د تسبیح يا اميل دانو ته ورته دغه ښیښه اي شکلونه څرنګه رامنځ ته شوي؟

د چین د ساینس اکادمۍ ۱۱۷ دغه ښیښه اي شکلونه تر څیړنې لاندې نیولي کوم چې په ۲۰۲۰م کال کې د چین د چینج ۵ فضايي ماموریت له لوري له سپوږمۍ څخه ځمکې ته انتقال شوي ول. سپوږمۍ چې د اتومسفیر محافظتي سیستم نه لري، ورسره کوچنۍ آسماني تیږي ټکر کوي چې له کبله یې دغه ښیښه ايي شکلونه رامنځ ته کیږي. د ټکر له کبله رامنځ ته شوې لوړه تودوخه بیا د یادو موادو بیروني سطحه اوبه یا ویلي کوي چې بیا تر یخیدو وروسته د تسبیح دانو ته ورته ښیښه اي شکلونه ترې رامنځ ته کیږي.

د اوبو مالیکولونه څنګه رامنځ ته شوي دي؟

اوبه چې د اکسیجن او هایدروجن له مالیکولونو څخه تشکیلیږي، په یاد ښیښه اي شکلونو کې ساتل کیږي کوم چې د مالیکولونو له پاره د سپنج نقش لوبوي. د یادې څیړنې مرستیال لیکوال مهیش انند چې د بریتانیا په اوپن پوهنتون کې پروفیسور دی، وايي چې  د سپوږمۍ په سطحه کې د اوبو د مالیکولونو د جوړښت له پاره هایدروجن ته اړتیا وي کوم چې د لمر د وړانګو په شکل کې د لمري توپانونو له لارې سپوږمۍ ته انتقالیږي.

د همدې موضوع په هکله ښايي دا هم تاسې ته په زړه پورې وي:  اسټرالیا غواړي په سپوږمۍ کي بوټي وکري

سولري یا د لمر د وړانګو توپانونه د چارج شویو ذراتو یوه مجموعه ده کوم چې د لمر له اتموسفیر څخه ټول شمسي نظام ته تیتیږي. بل لوري ته د سپوږمۍ نیږدې نیمايي برخه بیا اکسیجن تشکیلوي چې د تیږو او معدني موادو په شکل کې په سپوږمۍ کې موجود دي.